د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۱

د بېلابیلو ولایتونو ځينې اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبر ورکوي


ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه تر درملنې لاندې ده.
ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه تر درملنې لاندې ده.

په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د خپرېدا د زیاتېدو په اړه د روغتیا نړویوال سازمان تر اندېښنو ورسته، د بېلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د دې ناروغۍ د زیاتېدو خبر ورکوي.

د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار اوسېدونکی سیف‌الله وايي، داختر په ورځو کې یې تره ته سرخوږی او شدیده تبه پیدا شوه او درملنې لپاره یې د کندز انتاني ۵۰ بستریز روغتون ته راوړي و، اوس ډاکترانو ورته ویلي، په کانګو ناروغۍ اخته دی.

هغه وايي: "کاکا مې یو ناڅاپې ناروغه شو، بیا مې دلته روغتون ته راوسته اوس بستر دی، ډاکتران وايي چې پر کانګو ویروس اخته شوی دی. زه پر نورو خلکو غږ کوم چې د ډاکترانو لارښوونو ته جدې پاملرنه وکړي ترڅو د کانګو پر ناروغۍ اخته نه‌شي."

د بغلان د خنجان ولسوالۍ د اوسېدونکي څلوېښت کلن محمد فیاض بیا ۶ کلن زوی پر کانګو ویروس ناروغۍ اخته دی.

هغه وايي: "زوی مې پر کانګو ناروغۍ اخته شوی و او بیا مې د درملنې لپاره د کندز انتاني روغتون راانتقال کړ، اوس دلته په روغتون کې بستر دي."

پنځوس کلن محمدخان، چې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خور یې په کانګو ناروغۍ اخته شوې چې ده هم د درملنې لپاره د کندز انتاني روغتون ته راوستې ده.

هغه وايي: "زما خور ناورغه ده، وضعیت یې پخوا ډېر جدي و، له یوې اوونۍ راهیسې په روغتون کې بستر ده، خو د هرې ورځي په تېرېدو سره روغتیايي حالت د ښه کېدو په حال کې دی. ډاکتران ټولو ناروغانو ته سمه رسېدنه کوي او په روغتون کې ښه امکانات موجود دي."

مخکې تر دې د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د کورنۍ غړي یې په کانګو ناروغۍ اخته شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه چې په ټول افغانستان کې څومره کسان په کانګو ناروغۍ اخته دي او په کومو ولایتونو کې دا ناروغي خپره ده د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نوموړي مخکې رسنیو ته یوه لېږلي پیغام کې ویلې وو چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې په تېرو پنځو میاشتو کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۶ کسان مړه شوي دي.

د ولایتونو سیمه‌ییزو روغتیایي طالب چارواکو هم د شمېرو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورنه کړل، خو د کندز د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمدالله حکمت وايي چې په دغه ولایت کې یې ۱۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

نوموړي په یاد ولایت کې د کانګو ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو د مخنیوي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کانګو د مبارزې پر وړاندې موږ پوره چمتووالی لرو. موږ د کرنې ریاست په همکارۍ د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی، د دې کمپاین په لړ کې څاروي او د څارویو پنډغالي دوا پاشي شوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري."

ارشیف: روغتیاپالان وايي، د کانګو ناروغۍ د لېږد یوه ذریعه له څارویو سره ډېر تماس کېدای شي او د څارویو د حلالې پر مهال باید روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیول شي.
ارشیف: روغتیاپالان وايي، د کانګو ناروغۍ د لېږد یوه ذریعه له څارویو سره ډېر تماس کېدای شي او د څارویو د حلالې پر مهال باید روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیول شي.

روغتیاپالان وايي، د کانګو تبه یوه وژونکې میکروبي یا ویروسي ناروغي ده چې څارویو ته د کنې په وسیله انسانانو ته انتقالېږي.

شدیده تبه، سر درد، د عضلاتو درد، د غاړې شخوالى، د ملا درد، د معدې درد او نس ناستی د کانګو ناروغۍ له لومړنیو نښو څخه بلل کېږي.

دوی ټینګار کوي، که دا علایم په چا کې لیدل کېږي باید ژر تر ژره روغتون ته انتقال شي.

د کندز د انتاني ۵۰ بستریز روغتون امر ډاکټر قیام الدین ساپي د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو د لاملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوي دي، ځکه د هوا د تودېدو ترڅنګ د قربانې اختر هم و او د دې ناروغۍ عامل څاروي دي. دا ناروغۍ له شیني څخه حیواناتو ته انتقالیږي او بیا له څارویو څخه انسان ته رانتقالېږي. د دې ناروغۍ پېښې په هغو سیمو کې زیاتېدي چې هلته خلک له څارویو سره ډېر تماس لري."

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" هم مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د کریمیا کانګو وینې بهوونکې تبې ناروغۍ په زیاتېدو ده.

د دغه بنسټ د افغانستان څانګې د غبرګولي په ۲۶مه له لوی اختر مخکې په یوه اطلاعیه کې له خلکو غوښتي وو چې د کانګو تبې د وقایې لپاره لازم احتیاطي تدابیر په پام کې وساتي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG