د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د المپیک نړیواله کمېټه افغان لوبغاړو سره ۵۶۰ زره ډالر مرسته کوي


د المپیک د ۲۰۲۰ لوبې
د المپیک د ۲۰۲۰ لوبې

د المپیک نړیوالې کمېټې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ورزشي ټولنې له غړیو سره په ژمي کې د ۵۶۰ زره ډالرو مرسته کوي.

په هغه بیان کې چې د المپیک د نړیوالې کمېټې په وېب پاڼه کې خپور شوی، ویل شوي چې د دغې کمېټې اجرائیوي بورډ پرون چهارشنبه د ډسمبر په اتمه نېټه د مرستو دغه بسته تصویب کړه او زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره به کار کوي چې دغه نغدي مرستې په افغاستان کې مستقیماً تر دوو زرو پورې لوبغاړو ته ورسېږي.

هر لوبغاړي ته به چې د افغانستان د المپېک له ملي کمېټې سره په همغږۍ د مرستو مستحق پېژندل شوی، ۲۶۵ ډالره ورکول کېږي.

د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ وویل، دا یې له طالبانو سره د غلې ډموکراسۍ نتیجه ده.

د هغه په وینا طالبانو نه یوازې دا چې دغه مرسته منلې بلکې ملاتړ یې هم کړی دی.

نوموړي زیاته کړه دا د دې څرګندونه کوي چې غلې ډموکراسي کار ورکوي او هغه څه اغېز لرلی شي.

په افغانستان کې له افغان لوبغاړو سره د المپیک نړیواله کمېټه د مرستې دغه اعلان داسې مهال کوي چې دې کمېټې د اګسټ د میاشې له نیمایي راهیسې چې طالبانو کابل نیولی، د خپلو غړیو له حکومتونو د بشري دلایلو په اساس ۳۰۰ افغان لوبغاړو، د سپورټ روزونکو او د سپورټ چارواکو ته ویزې اخیستې او له دې هېواده یې ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG