یوه نړیواله څېړنه ښيي چې په نړۍ کې د خبرونو له کتلو او اورېدلو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.
خلکو په دې تازه سروې کې چې جزییات یې رسنیو نن خپاره کړي ویلي چې خبرونه په زیاتو مواردو کې زړه تنګوونکي او ځوروونکي دي، ځکه نو دوی هڅه کوي ځانونه ترې وساتي.
د دې سروې نتیجه په یوه راپور کې خپره شوې چې ۱۶۸ مخونه لري او پنځو لیکوالو ورباندې کار کړی دی.
د اکسفورډ پوهنتون د رویټرز انسټېټیوت په راپور کې چې د سروې پر اساس برابر شوی، راغلي چې په نړۍ کې ۳۹ فیصده وګړو، یعنې په لسو کې څه کم څلورو کسانو ویلي چې کله ناکله دوی په فعالانه ډول له خبرونو اورېدو او کتلو ډډه کوي؛ حال دا چې د سروې له مخې په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمېر ۲۹ فیصده و.
د بيبيسي د راپور له مخې د سروې برابروونکو ویلي، په اوکراین کې روانه جګړه او په منځني ختیځ کې ناکراري ښايي د دې سبب شوي وي چې له خبرونو سره د خلکو لېوالتیا کمه شي، ځکه له هغه ځایه زړه بوږنوونکي خبرونه زیات ورکول کېږي.
راپور وايي، اوس د هغو خلکو شمېر زیات شوی چې له خبرونو ځانونه ساتي او غواړي ځانونه په نورو شیانو مصروفه کړي.
په دغه سروې کې په ۴۷ هېوادونو کې ۹۴زره ۹۴۳ بالغو کسانو له جنورۍ تر فبروري میاشتې پورې پوښتنو ته ځواب ویلی دی.
د راپور موندنې ښيي چې د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون په څو هېوادونو کې د ټاکنو په اړه له خبرونو سره د خلکو لېوالتیا یو څه زیاته ده.
د سږ کال په سروې کې یوازې ۴۶ فیصده خلکو ویلي چې له خبرونو سره شدیده لېوالتیا لري، حال دا چې په ۲۰۱۷م کال کې د خلکو دغه لېوالتیا ۶۳ فیصده وه.
له یوې خوا له خبرونو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده، بل لوري ته پر خبرونو د خلکو باور هم کم شوی دی، یوازې د سروې ۴۰ فیصده برخوالو ویلي چې دوی پر خبرونو باور کوي، چې دا د کرونا وبا د وخت پر تله ۴ فیصده نور ټیټوالی هم ښيي.