د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د ملګروملتونو د اقليمي بدلون کنفرانس؛ طالب پلاوی: زيان‌ګالی افغانستان نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري


باکو کې د ملګروملتونو د اقليمي بدلون ورکشاپ
باکو کې د ملګروملتونو د اقليمي بدلون ورکشاپ

افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره سږکال د اقلیمي بدلون په اړه د ملګروملتونو په کنفرانس کې ګډون کړی.

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

خو دا د خوښۍ ځای دی چې موږ دلته راغلي یوو او اوس به له ټولو اړخونو سره د افغانستان د خلکو پیغام له نړیوالو سره شریک کړو."
مولوي مطيع‌الحق خالص

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو لکه بې‌وخته بارانونو، دوامداره وچکالیو او سېلابونو هومره ځپلی دی چې، د ملګروملتونو د یوې ارزونې له‌مخې په شپږو تر ټولو زیان‌ګالو هېوادونو کې شامل دی.

ښاغلي خالص د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د COP29 تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې له اسوشیتيدپریس خبري اژانس سره په خبرو کې له‌دې کبله خوښي څرګنده کړه چې، د طالبانو د حکومت استازو ته په‌‌‌دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

نوموړي ويلي: "د اسلامي امارت له راتلو وروسته په تېرو درېیو کنفرانسونو کوپ۲۶، کوپ۲۷ او کوپ۲۸ کې موږ د افغانانو په استازیتوب ګډون نه و کړی، خو دا د خوښۍ ځای دی چې موږ دلته راغلي یوو او اوس به له ټولو اړخونو سره د افغانستان د خلکو پیغام له نړیوالو سره شریک کړو."

ويل شوي، دا کنفرانس به دوه اوونۍ دوام وکړي.
ويل شوي، دا کنفرانس به دوه اوونۍ دوام وکړي.

د سږني کال په پسرلي کې د افغانستان په شمال کې سخت بارانونه وشول چې درانه سېلونه ورپسې وو.

دې سېلابونو له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل.

د اقليمي چارو د متخصصانو څېړنو وښوده چې د دې بارانونو کچه په تېرو څلوېښتو کلونو کې ۲۵سلنه زیاته شوې ده.

ښاغلی خالص وايي، د طالبانو حکومت د اقليمي بدلونونو له کبله د زیانونو د مخنیوي لپاره یو ملي پلان چمتو کړی او زیاتوي چې د دې پلان اهداف به په راتلونکو څو میاشتو کې نوي شي.

د هغه په وینا افغانستان د باد او لمر له انرژۍ د برېښنا د تولید لپاره پراخ امکانات لري، خو د هغه په وینا د دې تاسیساتو د رغونې لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي خالص دې پوښتنې ته چې د اقلیمي بدلون زیانونه د نارینه‌‌‌و پرتله ښځې ډېرې زیانمنې کوي په ځواب کې وویل چې، اقلیم سرحد نه‌‌پېژني او ماشومانو، ښځو، نارینه‌و، حیواناتو او نباتاتو ته یوشان زیان اړوي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو په مسئله کې د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ دی او ځکه د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هيڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌‌‌دی پېژندلی.

دې کار په مهمو نړیوالو غونډو کې د طالبانو ګډون له یولړ ستونزو سره مخامخ کړی دی، خو د انګلینډ په کامبریج پوهنتون کې د اقلیم تاریخ‌پوهه جوانا ډیپلیج Joanna Depledge وايي، دې نړیوالې غونډې ته ډېر داسې دولتونه هم بلل شوي دي چې له‌‌‌دې یا هغه پلوه ښه سیاسي سوابق نه‌‌‌لري.

مېرمن ډیپلیچ وايي، موږ به د چا، چا مخه نیسو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG