د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو افغانستان ته د مالي مرستو د بندولو هڅې پیل کړي


ارشیف: د افغانستان بانک یوه څنډه کې له افغانانو سره د مرسته شویو مالي مرستو بسته
ارشیف: د افغانستان بانک یوه څنډه کې له افغانانو سره د مرسته شویو مالي مرستو بسته

د امریکا د متحدو ایالاتو په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو استازو یوه ډله غواړي د یوې نوې لایحې په وړاندې کولو سره مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د احتمال له امله له افغانستان سره د امریکا ټولې مرستې بندې کړي.

که څه هم امریکا، ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت تل ویلي چې له افغانستان سره مالي مرستې یوازې د افغانانو سره کېږي نه طالبانو سره، تازه د امریکا د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو یوې ډلې د دوی په خبره، دغو مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د بندیدو په هدف د خپلې نوې پرېکړې اعلان کړی دی.

دوی ویلي، د یوې نوې لایحې د وړاندې کولو په حال کې دي چې له تصویبېدو سره به یې له افغانستان سره نقدي مرستې بندې شي.

فاکس نیوز د دوشنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکو ګوند یو استازي جاش برچین په حواله چې دغه لایحې یې وړاندیز کړی، راپور ورکړی چې د بایډن او د هغې د مرستیال کاملا هاریس نا ورین رامنځته کوونکي خروج، افغانستان د طالبانو واکمنۍ ته بېرته ورستون کړ او په خبره یې اوس معلومه شوې چې د امریکا د مالیه ورکوونکو مرسته د طالبانو په ګټه کارول کېږي.

د امریکا د متحدو ایالاتو په کانګرس
د امریکا د متحدو ایالاتو په کانګرس

ده زیاته کړې چې دغه قانون ته اړتیا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې له دې وروسته په افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د امریکایي مالیه ورکوونکو له پیسو په غیرمسوولانه ډول ګټه وانه‌خیستل شي.

د امریکا د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو اوه غړو له دغې لایحې ملاتړ اعلان کړی دی.

خو یو شمېر افغان مدني فعالان د امریکا د جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو د دې پرېکړې په اړه بېلابېلو نظرونه مطرح کوي.

افغان فعاله مېرمن پریسا مبارز ازادي راډیو ته وویل: "دا پیسې د افغانستان خلکو ته نه رسېږي، دا پیسې د طالبانو او ترهګرۍ ځواکمنېدو ته دي او دا یو ستر ګواښ کېدای شي، ځکه چې د مرستو وېشلو کې شفافیت په پام کې نه نیول کېږي او د طالبانو لاس ته ولېږي، زموږ غوښتنه دا ده هغه مرستې چې طالبانو ته ورکړل کېږي، بندې دې شي"

بله افغانه فعاله مریم معروف اروین ټینګار کوي چې امریکا متحده ایالات دې په داسې ډول مرستې نه بندوي چې په خبره یې د افغانستان خلک یې له امله زیانمن شي.

مېرمن اروین وايي: دا ډېره مهمه ده چې د امریکا متحده ایالات دې دغو مرستو ته د طالبانو لاسرسی په داسې سیستماتیکه او هدفمنده توګه قطع کړي چې د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته زیان ونه رسېږي.

دې ازادي راډیو ته وویل: "دا به ډېره ګټوره تمامه شي، ځکه بشري مرستو ته په ځانګړې توګه هغو بشري مرستو ته چې د متحده ایالاتو لخوا ترسره کېږي، د طالبانو لاسرسی به ورته بند کړي، دا ډېره مهمه ده چې د امریکا متحده ایالات دې دغو مرستو ته د طالبانو لاسرسی په داسې سیستماتیکه او هدفمنده توګه قطع کړي چې د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته زیان ونه رسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا سرمفتش ادارې یا سیګار د روان کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا ۲۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

د سیګار موندنې ښیي چې دغه مرستې په غیرمستقیمه توګه د طالبانو په ګټه دي او هغوی ته عایدات رامنځته کوي.

سیګار له دې وړاندې هم په افغانستان کې بشري مرستو ته د طالبانو د حکومت د لاسوهنې ادعا او په اړه یې اندېښنه مطرح کړې وه.

خو د طالبانو حکومت له دې مرستو د ګټې پورته کولو په اړه لاسوهنې په ادعاوې رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو هم تل په افغانستان کې ټینګار کړی چې دا مرستې طالبانو ته نه، بلکې د د دغه سازمان اړوند بنسټونو له لارې اړمنو افغانانو باندې وېشل کېږي.

د یادونې ده چې د امریکا په کانګرس کې له افغانستان د مالي مرستو د احتمالي بندېدو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې د نړیوالو سازمانو د راپورونو له مخې دا مهال نږدې ۲۴ میلیونه خلک په افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG