په کندهار کې د کشمشو یا ممیزو تولید پیل شوی دی، خو کروندګر وايي چې سږکال یې حاصل کم دی.
دوی د بې وخته بارانونو او زیاتې ګرمۍ له امله د حاصل کمښت او د بیې ټیټېدو څخه شکایت کوي.
کریمالله وايي: "انګور د کال په سر کې په باغونو کې کم و، بیا سخته ګرمي ورباندې راغله، اوس چې کشمش شول، بیا مارکېټ نهلري."يو ځايي بڼوال
په کندهار کې د کشمشو تولید په دودیزو خونو او جګیو کې د انګورو له وچولو وروسته ترسره کېږي.
د پنجوايي ولسوالۍ باغ لرونکي د انګورو تر ځړولو او وچولو وروسته د کشمش پاکولو پروسه پیلوي.
د کندهار په هغو ولسوالیو کې چې د انګورو باغونه شته، اوسمهال پهکې د انګورو څخه د کشمشو تولید روان دی.
باغ لرونکي د شونډخاني او ګردک انګورو څخه کشمش تولیدوي.
د عبدالله په نوم یو باغ لرونکې د انګورو په کشمشو بدلولو پروسه داسې بیانوي: "کله چې انګور وشکو دلته په جګیو کې يې وچوو، پخوا مو په کشمشخونو کې وچول، هلته سم نه وچېدل."
د انګورو باغ لرونکي وايي، سږکال يې د کشمشو حاصل د بې وخته بارانونو او وروسته د زیاتې ګرمۍ له امله کم دی او بیې یې هم ټیټې دي.
کریمالله او سید سمیعالله، دوه نور باغ لرونکې وایي، د حاصل کمښت او د بیې ټیټېدو له امله د ستونزو سره مخ دي.
دوی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې، د پاتې حاصل لپاره د بازارموندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
کریمالله وايي: "انګور د کال په سر کې په باغونو کې کم و، بیا سخته ګرمي ورباندې راغله، اوس چې کشمش شول، بیا مارکېټ نهلري."
سید سمیعالله وايي: "د بارانونو او ګرمۍ له امله زموږ حاصل خراب شوی دی، موږ غواړو چې حکومت مو د محصولاتو لپاره ښه بازار پیدا کړي."
هر کال په کندهار کې د انګورو له حاصل څخه څلورمه برخه کشمش تولیديږي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت له کندهار څخه تر ۱۳ زره ټنه زیاته وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وايي، د کندهار د وچې مېوې زیاته برخه هند ته صادریږي چې بېلابېل ډول کشمش هم پهکې شامل دي.
نوموړی وايي: "د کندهار وچې مېوې، په ځانګړي ډول کشمش، په نړیوالو بازارونو کې د زیاتې غوښتنې سره مخ دي، لکه شنه کشمش، ارتاوۍ، ګیردک کشمش، ابجوشي او نور."
سږ کال د اقلیمي بدلون له امله په کندهار کې ټول زراعتي محصولات زیانمن شوي دي.
همدارنګه، له پاکستان سره د صادراتو په برخه کې محدویتونه، د هوايي دهلیز نشتون او نورو ستونزو له امله، باغ لرونکي د پاتې محصولاتو لپاره د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.