د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

افغان محصلانو ته د بريتانيا د بورسونو اعلان؛ ځينې نجونې: د شته بنديزونو له امله ترې موږ ګټه نه‌شو اخيستلی


د بريتانيا بيرغ
د بريتانيا بيرغ

افغان محصلانو ته د بریتانیا د "چیونینګ" په نوم د تحصلي بورسونو د پروګرام په بیا پیل سره، یوشمېر افغانې نجونې وايي، د شته بندیزونو له امله به ونه‌شي کړای چې له‌دې تحصیلي پروګرام څخه ګټه پورته کړي.

د کابل اوسېدونکې یوه نجلې چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله له لوړو زده‌کړو بې‌‌‌برخې ده وايي، چې دا يو ښه فرصت دى خو په خبره یې د دوى لپاره يې د ګډون شرايط ستونزمن دي.

خو دا هم يوه مهمه خبر ده او جدي ستونزه ده چې افغان نجونې پرته له شرعي محرم سفر نه‌‌‌شي کولى
يوه محصله

نوموړې چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د دغو سکالرشيپونو بيا پيل ډېر يو ښه خبر دى، د دې لپاره چې په هېواد کې دننه نجونې د زده‌‌‌کړو حق نه‌‌لري، خو دا هم يوه مهمه خبر ده او جدي ستونزه ده چې افغان نجونې پرته له شرعي محرم سفر نه‌‌‌شي کولى، هيله لرو چې په انلاين توګه هم دغه پروګرام پيل شي."

طالبانو په افغانستان په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګې پورته نجونې زده‌‌‌کوونکې ښوونځیو ته له تګ منع کړې او شاوخوا کال وروسته یې پوهنتونونو کې له لوړو زده‌‌‌‌کړو هم راوګرځولې.

دوی دغه‌‌شان له شرعي محرم پرته د نجونو او ښځو په لرې واټن سفرونو هم بندیز لګولی دی.

د بريتانيا چيونينګ پوهنتون د پنج‌شنبه په ورځ ( نومبر مياشتې په ۱۴مه نېټه) په خپله وېب‌‌‌پاڼه کې یو بیان خپور کړى، چې په‌‌‌کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د افغان محصلانو لپاره د سکالرشيپونو د پروګرام د بیا پیل اعلان شوی دی.

يوشمېر نجونې وايي، د دغو بورسونو شرايط سخت دي چې اوسني وخت کې نجونې نه‌شي کولی له افغانستانه د تحصيل کولو په نوم ووځي.
يوشمېر نجونې وايي، د دغو بورسونو شرايط سخت دي چې اوسني وخت کې نجونې نه‌شي کولی له افغانستانه د تحصيل کولو په نوم ووځي.

د بیان له‌‌‌‌مخې، د تېر کال پر تله د چیونینګ بورسونو ترلاسه کولو لپاره معیارونه بدل شوي دي.

"د بريتانيا سکالرشيپونه يو له نړيوالو فرصتونو څخه دي، خو د دغو اکثره سکالرشيپونو شرايط ډېر سخت دي چې افغانې نجونې يې نه‌شي پوره کولى
فتانه

وړاندې په بیان کې راغلي، چې د دغو بورسونو غوښتونکي باید افغانان او په افغانستان کې وي او دغه‌‌شان د چیونینګ بورسونو پر معیارونو برابر وي.

بیان زياتوي، افغان متقاضیان د ماسټرۍ په مقطع کې کولی شي د سږکال د نومبر له ۱۴مې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر دویمې نومونه ولیکي.

د کابل اوسېدونکې او له لوړو زده‌‌کړو محرومه فتانه د دغو تحصیلي بورسیو د شرایطو د اسانه کولو غوښتنه لري.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د بريتانيا سکالرشيپونه يو له نړيوالو فرصتونو څخه دي، خو د دغو اکثره سکالرشيپونو شرايط ډېر سخت دي چې افغانې نجونې يې نه‌شي پوره کولى او افغان نجونې چې له هېواده وځي له دوى سره محرم اړين دى، يو کس بايد دوى سره و اوسي دغه بايد په نظر کې ونيسي تر څو افغان نجونې وکولى شي بهر کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي."

خو د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي پخوانۍ محصله عادله چې د طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله ترې لوړې زده‌‌‌کړې په نیمايي کې پاتې دي بیا وايي: "کله چې ويزې ليدل کېږي او وليدل شي چې دا يوه تحصيلي ويزه ده او يوه نجلۍ د تحصيل لپاره له هېواده وځي ان د دوى ويزې ردېږي، دا يو ښه فرصت دى، خو له بده‌‌‌مرغه افغانې نجونې به ترې ګټه ونه‌شي اخيستلى ځکه دوى ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي."

افغان نجونې د طالبانو له حکومت غواړي، چې په کور دننه دوی ته د زده‌‌‌کړو او تحصیل اجازه ورکړي، او له نړیوالو هم غواړي چې په‌‌‌دې اړه د طالبانو پر حکومت خپلو فشارونو ته چې تر اوسه بې‌‌نتیجې دي، دوام ورکړي.

طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې د دوی د مشر تر بل امر پورې نجونې د زده‌‌کړو اجازه نه‌‌لري، خو دا ادعا هم کوي چې د ښځو په ګډون یې د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي، هغه ادعا چې افغان نجونو او نړیوالو ته د منلو نه‌‌‌ده.

د یادونې ده چې بریتانیا د روان لمریز کال په سنبلې میاشت کې د نامعلومو دلایلو له‌‌‌مخې د چیونینګ تحصلي بورسونو لپاره د افغان محصلانو درخواستونه وځنډول.

چیونینګ د بریتانیا حکومت نړیوال تحصیلي پروګرام دی، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او همکارو بنسټونو له‌خوا یې تمویلېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG