د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

طالبان: له کونډو، یتیمانو او معلولینو سره مو مرسته کړې؛ یوه کونډه: طالبانو راسره هېڅ مرسته نه ده کړې


په افغانستان کې یو شمېر معلولین
په افغانستان کې یو شمېر معلولین

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له ۶ لکه ۵۳ زرو څخه د زیاتو زیاتو یتیمانو، کونډو او معلولو کسانو د ثبت خبر ورکوي.

د دغه وزارت چارواکو نن چهارشنبه د اګست د میاشتې ۲۱مه په کابل کې "په تېر یو کال د لاسته راوړنو د تشریح" په نامه یوې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د یتیمانو شمېر چې نجونې او هلکان په‌کې شامل دي ۳۷۰زره تنه، د کونډو شمېر له ۹۴ زرو څخه زیات او د معلولو کسان شمېر نږدې ۲۰۰ زره تنو ته رسېږي، خو دغه شمېرې وروستۍ نه دي.

د طالبان چارواکو په خبره، دغه شمېر ځکه وروستی نه دي چې لا هم د ثبت لړۍ روانه ده.

دغو چارواکو دغه راز ویلي چې په تېر کال کې له ۲۸زرو څخه د زیاتو کسانو نومونه د مرستې له لېسته ځکه لیرې کړي چې دوی د کونډو او یتیمانو په نوم کارتونه جوړ کړي وو او داسې کسان هم په‌کې وو چې وضعیت یې ښه شوی و.

ارشیف: په نیمروز کې د بې وزلۍ له کبله دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.
ارشیف: په نیمروز کې د بې وزلۍ له کبله دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني د خبرو په یوې برخه کې وویل: "د منل شوې طرحې له مخې د تېر کال له اسد میاشتې د دې کال تر اسد میاشتې پورې ۴۰۷ میلیونه ۳۸۲زره او ۷۸۰ افغانۍ له دوی سره نغدي مرستې شوي دي."

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دوی هر یتیم ته دوه زره افغانۍ او د هرې کونډې وضعیت او اقتصاد ته په کتو په هر شپږو مياشتو کې د مياشتې له ٢ تر ۵زرو افغانیو معاش ورکول کېږي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د شهيدانو او معلولینو وزارت چارواکو په دې ناسته کې دا ونه ويل چې معلولینو ته څومره معاش ورکوي، خو د کابل یو اوسېدونکی چې وايي، خور او ورور یې په سترګو څه نه ويني، د طالبانو د حکومت له‌خوا ورسره د مرستې پر څرنګوالي نیوکه کوي.

دى وايي، نابينا ورور يې تراوسه کارت نه دى اخيستى او دى او خور يې چې دواړه بى سرپرسته دي، د تېر جمهوري نظام په پرتله له وزارت څخه غيرمنظم او کم معاشونه ترلاسه کوي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: موږ درې واړه په سترګو نه وينو، یو ورور مې کارت نه لري، بله خور مې کارت لري، له هغه وخت راهیسې چې طالبان راغلي، معاش یې نه دی ورکړی.

هغه وايي: "موږ درې واړه په سترګو نه وينو، یو ورور مې کارت نه لري، بله خور مې کارت لري، له هغه وخت راهیسې چې طالبان راغلي، معاش یې نه دی ورکړی، ویل یې کارت یې ورک شو، تېر کال بیا په ډېر مشکل موږ لاړو، کارت مو پیدا کړ او یو ځل يې معاش ورته ورکړ، یوځل یې لس زره افغانۍ ورکړې، خو بیا یې نه دي ورکړې او ما په‌خپله هم له کله نه چې طالبان راغلي په دې درېيو کلونو کې خپل دوه دورې معاش مې ترلاسه کړى دی."

د کاپيسا ولايت يوې اوسېدونکې چې وايي، د پنځو يتيمانو مور ده او مېړه يې د تېر حکومت پر مهال په ملي اردو کې دنده ترسره کړې، ادعا کوي چې د طالبانو له حکومته يې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

هغې چې د موضوع د حساسيت له امله يې نه غوښتل په راپور کې يې نوم ياد شي، ازادي راډيو ته وويل:"لېوره مې ماته چې يو څه پيسې راکولې يو ځل يې ١۵زره راکړې، یوځل یې ٢٠زره او هغه هم د جمهوري نظام کې، ویې وویل چې دا د مرستې د دولت له‌خوا دي د هغو کسانو لپاره چې شهيد يې ورکړى وي او ويې ويل جې دا دې د اولادونو لپاره دي."

که څه هم په افغانستان کې د معلولینو، یتیمانو او کونډو د شمېر په اړه کره احصائیې نه‌شته، خو په وروستیو لسیزو کې جګړو د دې کسانو شمېر زیات کړی دی.

طالبان هم د هغو جنګیالیو له ډلې څخه وو چې په افغانستان کې یې واک ته له رسېدو مخکې د افغان پوځ پر ضد جنګېدلي او په جنګي جرمونو، وژلو او ټپي کولو او ان د ګڼ شمېر خلکو په یتیمولو او کونډولو تورن دي.

دا ډله "طالبان" ان په افغانستان کې د دوهم ځل حاکميت وروسته هم د پخوانیو حکومتي پوځيانو او چارواکو په وژلو تورن دي، هغه ادعا او تورونه چې د طالبانو حکومت تراوسه نه دي منلي.

XS
SM
MD
LG