د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، له قربانۍ وروسته ځينې خلک د څارویو پاتې شوني په سړکونو او لارو کوڅو کې پرېږدي چې د بد بوی او د ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.
د لوی یا قربانۍ اختر په رارسېدو یو شمېر افغانان د څارویو د پاتې شونو مدیریت ته اندېښمن دي.
دوی وايي، هر کال د اختر پر ورځو کې د څارويو د کثافاتو او پاتې شونو د سم نه مديريت له امله ستونزو سره مخ کېږي.
دوی زیاتوي، د څارويو دغه پاتې شوني په سر خلاصو ځایونو کې اچول کېږي چې ګنده کېږي او د بد بوی لامل کېږي.
د کابل اوسېدونکې حمیدې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ ګورو چې د څارويو پاتې شوني پر سړکونو پراته وي، کوم ماشومان چې د واټونو له کثافاتو توکي ټولوي، ناروغه کوي او له بلې خوا دا خځلې بد بوی کوي چې خلک ډېر په تکلیفوي."
د بلخ ولایت یوه اوسېدونکي معراج د دې اندېښنې په اړه ازادي راډيو ته وویل چې له لوی اختر وروسته د دغو کثافاتو بوی تر ډېر وخته پورې دوى په تکلیفوي.
هغه وايي: "کله چې زموږ هېوادوال قرباني کوي، د څارویو لري یا او نور پاتې شوني یې په سړکونو او لارو کې پرېږدي. لطفاً داسې مه کوئ، دا د بد بوی او د بېلابېلو ناروغیو لامل کېدی شي."
دا په داسې حال کې ده چې چاپېریال پوهان او روغتیا پالان د چاپېریال پاکوالی مهم ګڼي او زیاتوي چې د څارویو پاتې شوني باید په سمه توګه مديريت شي.
په تېر جمهوري نظام کې د چاپېریال ساتنې په اړه د پوهاوي پخوانی مسوول اقبال همدرد ازادي راډيو ته وویل، په چاپېریال کې د څارويو د پاتې شونو او کثافاتو پرېښودل چاپېریال او انسانانو ته زیان رسوي او سپارښتنه کوي چې د دغو څارويو پاتې شوني له نورو کثافاتو سره ګډ نهشي.
نوموړى په دې اړه زیاتوي: "خلک باید د څارویو فاضله مواد په مناسب ځای او شنو سیمو کې ځای په ځای او خښ کړي چې دا نه یوازې ځمکه زرغونوي، بلکې د ښار د واټونو او لارو د ککړتیا مخه هم نیسي. که دوی ځای ونه لري او په اپارتمانونو کې ژوند کوي، نو غوره ده چې د قرباني شویو څارویو پاتې شوني د ښاروالۍ لهخوا پلان شوي ځایونو ته انتقال کړي."
د ساري ناروغيو متخصص ډاکتر احمد خان وياړ د څارويو د پاتې شونو روغتيايي ګواښونو په اړه خبرداری ورکوي او زياتوي چې که د ښاريانو او اړوندو بنسټونو لهخوا ورته پاملرنه ونه شي، نو د ګڼو ناروغيو لامل به شي.
ډاکتر ویاړ وايي: مهمه ده چې څاروي په داسې ځاى کې قرباني شي چېرې چې ماشومان نه وي، نور څاروي نه وي او هلته چاپېریال د څاروي د حلالولو لپاره مناسب وي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "کله چې موږ څاروي قرباني کوو، باید دستکشې، ماسک او ځانګړې جامې وکاروو. دا هم ډېره مهمه ده چې څاروي په داسې ځاى کې قرباني شي چېرې چې ماشومان نه وي، نور څاروي نه وي او هلته چاپېریال د څاروي د حلالولو لپاره مناسب وي."
خو د طالبانو د حکومت کابل ښاروالۍ وايي چې د اختر په ورځو کې یې د څارویو د پېر او پلور او د قرباني شویو څاریو د پاتې شونو راټولولو لپاره ځانګړې سیمې مشخصې کړې دي.
د دې ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي: "هغه کثافات چې د څارویو له ذبحې څخه رامنځ ته کېږي باید په هغو ځانګړو سطلونو کې وغورځول شي چې روغتیا وزارت د دې کار لپاره ځانګړى کړي دى. هر دولس ساعته ورسته خالي کېږي څو د بد بوی مخه ونیسي."
په ورته وخت کې په افغانستان کې د لوی اختر پر مهال له پاتې شونو له امله یوه لویه اندېښنه د کانګو په څېر د ناروغیو خپرېدل دي.
کانګو یوه ویروسي ناروغي ده چې د اخته څارویو د وینې یا رطوبت سره د تماس له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي او د جدي روغتیاي ګواښونو ان مرګ لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم د دغې ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا "ایفاېاو" هم د لوی اختر په رارسېدو سره د دغې ناروغۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.