د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

يوشمېر نجونې زده‌کوونکې: په انلاين ډول زده‌کړو ته لاس‌رسی ستونزمن شوی


د برېښنا نه‌شتون او کمزوری انټرنټ د انلاين زده‌کړو پر وړاندې مهمې ستونزې بلل شوي
د برېښنا نه‌شتون او کمزوری انټرنټ د انلاين زده‌کړو پر وړاندې مهمې ستونزې بلل شوي

په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې یوشمېر نجونې چې د زده‌کړو له انلاین فرصتونو ګټه اخلي وايي چې، په‌دې برخه کې له ستونزو سره مخامخې دي.

"حضوري او انلاین ښوونځي سره ډېر توپیر لري، لومړۍ ستونزه د انټرنیټ بیې دي چې ډېر په مشکل یې پوره کوو او دوهمه ستونزه یې د برق ستونزه ده
حکيمه صميمي

یوشمېر افغان نجونې چې له تېرو څه باندې درېیو کالو راهیسې له زده‌کړو منع شوي وايي، نه‌شي کولای له ليرې لارې په انلاین توګه زده‌کړې وکړي.

هغوی نن شنبه د نومبر ۲مه له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم انلاین زده‌کړې ګټورې وبللې، خو وايي، د شته ستونزو له کبله نه‌شي کولای چې له انلاین زده‌کړو برخمنې شي.

حکیمه صمیمي چې د نورو سلګونو زرو نجونو په څېر له زده‌کړو بې‌برخې شوې، د انټرنیټي اسانتیاو ټیټ کیفیت او په دوامداره توګه د برېښنا نه موجودیت په‌دې برخه کې لویې ستونزې یادوي.

هغه وايي: "حضوري او انلاین ښوونځي سره ډېر توپیر لري، لومړۍ ستونزه د انټرنیټ بیې دي چې ډېر په مشکل یې پوره کوو او دوهمه ستونزه یې د برق ستونزه ده، په دا ډول برېښنا چې موږ یې لرو انلاین زده‌کړې ډېرې ستونزمنې دي."

یوه بله زده‌کوونکې سحر د ورته ستونزې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "په‌داسې حال کې چې اوس نجونې نه‌شي کولای په افغانستان کې زده‌کړو ته دوام ورکړي، له‌دې لارې زده‌کړې کولای شي خو ستونزه دا ده چې ښوونکي په انلاین بڼه نه حاضریږي او که موږ کومه پوښتنه ولرو هغه نه حل کېږي."

یوشمېر افغان نجونې چې له تېرو څه باندې درېیو کالو راهیسې له زده‌کړو منع شوي وايي، نه‌شي کولای له ليرې لارې په انلاین توګه زده‌کړې وکړي.
یوشمېر افغان نجونې چې له تېرو څه باندې درېیو کالو راهیسې له زده‌کړو منع شوي وايي، نه‌شي کولای له ليرې لارې په انلاین توګه زده‌کړې وکړي.

د زده‌کړو یو فعاله بیا ادعا کوي چې، د انلاین ښوونځي له لارې یې زرګونو نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

د سولې په نوم د انلاین ښوونځي رامنځته کوونکې شبانې بسیج د جمعې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي چې، که څه هم انلاین زده‌کړې د حضوري هغو په څېر اغېزمنې نه‌شي کېدای، خو په اوسنیو شرایطو کې ګټورې دي.

اغلې شبانې د افغان نجونو د زده‌کړې لپاره د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د (سوله ایکس) په نوم د انلاین زده‌‌کړو ښوونځی رامنځته کړ.

که څه هم له زده‌کړو د افغان نجونو د منع کولو له کبله په کراتو په کور دننه او بهر پر طالبانو نیوکې شوي او فشارونه پرې راوړل شوي، خو طالبانو بیا ویلي چې د نجونو د زده‌کړو موضوع کورنۍ مسئله ده او چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاس‌وهنه وکړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او په ۲۰۲۳ کال کې د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG