د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

ملګري ملتونه افغانستان سره د اقليمي مرستو د چمتو کېدو لپاره د يوې لارې د پرانيستو هڅې کوي


د اقليمي بدلون له امله افغانستان يو زيانګالی هېواد بلل شوی
د اقليمي بدلون له امله افغانستان يو زيانګالی هېواد بلل شوی

د ملګروملتونو دوو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي دي، له افغانستان سره د اقلیمي مرستو د چمتو کېدو لپاره د یوې لارې د پرانیستو هڅې روانې دي.

افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.

"زما په فکر د ملګروملتونو دا اقدام ډېر تشویقونکی دی. باید ملګروملتونو په تېرو وخت کې دا اقدام کړی وی
ولي مدقق

بل لور ته د اقلیم د بدلون له امله په دغه هېواد کې وخت په وخت سخت سېلابونه بهیږي، خو د سیاسي او اداري ستونزو له امله د ملګروملتونو له اقلیمي مرستو بې‌برخې دی.

د رویټرز اژانس په وینا د ملګروملتونو ادارې اوس د هغو پروژو د تمویل لپاره هڅې کوي چې د اقلیمي ستونزو په وړاندې په افغانستان کې مقاومت زیاتوي.

که چېرته دا هڅې بریالۍ شي نو ملګري ملتونه به په څه باندې درېیو کلونو کې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون لپاره بودیجه ځانګړې کړي او دغه هېواد ته به یې واستوي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې پخواني مرستیال ولي مدقق د ملګروملتونو د دې هڅې ستاینه وکړه او ازادي راډيو ته یې وویل: "زما په فکر د ملګروملتونو دا اقدام ډېر تشویقونکی دی. باید ملګروملتونو په تېرو وخت کې دا اقدام کړی وی، خو اوس هم ډېر ښه خبر دی ترڅو د افغانستان هغه کنګل شوې پیسې چې د (جیف) مؤسسې له لورې پخوا بېلې شوې وې، هغو ته لاس‌رسی پیدا شي او دغه بودیجه په افغانستان کې د اړینو خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره د ملګروملتونو په وسیله باندې مصرف شي چې د فساد مخنیوی وشي."

په کليوالي سيمو کې خلک د اقليمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.
په کليوالي سيمو کې خلک د اقليمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.

ښاغلي مدقق زیاته کړه، دا مهمه ده چې په افغانستان کې د اقلیم له امله د رامنځته شویو ستونزو بیا ارزونه وشي او لومړیتوبونو مشخص شي.

د رویټرز اژانس د راپور له‌مخې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې مؤسسه پلان لري چې، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د څړځایونو، ځنګلونو او د اوبو د ډنډونو د مدیریت د ښه‌والي لپاره د لس میلیونه ډالرو غوښتنه وکړي.

په ورته وخت کې د ملګروملتومو پراختیایي پروګرام غواړي چې د غیرمنظمو موسمي بارانونو په وړاندې د کلیوالي ټولنو د پیاوړتیا لپاره اته اعشاریه نهه میلیونه ډالره چمتو کړي.

همدا اداره د راتلونکو پروژو لپاره د شل میلیونه ډالرو نورې بودیجې د ترلاسه کولو په لټه کې هم ده.

په افغانستان کې د ملګروملتونونو د پراختیایي پروګرام استازي سټین روډ ریکس وویل، د نړیوال چاپيریال تسهیلاتو له مؤسسې، د شنه اقلیم له وجهي صندوق او اډاپشن فنډ مهمو مؤسسو سره په خبرو دي چې، افغانستان ته په‌‌‌دې ډول مرستې واستوي چې واکمن طالبان لاس‌رسی ورته ونه‌‌لري.

طالبانو تر اوسه د ملګروملتونو له‌‌‌خوا د اقلیمي مرستو د ازادولو د هڅو په اړه څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG