د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د مړینې نن ۲۳ کاله پوره شول، هغه د طالبانو د لومړۍ دورې د نسکورېدو په وروستیو اوونیو کې ووژل شو.
احمدشاه مسعود له نن څخه ۲۳ کاله مخکې (د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر میاشتې پر نهمه) چې هغه کال د ۱۳۸۰لمریز کال د وږي یا سنبلې له ۱۸مې سره برابره وه، د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د هغو انتحاري حمله کوونکو لهخوا ووژل شو، چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو.
ویل کېږي چې پر نوموړي د دې برید طرحه القاعده شبکې جوړه کړې وه.
پر مسعود له برید دوې ورځې وروسته د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه په امریکا کې د القاعده شبکې غړیو خونړي بریدونه وکړل چې له کبله یې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د طالبانو د هغه وخت پر واکمنۍ چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې بریدونه پیل کړل.
په تېر جمهوري نظام کې د وږي یا سنبلې ۱۸مه د شهید د ورځې په توګه لمانځل کېدله، خو په تېرو درېیو کلونو کې دا کار نه دی شوی.
احمدشاه مسعود هغه وخت د طالبانو په لومړۍ دوره کې د دې ډلې د واکمنۍ پر ضد د جګړې مشري کوله چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م کال پورې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر پایه یې دوام درلود.
سید اکبر اغا چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې یو قوماندان و او اوس د خلاصون لارې شورا مشري کوي، وايي، د احمدشاه مسعود په مشرۍ ائتلاف چې د طالبانو په وړاندې یې مبارزه کوله، د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې پر تله ډېر تفاوت سره لري.
هغه وویل: "یو هغه وخت د طالبانو په وړاندې د احمدشاه مسعود مبارزه وه، خو بیا هم طالبان ډېر مخکې روان وو. د وخت په تېرېدو سره یې له هغه ځینې سیمې نیولې او طالبان د افغانستان شمال ته داخل شول. د شمال زیاتې برخې یې ونیولې. احمدشاه مسعود په هغه وخت کې دې ته په پام چې د روسانو په وړاندې یې په جهاد کې برخه اخیستې وه، تجربه یې درلوده او ځان یې تر ډېره وخته ساتلی و، خو د ده زوی احمد مسعود نه دا تجربه لري، نه یې جهاد کړی او نه به هغومره کسان ورپسې شي، لکه د ده په پلار پسې چې وو."
احمدشاه مسعود چې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د جهاد تجربه هم درلوده، د ۱۳۳۲لمریز کال د وږي یا سنبلې پر ۱۱مه د پنجشېر ولایت په جنګلک سیمه کې زېږېدلی و چې په ځوانۍ کې یې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې د یوه مخکښ قوماندان په توګه برخه درلوده او د طالبانو تر لومړۍ دورې مخکې د پخوانیو مجاهدینو د تنظیمي واکمنۍ پر مهال یې هم مهم پوځي رول درلود.
کله چې طالبانو د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو له دولت کابل ونیوه، احمدشاه مسعود چې د دې دولت د دفاع وزیر و وتوانېده چې له بېلابېلو تنظیمي ډلو څخه د طالبانو مخالف قوماندانان د طالبانو پر وړاندې په یوه متحده ټلواله کې راټول کړي.
په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست او اوس د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، هغه مقاومتونه نه بریالي کېږي چې په ملي سوچ سمبال نه وي.
میاخېل وايي: د مقاومتونو په نوم چې کوم حرکتونه دي دا محلي دي او محلي مقاومتونه چې پخوا ناکام وو اوس هم ناکامېږي.
میاخېل وویل: "د مجاهدینو قوماندانانو چې کله قدرت په لاس واخیست، د هغه وخت حکومت سقوط شو، دوی په مرکز او ولایتونو کې سیاسي پوسټونه ونیول، خو له بده مرغه د دوی سوچونه هماغه د چریکي قوماندانانو په څېر وو او ویې نه شو کړای چې یو ملي فکر ایجاد کړي او د یوه ملي نظام او حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي او دغه علت و چې ټول یې په خپلو محلاتو کې ناکام شول. که څه هم دوی سیاسي څوکۍ ونیولې، خو د دوی فکرونه د چریکي قوماندانانو په څېر پاتې شول. اوس خو کوم مقاومت نه شته، خو بیا هم د چریکي قوماندانانو د سابقې پر اساس مخې ته ځي تر اوسه یې ملي مقاومت چې د یوه ملي فکر پر اساس افغانان په کې راټول شي نه شته. د مقاومتونو په نوم چې کوم حرکتونه دي دا محلي دي او محلي مقاومتونه چې پخوا ناکام وو اوس هم ناکامېږي."
د طالبانو په لومړۍ دوره کې د مقاومتونو عمده جبهه د احمدشاه مسعود په مشرۍ رهبري کېدله، خو اوس د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې تر څنګ، د افغانستان د ازادۍ جبهه او ځینې نورې ډلې هم فعالې دي.
طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم د دوی په وړاندې د مخالفو جبهو تحرکات کم اهمیته ښودل او په خپله اوسنۍ واکمنۍ کې هم، چې درې کاله یې پوره شوي دا مخالفې ډلې مهمې نه ګڼي.
خو د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود چې د ملي مقاومت جبهې مشري کوي وايي، ۵۰۰۰ پوځیان یې تر امر لاندې دي.
هغه تېره اوونۍ د امریکا سيایناین تلوېزیوني شبکې ته ادعا وکړه چې د دوی جبهې د روان میلادي کال له پیله د طالبانو په وړاندې ۲۰۷ حملې کړې دي.
د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، احمدشاه مسعود توانېدلی و د طالبانو په وړاندې د مبارزې لپاره د ځینو بهرنیو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، خو زوی یې په دې کار کې بریالی نه ښکاري.
هغه وویل: "له احمدشاه مسعود طالبانو ډېرې سیمې ونیولې او بهرنیان په دې پوه شول چې طالبان ممکن ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي، هغه وو چې بهرنیان د احمدشاه مسعود له ډلې سره ملګري شول او د بهرنیانو په مرسته یې طالبانو ته ماتې ورکړه. زما په نظر اوس احمد مسعود به له بهرنیانو د مرستې غوښتنه کوي، خو خارجیان یې ملګري نه دي، فکر کوم چې خارجیان نه غواړي د افغانستان اوسنی حکومت وپرځېږي او نه داسې مداخلې ته زړه ښه کوي لکه د احمدشاه مسعود له خوا چې د نورو په مرسته په افغانستان کې شل کاله اشغال ته زمینه برابره شوه. د دواړو مخالفو جبهو ترمنځ توپیر شته، د احمدشاه مسعود د مبارزې ملاتړ د بهرنیانو له خوا کېده، د احمد مسعود د جبهې بهرنی ملاتړ نه شته."
احمد مسعود په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پاتې پوځي تجهیزات او وسلې د دې سبب شوي چې طالبان تر بل هر وخت ډېر په وسلو سمبال شي.
نوموړي همدارنګه وخت پر وخت له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د طالبانو په وړاندې مبارزه کې دې د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ وکړي.
طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې داسې وضعیت کې واک ترلاسه کړی و چې د افغانستان زیاتې برخې د مجاهدینو ترمنځ د داخلي جګړو له کبله ویجاړې شوې وې او د افغانستان اقتصاد هم ډېر ځپل شوی و.
د پوځي او سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وايي، یو علت چې د طالبانو په وړاندې روانې جبهې ډېرې برلاسي نه ښکاري دا دی چې طالبان تر بل هر وخت له کافي پوځي تجهیزاتو برخمن دي.
هغه وویل: "اوس [طالبانو ته] زېربنا په لاس ورغلې چې هغه وخت داسې زېربناوې نه وې. په ټولو ولایتونو کې چې د تېرو شلو کلونو پر مهال پولیسو او ملي اردو ته کوم تحکیمات جوړ شوي وو، هغه دوی ته په لاس ورغلل. پخوا طالبانو دا هرڅه نه درلودل. دا ډېرو پیسو او سرچینو ته اړتیا لري چې دوی په ټولو ولایتونو او ولسوالیو، لویو لارو کې پوځي تحکیمات جوړ کړي. دا د تېر پر تله د دوی د قوت نښې دي. دا وار د جګړې تاکتیکونه هم بدل دي، د طالبانو په لومړۍ دوره کې موږ د ځانمرګو بریدونو شاهدان نه وو، د هدفي وژنو او تاکتیکونو شاهدان نه وو. په هغه دوره کې دوی د ښارونو په منځ کې د بریدونو تجربه نه درلوده. دوی په تېرو شلو کلونو کې په پوځي ډګر کې پراخه تجربه ترلاسه کړه، د جګړې په میدان کې یې ډېره اوږده جګړه وکړه."
طالبان د تېر جمهوري نظام په وړاندې د شلو کلونو لپاره له جګړو، چاودنو، ځانمرګو بریدونو او نورو غلچکي حملو وروسته پر قدرت د ارام ساه اخلي، خو د دوی په وړاندې خال خال مقاومت هم روان دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په جون میاشت کې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، د طالبانو مخالفان په خپلو کې انسجام نه لري او د دغو ډلو وسلوالو بریدونو د طالبانو تر ولکې لاندې قلمرو ته د پام وړ ګواښ نه دی پېښ کړی.
د طالبانو ځینې مخالفې ډلې چې له بهره فعالیت کوي، د اوسنۍ سیاسي کشالې د حل لپاره د وسلهوالې جګړې پر ځای د خبرو او مفاهمې لار غوره ګڼي.
د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل، چې د جمهوریت غوښتونکو خوځښت د مشرتابه غړی هم دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې همدا موضوع یاده کړه.
هغه وايي: "د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په دې باور یوو چې باید د خبرو او ډیالوګ له لارې پر یوه ملي اجنډا کار وشي او بالاخره د خبرو له لارې د افغانستان مشکل حل شي چې د حذف او د قدرت د انحصار سیاست نه وي او ټول افغانان چې د بېلابېلو ډلو او ګروپونو دي، د تفاهم په نتیجه او د قانون په چوکاټ کې ټول ګډ ژوند سره وکړي. فکر کوم هر حرکت او مقاومت چې ملي بنسټ ونه لري، ناکام دي او نتیجه نه ورکوي."
طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم د قدرت د شریکولو له طرحو سره مخالفت کړی و او اوس هم دېته تیار نه ښکاري، داسې ټولګډونه حکومت تشکیل کړي چې نړیوال یې غوښتنه لري.
د طالبانو اوسنی حکومت چې د یوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، تر اوسه له خپلو مخالفو جهتونو سره مذاکرو ته لېوالتیا نه ده ښودلې، خو د طالبانو مخالفو ډلو ویلي، دوی به هم د دې ډلې په وړاندې له جګړې لاس وانخلي.
د پوځي او سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وايي، د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهه د جګړې په ډګر کې لازمه تجربه نه لري.
ننګیال وايي: له پراخ ولسي پاڅون پرته د کوچنیو جګړو لپاره چې ملي اجماع او ولس له ځان سره ونه لري، د نورو هېوادونو په مرسته که پر کوچنیو تحرکاتو تکیه کوي، فکر نه کوم چې دوی په اسانۍ له طالبانو سره جګړه وکړای شي.
ننګیال وویل: "د مقاومت اوسنۍ ډله تر ډېره د جګړې په ډګر کې د چریکي عملیاتو چې د طالبانو له نظام یا رژیم سره څنګه چلند وشي تجربه نه لري. ځینې غړي یې د افغانستان په امنیتي ځواکونو په مورچلونو کې پاتې شوي چې د منظمې جبهه يي جګړې څه ناڅه تجربه لري، خو لا هم ښايي چریکي جګړه ورته سخته وي. دا به له انصاف لیرې نه وي که ووایم خپله احمدشاه مسعود هم که په اوسني وضعیت کې له طالبانو سره مخامخېدلی ورته سخته به وه چې دغه قوت او سرچینې چې طالبان یې لري او کوم تاکتیکونه چې دوی په تېرو شلو کلونو کې وکارول، مقابله وکړای شي. یوازېنی شی چې طالبانو ته سرخوږی جوړولی شي د افغانستان د ولس پاڅون دی. له پراخ ولسي پاڅون پرته د کوچنیو جګړو لپاره چې ملي اجماع او ولس له ځان سره ونه لري، د نورو هېوادونو په مرسته که پر کوچنیو تحرکاتو تکیه کوي، فکر نه کوم چې دوی په اسانۍ له طالبانو سره جګړه وکړای شي."
طالبانو که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې پر رسنیو، ټولنیزو شبکو او خبریالانو فشارونه زیات کړي، خو بیا هم د طالبانو په وړاندې د وسلهوال مقاومت، غلچکيو بریدونو او نورو جګړو راپورونه خپرېږي چې ځینې کسان یې هرکلی کوي.
په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت ویاند، جنرال محمد رادمنش وايي، هر حکومت که د ولس په وړاندې له استبداد او جبر کار اخلي له عکس العملونو سره به مخامخېږي.
هغه وویل: "په هر هېواد، خصوصاً افغانستان کې که د نظام له خوا پر خلکو زورزیاتی، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي مشکلات وتپل شي، طبیعتاً پر خلکو بد لګېږي او خلک د نظام په وړاندې عکس العمل ښيي او د وخت په تېرېدو سره له پرګنو ځینې مقاومتونه شروع او ورو ورو په ملي سطحه پراختیا مومي. بهتره ده چې د یوه ستر ځواک تر چتر لاندې د ناخوالو په وړاندې وتوانېږي ودرېږي او سیاسي مبارزه وکړي، چې مثبت سیاسي اغېز پر خلکو پیدا کړي."
انتقادونه دا کېږي چې هم طالبانو او هم یې مخالفو ډلو هغه څه ته چې خلک یې غواړي پام نه دی کړی.
د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود تېر کال ویلي وو، په داسې حال کې چې نړۍ افغانان هېر کړي، دوی به د خلکو په ملاتړ خپل مقاومت ته دوام ورکوي.
یو شمېر افغان څارونکي په دې باور دي، هماغسې چې طالبان د یوه ټولګډونه حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي، تر اوسه یې سیاسي او وسلهوال مخالفان هم نه دي توانیدلي چې د دې ډلې د واکمنۍ پر ضد تر یوه پیاوړي او واحد چتر لاندې راټول شي.
طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې (له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې) له پنجشېر او ځینو نورو ساحو پرته پر نور افغانستان ولکه ټینګه کړې وه، خو په وړاندې یې پوځي مقاومت روان و.
اوس چې طالبان تقریباً د افغانستان پر ټوله جغرافیه واکمنان شوي، لا یې هم په وړاندې د مقاومت لړۍ ختمه نه ده، خو اوس دا مبارزه په پاشلې بڼه داسې وضعیت کې روانه ده چې د احمد شاه مسعود له مړینې ۲۳ کلونه وروسته یې زوی د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې مشري کوي او باور دا دی چې احمد مسعود لا هم نه دی توانېدلی د طالبانو ټول مخالف لوري تر یوه چتر لاندې سره منسجم کړي.