ایا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو درې کاله وروسته له دې هېواد څخه د هغو تروریستي ګواښونو خطر دفع شوی چې په دې هېواد کې د امریکا د شل کلنې جګړې اصلي هدف و؟
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن درې کاله مخکې د اګست په ۳۱مه له واشنګټن څخه په یوه تلوېزیوني وینا کې په دغه اعلان سره په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښود، هغې جګړې ته چې د القاعده شبکې لهخوا پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي بریدونو وروسته پیل شوې وه او هدف یې د دغو بریدونو له اصلي طراح د القاعده د هغه مهال له مشر اسامه بن لادن څخه غچ اخیستل او د دې شبکې ځپل و.
له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د سپینې ماڼۍ په سندونو کې ویل شوي، کله چې جوبایډن د ۲۰۲۱م کال په جنوري کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه نو د افغانستان په اړه یې له دې پرته چې د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاره تعقیب کړي، بل انتخاب نه درلود.
ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې له طالبانو سره په یوه لاسلیک شوي تړون کې ژمنه کړې وه چې ټول امریکایي ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې پورې چې بایډن هغه د اګسټ میاشتې تر پایه وغځوله، له افغانستان څخه ووځي.
له ټرمپ څخه بایډن ته د دې میراث نښه په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسولو په اړه د بایډن په اعلان کې ښکاري.
هغه وویل: "اجازه راکړئ، واضح ووایم چي د اګست تر۳۱مي پورې د وتلو وروستۍ نېټه د خپلې خوښې له مخې نه ده ټاکل شوې، بلکې هغه د دې لپاره ټاکل شوې چې د امریکایانو ژوند وژغورل شي."
خو د امریکا ولسمشر جوبایډن له دې اعلان سره سم دا هم وویل چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یې کار ختم شوی نهدی، هغې ډلې سره چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په دې هېواد کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی او هغه تراوسه یو ګواښ ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه: "او داعش(خراسان ولایت) ته تر اوسه مو له تاسو سره کار نهدی خلاص شو، د لوی قوماندان په توګه، زه ټینګ باور لرم چې زموږ د خوندیتوب او امنیت ساتلو لپاره تر ټولو غوره لاره په یوه سخته، نه بخښونکې، هدفمنده او دقیقه ستراتیژي کې ده چې په تروریزم پسې هلته ولاړ شو چېرته نن دی، نه هغه ځای چې دوه لسیزې مخکې و، دا هغه څه دي چې زموږ ملي ګټې یې ایجابوي."
د اګست ۳۰مه له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو او په دې هېواد کې د امریکا د جګړې د پای ته رسېدو درې کلنه کلیزه ده.
خو دا چې دغې جګړې د افغانستان لپاره څه بریاوې او ناکامۍ درلودې، تر ټولو ستره ناکامي یې د هغه حکومت نسکورېدل و چې امریکا د افغانستان په شل کلن حضور کې پرې پرېمانه پانګونه کړې وه او بیا د طالبانو واک ته رسېدل دي.
د بشري حقونو د ښه کېدو په شمول د ډیموکراټیکو بنسټونو د پیاوړي کېدو په برخه کې هم نژدې ټولې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې دي.
خو که د ترویستي ګواښ له پلوه د افغانستان اوسني وضعیت ته پام وشي ایا وضعیت هاغسې دی چې امریکایي چارواکو یې تمه کوله او نور له دې هېواد څخه پر امریکا د سپټمبر ۱۱مې حملې ورته د بل ترهګریز ګواښ مسئله دفع شوې؟
د سیاسي او امنیتي چارو پوه او د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي وایي، وضعیت اوس بدل شوی.
جلالي ازادي راډیو ته د درېیو مسئلو یادونه وکړه او وې ویل: "اوله مسئله یې دا ده چې القاعده هماغه القاعده نهده او پخوانی قدرت نه لري. دا هم ممکنه ده چې نورې ډلې لکه داعش هم ورسره وي مګر هغه خطر چې هغه وخت احساسېده، هغومره قدرت موجود نهدی، انفرداي شته مګر په ډله ییز شکل سره نهشته، دوهمه مسئله دا ده چې په عین زمان کې ټکنالوژۍ هم انکشاف کړی دی، امریکا د ټکنالوژۍ په مرسته کولای شي هغه سیمه چې خطر پېښولای شي، تر څارنې لاندې ونیسي او که چېرې خطر پېښوي، بیا نو پر وړاندې یې اقدام وکړي او درېیمه مسئله یې دا ده چې په سیمه کې هغه هېوادونه چې هغوی هم له ترهګریزو حملو زیانمن کېږي، یو څه بار یې پرهغوی هم اچولی دی، ځینې دغه هېوادونه هم اندېښنه لري چې له افغانستان څخه ورته خطر متوجه نهشي، روسیه هم دا غواړي، چین هم دا غواړي، مرکزي آسیا هم دا غواړي او د افغانستان نور ګاونډیان هم دا شی غواړي، دا مسئلې بدلې شوې دي نو ځکه امریکا فکر کوي چې د دې بدلون پر اساس دوی کولای شي، بې له دې چې په افغانستان کې حضور ولري، د هغو خطرونه مخه ونیسي چې امکان لري ورته متوجه شي."
د جلالي څرګندونو ته په پام متحدو ایالتونو په تېرو درېیو کلونو یو پرېکنده اقدام چې په افغانستان کې یې د خپل پوځي حضور په نشتوالي کې لیرې کړی، هغه په یوه برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل دي.
د القاعده دغه مشر د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۳۱مه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د القاعده او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په ګډون د شاوخوا شلو تروریستي ډلو د حضور خبره چې په دې هېواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په حضور کې ډېره تاوېده راتاوېده، بیا هم ګرمه ده، خو د سیمې او نړۍ د هېوادونو ډېره اندېښنه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پر احتمالي ګواښ څرخي، د هغې ډلې چې په په دې موده کې یې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی او د روان میلادي کال په مارچ کې یې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د کنسرټونو پر یوه تالار د لوی خونړي برید چې له ۱۴۰ زیات کسان پهکې ووژل شول، مسوولیت واخیست.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پټ رایډر د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې واشنګټن نهشي کولای چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې بریدونه له پامه وغورځوي او زیاته یې کړه چې دا مسئله د تروریزم په وړاندې د مبارزې په محور کې ده.
هغه وویل، که څه هم طالبان په افغانستان کې په بشپړه توګه د داعش د ځپلو ادعاکوي خو تراوسه نه یوازې د دې ډلې ګواښ له منځه تللی بلکې په دې هېواد کې د نورو ترهګرو ډلو فعالیت ته هم اندېښنه شته.
د رایډر په خبره همداعلت دی چې امریکا سیمه په دقت څاري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر۲۰۲۳م کال په یوه بیان کې په افغانستان کې د داعش د وسلهوالو او د هغوی د کورنیو د غړیو شمېر د ۴۰۰۰ نه تر۶۰۰۰ پورې اټکل کړی و.
د سیاسي او امنیتي چارو پوه شاه محمود میاخېل چې په تېر حکومت یې د نورو دندو ترڅنګ یوه موده د دفاع وزارت د سرپرست په توګه هم دنده ترسره کړې، وایي، داعش چې یوه بهرنۍ پدیده او بهر کې راټوکېدلې، د دې وس نه لري چې د افغانستان پر یوې سیمې ولکه ټینګه کړي، خو هغه د طالبانو د حکومت په وړاندې یو ګواښ دی.
میاخېل وویل: "داعش یوه مفکوره ده، مګر داسې یو غټ قوت چې یوه جغرافیه ونیسي او مستقیماً ګواښ وي، زه فکرنه کوم چې داسې ګواښ به وي، اما د طالبانو لپاره نورې افراطي ډلې چې موجودې دي دا ټول ګواښ دی، د بیلګې په توګه دلته حزب تحریر دی، انصارالله ډله ده، د ازبکستان اسلامي تحریک دی، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک دی، لشکرطیبه، سپاه صحابه او داعش دي، دغه ټولې افراطي ډلې بېلابېل اهداف لري نو دلته د طالبانو لپاره په داسې حالت کې چې مشروعت ونه لري، ولسي مشروعیت نه وي، نړیوال مشروعیت نه وي، نو هغه په خپله د دوی او د نظام د بقا لپاره یې یو تهدید دی."
دا چې د امریکا ولسمشر بایډن وایي، د اسلامي دولت ډلې له خراسان څانګې سره یې کار نهدی خلاص کړی او پر افغانستان واکمن طالبان هم د هغې پر وړاندې مبارزه کوي، ولې واشنګټن په ځانګړې توګه په دې برخه کې طالبان خپل شریکان نه بولي.
د امنیتي چارو پوه علي احمد جلالي وایي، دا ځکه چې د ده په خبره امریکا او ځینې نور هېوادونه تراوسه طالبانو ته چې نه کورنۍ او نه هم نړیوال مشروعیت لري، د یوه حکومت په توګه نه ګوري.
د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سنګ د اګسټ په ۲۲مه په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې طالبان د داعش د ماتولو لپاره د امریکا د متحدهایالاتونو د نړیوال ایتلاف شریکان نهدي.
پر امنیتي مسئلې سربېره، په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د واشنګټن اړیکې هم پېچلې او ستونزمنې دي؛ لکه د نورو په تېره لوېدیځو هېوادونو په څېر متحده ایالات هم د قطر له پلازمېنې دوحې څخه ډیپلوماتیک ماموریت د شارژدافېرې په کچه مخ ته وړي.
متحده ایالاتو سره له دې چې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر هغوی یو لړ بندیزونه لګولي او د افغانستان بانک د میلیادونو ډالرو شتمني یې تراوسه کنګل کړې، خو د دې هېواد د ناوړه بشري وضعیت د کابو کولو لپاره د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو سترمرستندویه پاتې شوی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکې ادارې سیګارد شمېرو له مخې امریکا په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په ګډون د خیریه موسسو له لارې د نژدې درې میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.
امریکایي چارواکو په کراتو کراتو پر دې خبرې ټینګار کړی چې دغه مرستې طالبانو ته نه بلکې په دې هېواد کې د میلیونو اړو کسانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په چارو لګېږي.
دا چې په ټوله کې واشنګټن په اوس وخت کې له طالبانو سره څه ډول اړيکي لري، د سیاسي او امنیتي چارو پوه علي احمد جلالي وایي، له طالبانو سره د واشنګټن اړیکي د امریکا د ملي ګټو پر اساس تنظیم شوې دي.
هغه وویل: "د امریکا منافع، له تروریزم سره مبارزه ده چې له افغانستان څخه بیا د تروریزم خطر پېښ نهشي، بله خبره دا ده چې په افغانستان کې څه خلک چې د امریکې پاتې دي، د هغوی د راایستلو لپاره له طالبانو سره ځینې خبرې مخته وړي. په عین حال کې امریکا په ضمني ډول په افغانستان کې د بشري حقوقو د اعادې لپاره له نورو، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې سره همغږي کوي. البته امریکا د دې ترڅنګ په افغانستان کې د روان بشري ناورین د ختمولو لپاره له نورو هېوادونو سره هم همکاري کوي."
افغانستان د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته درې کاله د لوړو ژورو شاهد دی.
پر دې هېواد د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ، د بیان د آزادۍ او په ډېرو نورو برخو کې هغه لاسته راوړنې چې په نژدې شلو کلونو کې د نړیوالو او د هغوی له ملاتړه د برخمن پخواني حکومت د پوځي او ملکي هڅو په نتیجه کې ترلاسه شوې وې، په اوبو لاهو شوي.
د ډېرو نورو برخو په څیر د نجونو او ښځو تعلیم او له نارینهوو سره یې مساوي حقوق چې په تېر جمهوري نظام کې د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه یادېدې، د طالبانو د سخت چلند په نتیجه کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي.
نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوي او هم یې د پوهنتونونو دروازې پرمخ تړل شوې دي.
پر دې سربېره، ښځې په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو او موسسو کې له کار کولو هم راګرځول شوې چې د چارو د یو شمېر کتونکو په باور دا د نړیوالو لهخوا د طالبانو د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو په وړاندې یو اساسي خنډ بلل کېږي.
که امریکا درې کاله مخکې له افغانستان څخه په وتلو سره د میلیاردونو ډالرو لګښتونو او د خپلو سرتېرو د وینې د بهیدو مخه ونیوله، خو ایا ترشا یې هغسې افغانستان پریښی چې چارواکو به یې تل په دې هېواد کې د خپل حضور د توجیه کولو لپاره د یوه اساسي دلیل په توګه یادوه.
ښایي هیڅوک په دې کې شک ونه لري چې هغه خوبونه چې د امریکا پرلهپسي ولسمشرانو او نوروجګپوړیو چارواکو یې د یوه ډیموکراتیک، په خپل ځان بسیا او امن او ثبات لرونکي افغانستان لپاره درلودل، هغه ټول په اوبو لاهو شوي او د افغانستان برخلیک اوس د طالبانو لاس ته لوېدلی چې له شریعت څخه د خپل تفسیر له مخې یې ټاکي.