د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

يوشمېر نجونې زد‌ه‌کوونکې: خوست کې دې د لونګ ښوونيزې راډيو خپرونې بېرته پيل شي


له ارشيفه د يوې راډيو د نشراتو خونه
له ارشيفه د يوې راډيو د نشراتو خونه

یوشمېر نجونو په خوست ولايت کې د لونګ په نوم د یوې ښوونیزې راډیو د پروګرامونو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې.

د خوست ولايت اوسېدونکې هريوال وايي: "زموږ چې کله ښوونځي بند شو ډېرې ناهیلې وو، خو یوازینی پروګرام چې زموږ هیلې یې بیا راژوندۍ کړې هغه پروګرام (زده‌کړې له صابر) سره و."

"زه زده‌‌کړې له صابر سره پروګرام د دوهمې دورې زده‌کوونکې یم. ډېره خواشینې یم چې دا پروګرام په موږ بند شو.
د خوست اوسېدونکې سوما

هغه وايي، په‌‌‌دې ولایت کې د لونګ په نوم د یوې ښوونیزې راډیو چې تازه د طالبانو حکومت تړلې له پروګرامونو یې ګټه اخیستله.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د دې پروګرام په بندېدو ډېر خواشيني یوو، ځکه موږ یو ځل بیا ټولې هیلې له لاسه ورکړې او یو ځل بیا مو ځان په تیارو کې ولیده."

هریوا وايي، په‌دې راډیو کې د انګریزي، دري، پښتو، اردو، ساینس او پخلي خپروونو سربېره دیني او د تفسیر ښوونیزې خپرونې هم وې.

په خوست کې د لونګ په نوم د سیمه‌‌ییزې راډیو د مسوولینو په خبره دا ښوونیز پروګرامونه یې د ٢٠٢٢ کال د جنوري په ٢٠مه نېټه پیل شول، چې په مستقیمه توګه شاوخوا ۶۰ زره او په غیر مستقیم ډول نږدې ٢ لکه زده‌‌کوونکي یې درلودل.

د دې پروګرام دوه نورې زده‌کوونکې سوما صابر او بهشتې هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې راډیو د فعالیت د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

سوما صابر وويل: "زه زده‌‌کړې له صابر سره پروګرام د دوهمې دورې زده‌کوونکې یم. ډېره خواشینې یم چې دا پروګرام په موږ بند شو. له‌دې پروګرام څخه مو ډېر څه زده کړي دي، هیله ده ژر تر ژره خلاص شي."

ارشيف
ارشيف

دغه‌‌راز بهشته وايي: "موږ پخوا هیڅ ډول زده‌کړو ته لاس‌رسی نه درلود په لومړي ځل مې له‌دې پروګرام سره زده‌کړې پیل کړې. دې پروګرام زموږ هیلې ژوندې کړې. زه له طالبانو څخه دا هیله لرم چې دې پروګرام ته د نشراتو اجازه ورکړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې، لونګ ښوونیزه راډیو د نجونو د اړیکو او د‌ خپرونو په بګرونډ کې د موسیقي د شتون په تور تړل شوې.

ياد مرکز د جمعې په ورځ (د نومبر په ٨مه) په يوې اعلامیه کې دغه کړنه د ازادو رسنيو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې او د خوست له سيمه‌‌ييزې ادارې څخه يې غوښتنه کړې چې دغه راډيو ژر تر ژره له کوم شرط پرته پرانيزي.

د دې راډیو د بندولو د لامل په هکله طالبانو په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي او نه هم د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب کړې.

خو دوی د روان زېږدیز کال په فبروري میاشت کې د خوست ولایت رسنیو ته د یوه مکتوب په لېږلو سره، په‌‌دې ولایت کې له رسنیو سره د نجونو اړیکې نیول منع کړي وو.

په‌دې مکتوب کې د رسنیو مسوولینو ته خبرداری ورکړل شوی و، که د خپرونو له لارې خپلو رسنیو سره د نجونو د اړیکو نیولو زمینه برابره کړي، دوی به احضار او قانوني چلند ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا په خوست کې درېیمه سیمه‌ییزه راډیو ده چې د طالبانو حکومت له‌خوا تړل کېږي.

تر دې مخکې د ژمن او غرغښت په نوم دوه نورې راډیوګانې هم د موزیک د خپرولو په تور بندې شوې وې چې بیا غرغښت راډیو ته په مشروط ډول د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG