د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې ۷۶مه کليزه؛ فعالانې: افغان مېرمنې له خپلو بشري حقونو بې‌برخې دي


يوشمېر معترضې افغان مېرمنې
يوشمېر معترضې افغان مېرمنې

نن د دسمبر لسمه د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو له‌خوا د بشري حقونو نړیواله ورځ نومول شوې ده.

نن د دسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې شپږ اویا کاله پوره شول.

دغه دېرش ماده‌‌يي نړیواله اعلامیه چې ټول بشر د انساني کرامت او حقونو له‌‌مخې سره برابر ګڼي، د انساني تاریخ له مهمو لاسته‌‌راوړنو بلل کېږي.

ټول هغه انساني او بشري حقونه چې باید یو انسان یې ولري طالبانو په مختلفو بهانو هغه ټول له افغان مېرمنو واخیستل."
شينکۍ کړوخېل

دا ورځ د افغانستان په‌شان هېوادونو کې چې خلک یې له لسیزو راهیسې د بشري حقونو له پراخو سرغړونو سره مخامخ دي، ځانګړی اهمیت لري.

پرون (دوشنبې) د دې ورځې په درشل کې ملګروملتو په یوه راپور کې وویل، د طالبانو په واکمنۍ کې نژدې یو ویشت نیم میلیونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي بشري حقونو بې‌‌برخې شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخېل وايي، افغان مېرمنو هغه ټولې بریاوې او مشروع حقونه چې په دوو لسیزو کې یې ترلاسه کړي وو، د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې له لاسه ورکړي دي.

دا په ځانګړي ډول د طالبانو د امربالمعروف قانون د ښځو د ټولو حقونو ځپونکی قانون بولي او وايي: "خصوصاً دې قانون د افغان مېرمنو مخ او غږ هم عورت وګڼل، دا هغه بهانه ده چې افغان مېرمنې حتی د زده‌‌کړو، کار او سفر حق نه‌‌لري او حتی نه‌‌شي کولی په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته کړي؛ یعنې ټول هغه انساني او بشري حقونه چې باید یو انسان یې ولري طالبانو په مختلفو بهانو هغه ټول له افغان مېرمنو واخیستل."

شينکۍ کړوخېل
شينکۍ کړوخېل

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو د محدودیتونو له کبله افغان ښځې په سیستماتیک ډول اساسي حقونه له لاسه ورکوي او هغوی د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

پر ښځو او نجونو د طالبانو د پر له‌‌پسې بندیزونو په دوام کې تېره اوونۍ افغان نجونې د نرسنګ او قابله‌ګۍ په شمول له بېلابېلو طبي زده‌‌‌کړو هم محرومې کړې.

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله عادله بهرام نظامي هم د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د طبي انستیتیتونو د بندېدو یادونه کوي او وايي، دا یوازینۍ برخه وه چې د ښځو پر مخ خلاصه وه.

نوموړې وايي: "ښځو په کورونو کې بندیانې دي، ټول حقونه ورڅخه اخیستل شوي، یوازې طبي انستیتیتونه پاتې و هغه یې هم پرې بند کړل، باید دا حالت نور ژر تر ژره پای ته ورسول شي، له نړیوالو غواړم چې افغان مېرمنو ته توجه وکړي."

ملګري ملتونه وايي چې، طالبانو د ښځو پر کار او زده‌‌کړو پر بندیز سربېره د هغوی خلاف نورې تبعیضي پالیسۍ هم تحمیل کړي دي.

په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو کار منع دی او تفريح‌ځايونو، پارکونو او سینګارتونونو ته له تګ او له شرعي محرم پرته لرې ځای ته له سفره منع شوي دي.

د ملګرو‌‌ملتونو د راپور له‌مخې طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د ښځو د فعالیتونو د محدودولو په اړه تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG