د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

په کابل کې د کورونو د کرایې له لوړوالي شکایت؛ لامل یې څه دی؟


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د کورونو د کرایې له لوړوالي شکایت کوي.

د کابل ښار د دولسمې ناحيې اوسېدونکی فرید الله وايي، په کرايي کور کې اوسېږي او د کور خاوند، کرايه له ٦زرو څخه اتو زرو افغانيو ته لوړه کړې او ورته يې ويلي، که يې وس نه لري کور دې تش کړي.

نوموړى چې يو متقاعد افسر دی او د يوې شپږ کسيزې کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده، ازادي راډيو ته یې وويل چې اوس په لاسي کراچۍ کې انګور پلوري او د کم عاید له امله د لوړې کرايې توان نه لري.

هغه وايي: "په یوه لاسي دوه ټایره کراچۍ کې انګور خرڅوم، د ورځې ٢٠٠ افغانۍ عاید لرم، د کور کرایه ٦٠٠٠ افغانۍ ده، له پاکستان او ایران څخه خلک راځي، د کور مالک راته وویل چې کور تش کړم، ځکه چې کرایه ٨٠٠٠ شوې اوس حیران پاتې یم چې څه وکړم."

د کابل يو بل اوسېدونکی محمد طاهر هم پلازمېنه کې د کورونو د کرايې له لوړېدو شکايت کوي.

د کابل ښار عمومي منظره
د کابل ښار عمومي منظره

هغه ازادي راډيو ته وويل چې لور يې له څه مودې راهيسې په کابل کې د کرايي کور په لټه کې دی، خو تراوسه يې په مناسبه بيه کور نه دى پيدا کړى.

هغه زیاتوي: "لور مې په يوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده، ٦٠٠٠ معاش اخلي. د کور مالک ورته د کور تشولو ویلي، اوس هيڅ کور ورته نه پیدا کېږي، مخکې یې ٥زره کرایه ورکوله، خو اوس يو درې کوټې کور له ٨٠٠٠ کم نه دی او که کور لږ سم وي کرایه یې ١٢ یا ١٣ زره ده."

په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر خاوندان هم د دې ستونزو په تایید سره وايي چې د کورونو کرایه سږ کال لوړه شوې او خلک نه شي کولای چې د اقتصادي ستونزو له امله په لوړه کرایه کور واخلي.

یو له دوی څخه، صمیم ازادي راډیو ته وویل: "درې اطاقه کور نه پیدا کېږي چې پیدا شي له ١٥زرو څخه تر ١٨ زره افغانۍ دی. د داسې کور کرایه چې نه مرکز ګرمي لري، اوبه يې هم تروې وي او نورې ستونزې ولري، ١٣زره افغانۍ ده، او لامل يې دا دی چې ډېر کډوال راغلي او زمونږ په کاروبار يې هم منفي اغېز کړی دی."

د کابل ښار د ځینو اوسېدونکو او د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو د یو شمېر خاوندانو په خبره، د هغو کورونو کرایې چې پخوا تر شپږ یا اوه زره افغانیو پورې وې اوس دوه برابره لوړې شوې دي.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې له یوې خوا د طالبانو حکومت د عامه سړکونو د جوړولو لپاره سلګونه کورونه ویجاړ کړي او له بلې خوا له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د کډوالو راستنېدو دغه ستونزه لا پسې زیاته کړې ده.

دا ستونزه په داسې حال کې په کابل ښار کې مخ په ډېرېدو ده چې ژمی روان دی او خلک د کار له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

تر دې وړاندې نړیوالو سازمانونو د افغانانو پر اقتصادي وضعيت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ په تېرو درېیو کلنو کې، بې وزلي او بې کاري زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG