د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

اوچا: افغانستان د اقليمي بدلون له جدي ګواښ سره مخامخ دی


په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په‌‌‌‌‌‌‌‌‌داسې حال کې چې پرون (دوشنبې) د کاپ۲۹ په نوم د ملګروملتو د چاپیریال ساتنې کنفرانس د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو، د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

اوچا پرون (دوشنبې) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان په اقلیمي بدلون کې ډېره کمه ونډه لري، یعنې د نړۍ ۰،۱ سلنه ګلتوني ګاز تولیدوي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په اذربایجان کې د کاپ۲۹ غونډې له برخه‌والو څخه غوښتي چې له اقلیمي بدلون څخه د زیانمن شویو ټولنو د ملاتړ لپاره فوري اقدام وکړي.

د ملګروملتو په کوربه‌‌‌توب دا غونډه به نن هم دوام وکړي.

د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پرون په افغانستان کې د خوراکي موادو د مصونیت په اړه په یوه راپور کې اټکل وکړ چې، په ۲۰۲۵ کال کې به اقلیمي بدلون د کرنې او مالدارۍ پر محصولاتو منفي اغېز وکړي او له همدې کبله په‌‌دې هېواد کې د خوراکي مرستې اړتیا دوامداره پاتې ده.

سره له‌دې چې افغانستان له اقلیمي بدلونه ډېر اغېزمن شوی، د اقلیم په اړه په تېره غونډه کې، په‌‌‌دې خاطر له افغانستان سره مرسته ونه‌‌‌‌شوه چې د رسمیت پېژندل شوي حکومت د نشتوالي له کبله د افغانستان په استازیتوب چاته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورنه‌کړل شوه.

په باکو کې د ملګروملتو د چاپیریال ساتنې غونډه هیله لري چې غړي به یې دې ته غاړه کېږدي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره کلنۍ بودجه ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته زیاته کړي.
په باکو کې د ملګروملتو د چاپیریال ساتنې غونډه هیله لري چې غړي به یې دې ته غاړه کېږدي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره کلنۍ بودجه ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته زیاته کړي.

خو دا ځل د طالبانو د چاپيریال ساتنې د ادارې د مشر مطیع‌الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی د باکو په کنفرانس کې ګډون لري.

افغانستان په‌داسې حال کې چې په اقلیمي بدلون او چاپیریالي ستونزو کې هیڅ یا ډېره کمه ونډه لري، د اقلیمي بدلون له کبله تر ټولو ډېر زیان ویني
د چاپیریال ساتنې افغان متخصص سیدمحمد سلیمان‌خېل

د چاپیریال ساتنې افغان متخصص سیدمحمد سلیمان‌خېل وايي، په تېرو درېيو کلونو کې افغانستان له‌دې کنفرانسه ایستل شوی و، خو دا ځل له افغانستانه یو پلاوی په کنفرانس کې برخه لري او تمه شته چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو د کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وشي.

نوموړی وايي: "دا په تېرو درېيو کلونو کې لومړی ځل دی چې له افغانستانه هم یوه پلاوي ته بلنه ورکول کېږي. افغانستان په‌داسې حال کې چې په اقلیمي بدلون او چاپیریالي ستونزو کې هیڅ یا ډېره کمه ونډه لري، د اقلیمي بدلون له کبله تر ټولو ډېر زیان ویني، نو باید د دې زیان د جبران لپاره له افغانستان سره مرسته وشي. هیله ده چې دا کار سږ کال وشي."

مطیع‌الحق خالص باکو ته تر روانېدو مخکې وویل، دوی هڅه کوي چې د دې غونډې په بېلابېلو فورمونو کې ګډون وکړي، ځکه چې افغانستان له اقلیمي بدلونه ډېر اغېزمن شوی او له راز راز ننګونو سره مخامخ شوی دی.

په باکو کې د ملګروملتو د چاپیریال ساتنې غونډه هیله لري چې غړي به یې دې ته غاړه کېږدي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره کلنۍ بودجه ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته زیاته کړي.

د دې کنفرانس د بحث له جنجالي او ناندریزو موضوعاتو څخه دا دي چې، له غوښتل شویو پیسو څخه څومره به ترلاسه شي، کوم هېوادونه به دا پیسې برابرې کړي او کوم هېوادونه به ورڅخه ګټه پورته کړي؟

پرمختیايي هېوادونه د "زرګونو میلیارده ډالرو" غوښتنه کوي؛ هغه هم د مالي مرستې په توګه، نه د پور په بڼه.

د پاریس د اقلیمي کنفرانس د موافقې پر اساس، هېوادونه باید هڅه وکړي چې د ځمکې د تودوخې اندازه د سانتي ګراد یوه نیمه درجه راټیټه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG