د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ له طالبانو وغوښتل چې افغانستان ته د ده پر تګ د بندیز په اړه پرېکړه بېرته واخلي.
ریچارډ بینېټ وایي، د طالبانو لهخوا افغانستان ته د هغه پر ورتګ بندیز له پراخې نړۍ سره د دوی د ښکېلتیا په اړه د اندېښنې وړ یو زیګنال ورکوي.
بینېټ دا بندیز یو په شاتګ وباله چې د ده په خبره، باید بېرته واخیستل شي، خو ده ژمنه وکړه چې له دې سره سره به په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د سې شنبې په ورځ د افغانستان له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې تایید کړه چې دوی پر ریچارډ بینېټ افغانستان ته په ورتګ بندیز لګولی دی.
مجاهد وویل، دوی دا پرېکړه ځکه کړې چې په خبره یې "هغه د افغانستان پر ضد تبلیغات" کول.
مجاهد ویلي: "نوموړی د افغانستان پر ضد تبلیغاتو ته ګومارل شوی و او هغه کس نه دی چې موږ باور پر وکړو، یوه کوچنۍ موضع به یې ستره ښودله او له هغه به یې پروپاګند جوړاوه."
خو ریچارډ بینېټ پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې ده په دوامداره توګه د افغانستان له واکمنانوسره د یوې شفافې ښکېلتیا هڅه کړې، د خپل مسوولیت له مخې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې او د ښهوالي لپاره یې مشخصې عملي سپارښتنې او هم د تخنیکي مرستې وړاندیزونه کړي دي.
د هغه په خبره، چېرته چې د نظراختلاف وي، رغنده خبرې اترې یې د حل یوازینۍ لاره ده.
ریچارډ بینېټ په بیان کې ویلي، دا چې طالبان نور ده ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته لاړ شي، دا یو په شاتګ دی او هغه د اندېښنې وړ یو زیګنال دی چې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته یې د بشري حقونو په برخه کې ورکوي.
بینېټ وایي، که څه هم له یوه کال څخه زیاته موده کېږي چې دی افغانستان ته نهدی تللی، خو له طالبانو غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
نوموړي یو واربیا ټینګار وکړ چې لېواله دی افغانستان ته لاړ شي او باید دې هېواد ته لاسرسی ولري.
د طالبانو لهخوا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر تګ د بندیز په اړه د غبرګونونو په ترڅ کې د بشري حقونو د څارسازمان یا "هیومن رایټس واچ" د ښځو د څانګې مرستیالې هیدربار د طالبانو دغه پرېکړه د نړیوالې ټولنې لپاره په افغانستان او نورو ځایونو کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د ارادې یوه کلیدي آزموینه وبلله.
هیدربار بېګا ناوخته ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي ویډیویي پیغام کې دغه بندیز د افغان ښځو او نجونو پر حقونو یو بل ګوزار وباله او زیاته یې کړه: "د طالبانو دغه پرېکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پرتګ یې بندیز لګولی، یوه له ډېرو نښو نښانو څخه ده چې دوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو برید ته دوام ورکوي، هغه پراخېږي او ورځ تر بلې سختېږي."
هیدربار په دې اړه چې نړیواله ټولنه د طالبانو د دغه بندیز پر وړاندې په اوس وخت کې څه کولای شي وویل، دا یوه ازموینه ده چې ایا دوی په افغانستان او نړۍ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او زیاته یې کړه: "موږ په تېرو درېیو کلونو کې په ځلونو ولیدل چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په دې ډول آزموینو کې ناکامه شوي دي."
خو هیدربار زیاته کړه چې د دوی لپاره لا هم فرصت شته چې کارونه په ښه توګه ترسره کړي او د طالبانو دغه وروستي اقدام ته د یوې نښې په توګه وګوري چې دوی اړتیا لري په رښتینې توګه خپلې هڅې په افغانستان کې پر هغو جرمونو متمرکزې کړې چې طالبان یې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې ترسره کوي او له هغوی سره حساب کتاب وکړي.
په افغانستان کې له بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه د نړیوالو لهخوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت په پېژندلو په وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.
طالبانو په خپلې څه باندې دری کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او پوهنتوني زدهکړو راګرځولې او پر ښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ یې هغوی په ډېرو غیردولتي موسسو او دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.
افغانستان ته د بینېټ پر سفر بندیز ته له اندېښنو سره هممهاله، د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور کړ.
د دې قانون مهم ټکي څه دي؟
د طالبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، یاد قانون چې یوه سریزه، څلور څپرکي او ۳۵ مادې لري، د دوی د مشر ملا هبتالله اخندزاده لهخوا توشیح شوی دی.
په یاد قانون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مکلف شوی چې د اعلامیې په ټکو "د اسلامي شریعت او حنفي فقهې له مخې په معروفاتو امر او له منکراتو خلک راوګرځوي."
دا قانون داسې مهال توشیح کېږي چې له وړاندې یو شمېر خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو په افغانستان کې د امر بالمعروف د محتسبانو له یو شمېر کړنو شکایت کړی او د طالبانو دغه اداره د نړیوالو بشري ادارو تر نیوکو لاندې هم ده.
په یاد قانون کې د ښځو د حجاب اړوند مسئلو ته اشاره شوې او په کې راغلي چې د ښځې ټول بدن ستر دی او د اعلامیې په ټکو "د فتنې له وېرې د ښځې د مخ پټول هم اړین دي."
په قانون کې د طالبانو د دولتي ادارو کارکوونکي اسلامي ارزښتونو ته په درناوي مکلف شوي او له رسنیو هم غوښتل شوي چې له شریعت سره سم مطالب خپاره او د زیروح موجوداتو د انځورونو له خپرولو ډډه کړي.
د امر بالمعروف په قانون کې د عشر ورکړې، د احتکار مخنیوي، د موسیقي د بندیز او له محرم پرته د ښځې پر سفر بندیزونو ته هم اشاره شوې ده.
که څه هم په قانون کې راغلي چې محتسبان باید انساني کرامت ته په کتو او د خلکو شخصي حریم ته په درناوي یاد قانون پلی کړي، خو پخوا تر دې په ځینو مواردو کې لیدل شوي چې له خلکو سره زورزیاتی شوی او خلک ان وهل ډبول شوي دي.
د قانون په یوه برخه کې راغلي، محتسبان باید لومړی په سپارښتنو خلک له منکراتو منع کړي او که سپارښتنه کار نه ورکوي، په قهرجنو الفاظو دې تنبیه کړي، که نه بیا دې تر دريیو ورځو حبس کړي او د قانون په ټکو که دا کارونه هم بې پایلې وي، کس دې محکمې ته معرفي شي.