د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت: افغان نجونو د محدوديتونو ترڅنګ د خپل پرمختګ هڅو ته دوام ورکړی


د يوې زده‌‌کوونکې انځور چې په انلاين ډول يې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی.
د يوې زده‌‌کوونکې انځور چې په انلاين ډول يې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدايالاتو سفارت وایي، افغان زده‌‌کوونکو، په ځانګړې توګه ښځو د ډېرو ستونزو سربېره د روغتیا، زده‌کړو او پرمختګ په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی.

"زه هيڅکله تسلیمه نه‌‌شوم، احساس کوم چې د خپل طبیعي حق لپاره، یعنې زده‌کړو لپاره مبارزه وکړم.
يوه زده‌کوونکې، سوسن

"د دې خاورې په زړه کې مې خپل لار وموندله. زه ۲۲ کلنه نجلۍ یم او په‌‌داسې هېواد کې ژوند کوم چې جګړې او ناامنۍ زموږ ژوند ډېر سخت کړی دی."

سوسن د ښوونځي دوره په ډېرې سختۍ او کوښښ تېره کړې ده، خو کله چې یې د ځان پر وړاندې د لوړو زده‌‌کړو دروازې تړلې ولیدلې، بیا یې هم خپلې هڅې پرې نه‌ښودې او د خپل پرمختګ لاره یې ولټوله.

نوموړې د خپلو هڅو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه هيڅکله تسلیمه نه‌‌شوم، احساس کوم چې د خپل طبیعي حق لپاره، یعنې زده‌کړو لپاره مبارزه وکړم. اوس په یو انلاین ښځینه پوهنتون کې د کمپیوټرساینس په څانګه کې او په کابل کې د غاښونو طب په انسټیټیوټ کې زده‌کړې کوم. پوهېږم چې خپلو اهدافو ته رسېدل اسانه نه‌دي، خو له زده‌کړو سره زما مینه ماته دومره ځواک راکوي چې د هر خنډ په وړاندې ودرېږم."

زینت بله نجلۍ ده چې په کابل کې يې د کمپیوټرساینس په څانګه کې زده‌کړې کولې، خو د طالبانو د بياځلي واکمنۍ په راتلو سره د زده‌کړو حق ترې واخیستل شو، خو دا د هغې لپاره پای نه و.

هغې ازادي راډیو ته وویل، خپلو درسونو ته په انلاین بڼه دوام ورکوي: "ما له هڅو لاس وانه‌خیست، ډېر کوښښ سره وتوانېدم چې د افغانستان-امریکایي پوهنتون ته لار ومومم. اوس د کمپیوټرساینس څانګې د څلورم ټولګي محصله یم. باور لرم چې هيڅ ځواک نه‌شي کولی زموږ د پرمختګ مخه ونیسي. موږ افغان نجونې د پیاوړې ارادې سره خپلو هیلو ته د رسېدو په موخه روانې یو."

د لاسي صنايعو په برخه کې د يوې مؤسسې له روزنيزې دورې څخه د نجونو د فراغت مراسم
د لاسي صنايعو په برخه کې د يوې مؤسسې له روزنيزې دورې څخه د نجونو د فراغت مراسم

دا په‌داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدايالاتو سفارت وایي، افغان زده‌کوونکي، په ځانګړې توګه ښځې د ډېرو ستونزو سره-سره د روغتیا، تعلیم او پرمختګ په برخو کې پرمختګ او هڅو ته دوام ورکوي.

دا سفارت چې په د قطر پلازمېنه دوحه کې فعاليت کوي، د نومبر په ۱۰مه نېټه د يک‌شنبې په ورځ "پوهه د سولې او پرمختګ په خدمت کې" د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس‌پاڼه کې د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره د پوهې او پوهنوالو پر اهمیت ټینګار کړی.

د امریکا سفارت علم د سولې او ټولنیز رفاه کونجي بولي او غوښتنه یې کړې چې د پوهنوالو، محصلانو او نوښتګرو ملاتړ ته دې دوام ورکړل شي.

په همدې حال کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د زده‌کړو د حق فعالې ملالې یوسفزۍ خبرداری ورکړی چې، د طالبانو ایډیالوژي یوازې په افغانستان کې محدوده نه‌ده، بلکې په پاکستان او د نړۍ په نورو برخو کې هم په خپرېدو ده.

ملالې یوسفزۍ په‌‌دې وروستیو کې د بریتانیا د ټایمز خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې چې، دا د دې لپاره ده چې نړۍ یې پر وړاندې هيڅ اقدام نه‌کوي.

هغې زیاته کړې، افغان ښځې د طالبانو تر واک لاندې د "جنسیتي اپارتاید" سره مخامخ دي او افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له متوسطې او لوړو زده‌کړو څخه راګرځول شوې دي.

یوسفزۍ د افغان ښځو د کار او زده‌کړو حق په اړه ویلي، افغان ښځې ملاتړ ته اړتیا لري، برابر حقونه غواړي او حقوق یې له ګواښ سره مخامخ دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بیا راتلو سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې وتړلې او بیا یې پوهنتونونو ته هم له تلو را وګرځولې.

طالبان د ښځو زده‌کړې او کار کول د افغانستان داخلي مسئله بولي او ادعا کوي چې، د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې د افغان ښځو، نجونو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه‌ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG