په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لا هم په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت بې ثباته بلل کېږي.
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو درې کاله پوره کېږي، خو د دې هېواد اقتصاد لا هم له ډېرو ننګونو سره مخ دی.
په ۲۰۲۱م کال کې سیاسي بدلونونو اقتصاد، کورني تولیدات، کار او بانکداري اغېزمنه کړه او لوږه او بېوزلي یې زیاته کړې ده.
د نړیوال اقتصاد د ویبپاڼې د بیا کتنې د راپور له مخې، د کلني مرکب ودې کچه (CAGR) په تېرو درېیو کلونو کې یعنې له ۲۰۲۰م څخه تر ۲۰۲۳م پورې تر ۶ سلنې ټيټ شوی دی.
د طالبانو د احصائیې او معلوماتو ریاست د اګست په اوومه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان کورني تولیدات تېر کال نږدې ۱۶ میلیارده ډالره وو چې ۲.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې ادارې په ټکو، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې عاید ۴۹۳ ډالر دی، چې شاوخوا ۷۰ ډالره زیاتوالی ښيي.
د خوست ولايت اوسېدونکى نقيبالله چې خپلې زدهکړې يې بشپړې کړي، وايي چې د ژوند د پر مخ بیولو لپاره هېڅ دنده نه لري.
هغه وویل: "موضوع دا ده چې د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، دلته بېکاري ده، نه شو کولای د خپل ژوند لګښتونه پوره کړو. له دولت څخه غواړو چې د کار فرصت رامنځته کړي، مالیات کم کړي او یا په نورو هېوادونو کې کاري فرصتونه رامنځته کړي."
خو په تېرو درېیو کلونو کې د کار وضعیت څنګه و؟
په وروستیو درېیو کلونو کې د بېکارۍ زیاتوالی یوه له سترو ستونزو څخه وه.
د کار نړیوال سازمان راپور ورکړی، په افغانستان کې بې کاري تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د ښځو لپاره د ژوند شرایط خورا ستونزمن شوي دي.
د طالبانو تګلارو چې ښځې یې له کار کولو منعې کړې دي او اقلیمي بدلونونه، د دې لامل شوي چې ډېری افغانان له کار څخه بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د ښځو بېکاري د افغانستان اقتصاد ته په کال کې یو میلیارد ډالر زیان رسوي.
یوې افغانې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هغې او دوو خویندو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې.
هغه وايي: : "زما په کورنۍ کې دوه خویندې مې سینګارګرې وې او پر سیناګارتونونو له بندیز وروسته وزګاره شوې، موږ د سینګار ډېر مواد اخیستي وو او د هغې له امله موږ ته ډېر زیان واوښت او له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ شوو."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د روان کال د جولای په میاشت کې د کار په لومړي ملي کنفرانس کې اعلان وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به یو نیم ملیونه دندې رامنځته کړي.
خو په افغانستان کې زرګونه کسان له بېکارۍ شکایت کوي.
د افغانانو د دسترخوان وضعیت څنګه دی؟
د کاري فرصتونو په کمېدو سره، په ټول هېواد کې بېوزلي او لوږه هم زیاته شوې ده.
د نړیوال بانک راپورونه ښیي چې د خوراکي توکو د اخیستو لپاره د خلکو وړتیا کمه شوې او د لومړنیو موادو بیې هم د کمېدو په حال کې دي چې دا کموالی د خلکو د پېر د وړتیا د کمېدو له کبله رامنځته شوی.
د لوږې د څار نړیوال سازمان هم په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې نږدې ۱۲.۴ میلیونه افغانان به تر اکټوبر میاشتې پورې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ شي.
هما، چې د کابل ولایت اوسېدونکې ده، ازادی رادیو ته یې وویل چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د دوی اقتصادي وضعیت خراب شوی، ځکه چې هغه او خویندې یې د کار کولو اجازه نه لري او کورنۍ نارینه یې د کار د نه شتون له امله ایران ته کډوال شوي.
هغه وايي: "له کله نه چې طالبان واک ته رسېدلي، زموږ د کورنۍ نارینه د کار لپاره کډوال شوي، موږ دلته یوازې پاتې یوو، زما ورور چې پوهنتون یې هم پای ته ورساوه، دلته یې د کار لپاره هېڅ فرصت نه درلود، هغه هم ولاړ."
د ماشومانو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي چې له هر ۱۰ افغان ماشومانو څخه درې یې له لوږې سره مخ دي.
په دې درېیو کلونو کې په افغانستان کې سوداګرۍ او راکړه ورکړه څه ډول وه؟
د افغانستان سوداګرۍ هم د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې هیله بخښونکی وضعیت نه درلود.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د تېر کال په ترڅ کې د هېواد د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
د دې وزارت په ټکو، د هېواد واردات ۲.۸ میلیارد ډالر او صادرات یې ۸.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلي چې دا د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې د وارداتو او صادراتو تر منځ جدي توپیر ښيي.
له بلې خوا، د طالبانو حکومت په بیا واکمنېدو سره، د افغانستان خصوصي بانکونه د پیسو له کمښت سره مخ شول چې نه یوازې د افغانستان سوداګرۍ یې اغېزمنه کړه، بلکې د خلکو باور یې پر بانکونو هم کم کړ.
دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي کارپوهانو ازادي راډيو ته وايي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۱م او ۲۰۲۲م کلونو کې تر ټولو بد وضعیت تجربه کړ چې اغېز یې تر اوسه پر افغانانو دی.
له ډلې یې دریا خان بهیر ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر دندې له منځه تللي دي، دندې رامنځته کول د دې په مانا نه دي چې ځینې کسان له دندو ګوښه شي او ځینې نور وګمارل شي، دندې رامنځته کول د دې په مانا دي چې د دندو شمېر زیات شي، خو له بده مرغه داسې نه دي شوي."
دودیال وايي: هیله ده چې بهرنۍ موسسې بېرته افغانستان ته راشي او هغه مرستې چې ترسره کېږي، ډېری د بیا رغونې او پرمختیا په برخو کې وشي.
یو بل اقتصادي کارپوه، بشیر دودیال ازادي رادیو ته وویل: "کله چې ګډوډي رامنځته شوه او یو شمېر خلک له هېواده ووتل، اقتصادي اړیکې او د تولید ځنځیر له منځه ولاړل او ټولنیز خدمات، کار او نورې مسئلې یې اغېزمنې کړې. هیله ده چې بهرنۍ موسسې بېرته افغانستان ته راشي او هغه مرستې چې ترسره کېږي، ډېری د بیا رغونې او پرمختیا په برخو کې وشي."
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې موسسې تل په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې چې د افغان کډوالو د راستنېدو او د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمنو کسانو په زیاتوالي سره اړتیاوې ډېرې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر میاشتې راهیسې ۳.۸ میلیارده ډالر مالي مرستې افغانستان ته لیږل او وېشل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.