پنځو نړیوالو غیردولتي سازمانونو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د روان کال وچکالي په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو بده وچکالي وبلله.
په دې سازمانونو کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د اسلامي ريلیف نړیوال سازمان، د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سيف د چلډرن) او ورلډ ویژن نړيوال سازمان شامل دي.
د دغو سازمانونو په وینا، په افغانستان کې سږنی ژمی د معمول په پرتله ګرم دی او د واورې کموالی د اقلیم د بدلون او وچکالۍ نښه ده.
د اعلامیې لهمخې، دا بدلونونه په سږني ژمي کې د واورې او باران د کمښت لامل شوي، چې افغانستان به له دریو کلونو پرلهپسې وچکالۍ وروسته د اوبو د کمښت له بحران سره مخ کړي او بشري ناورین به لا پسې ژور کړي.
دغه سازمانونه وايي، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر منځ افغانستان کې د تېرو کلونو د ورته وخت په پرتله یوازې له ۴۵ تر ۶۰ سلنه اورښت شوی او د اورښتونو کمېدل به پر هغو ماشومانو او کورنیو سخت اغېز وکړي چې ژوند یې په کرنه پورې تړلی دی.
د دغو سازمانونو په وینا، افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه په سیمه کې تر ټولو زیان منونکی هېواد دی، چې په تېرو درېیو لسیزو کې د څه باندې ۲۵ ولایتونه او د هېواد د ۴۰ میلیونو نفوس له نیمايي ډېر زیانمن شوی دی.
دغو پنځو سازمانونو د بشردوستانه پروګرامونو په مالي ملاتړ ټینګار وکړ، ترڅو کورنۍ او ماشومان له بحران څخه وژغورل شي.
یو شمېر کروندګرو او خلکو ازادي راډيو ته وویل، د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت له امله د دوی ژوند ډېر اغېزمن شوی دی.
د بلخ ولايت يو کروندګر جمعه ګل وايي، پخوا به يې د خپلې کورنۍ ټول لګښتونه د کرنې له لارې پوره کول، خو سږ کال يې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله کم دي.
هغه زیاتوي:
" تېر کال کروندګر د سرې او هر څه د پلورلو له امله پوروړي و، نه روميان او نه هم بادرنګ و پلورل شو، کروندګر اړ شول چې څاګانې وکېندي او سولري تښتې وپېري. خو د څاه اوبه کافي نهدي. سږ کال اورښت ډېر کم دی او ځمکه په سمه توګه نهده نرمه شوې، پخوا به ځمکه نرمه وه ځکه بارانونه ډېر و."
د بلخ يو بل کروندګر سهيل هم د وچکالۍ په ګډون د اقليمي بدلون له پايلو شکايت کوي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
"د ګلپي او بانجيانو ناروغۍ ډېرې شوې، د اوبو د کمښت له امله ګلپي او روميان په سمه توګه وده نهکوي. د تېر کال په پرتله دا ناروغۍ ډېرې شوي. بوټي ډېر کمزوري شوي. دا زموږ ستونزې دي."
د کندوز ولايت يو بل کروندګر نور حنيف وايي، د اورښتونو د کمښت له امله يې کرنيز حاصلات کم شوي دي.
حنیف وایي:
"ډېری خلک په للمو ځمکو تکيه کوي، چې هغوی بارانونو ته هيلې درلودې، تېر کال هم اورښتونه نه وو، سږ کال هم وچ کال دی، کرنې د خلکو پاتې دي، په سيندونو کې اوبه وچې شوې، لکه د کندز، بغلان او ځينې نور ولايتونو کې چې خلک له سيندونو اوبه ترلاسه کوي، له وچکالۍ سره مخ شول، باغونه او کښتونه يې وچ شول."
دا پهداسې حال کې ده، چې ښکاري وچکالي د لویو ښارونو په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت لامل شوې ده.
د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع الله ازادي راډيو ته وویل:
"د اوبو سطحه ډېره ټيټه شوې ده. خلک خپلې د څښاک اوبه د خرو او اسونو په وسيله لېږدوي. د څاه اوبه ککړې دي. موږ د څښاک او کرنې اوبه نهلرو. ډېرې ستونزې لرو."
دا پهداسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.
تر دې وړاندې هم بېلابېلو سازمانو چې له ډلې يې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د اقلیم د بدلون ناوړه اغېزو خبر ورکړی و او له افغانستان سره یې د مرستې غوښتنه کړې وه.