د ملګرو ملتونو کارپوهان د جلاوطنو خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.
د ملګرو ملتونو څېړونکي ايرین خان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې چې هلته جګړه دوام لري، يا د بيان ازادي هلته محدوده شوې، زرګونه خبريالان د ګواښونو، امنیتي ستونزو او د دوى د کار پر وړاندې محدودیتونو له امله دوى اړ کړي چې خپل هېواد پریېږدي.
د نوموړي په وينا، د جلاوطنو خبريالانو شمېر مخ په ډېرېدو دى. دغه شان خپلواکې او مهمې رسنۍ هره ورځ له ډېرو محدوديتونو او خنډونو سره مخ کېږي او د نړۍ په ډيموکراتيکو هېوادونو کې هم استبداد ډېرېږي.
ارین خان زیاته کړې هغو خبریالانو چې خپل هېوادونه یې پریښي او کډوال شوي له خپل هېواده بهر هم له فزیکي، انلاین او حقوقي ګواښونو سره مخ دي.
جلا وطني افغان خبریالان هم وايي چې د هېواد او کار له پرېښودو وروسته بې بر خليکه ژوند کوي.
یوه افغانه خبریاله چې دا مهال په پاکستان کې ژوند کوي او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل:
" له بده مرغه یوازې امنیتي ستونزې نه وې، موږ د حکومت او خلکو له خوا له ډېرو محدودیتونو سره مخ وو، ځکه چې د حکومت له خوا لګول شوي بنديزونه د دې لامل شوى وو چې خلک په ازاده توګه حقایق بیان نه شي کړاى، دغو ستونزو د خبریالۍ کار ستونزمن کړ."
بل خوا په جرمني کې یو افغان خبریال اجمل غفوري ازادي راډیو ته وویل، هغه خبریالان چې جلا وطني دي د ژبې له ستونزې سره مخ دي چې د ده په ټکو په اروپايي هېوادونو کې یې د خبریال په توګه کول یې ورته ستونزمن کړي دي.
"له بده مرغه هغه جلاوطني خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، یوه لویه ستونزه یې د ژبې ستونزه ده، ډېر وخت نيسي چې یو خبریال دا معیارونه پوره کړي او په بهرنيو رسنیو کې د کار کولو وړتیا پيدا ولري، چې هلته نوې ژبه او نوې فضا موجوده وي. "
دغه خبريالان د خبريالانو له ملاتړو بنسټونو څخه د داسې طرحو او پروګرامونو غوښتنه کوي، څو په جلاوطنۍ کې خبريالان يو ځل بيا وکولى شي خپلې خبريالۍ ته دوام ورکړي.
د افغان خبریالانو د مرکز د اړیکو د کمېټې مشرې سمیعه ولیزاده ازادي راډيو ته وویل چې تپل شوې کډوالۍ د افغان خبریالانو ژوند اغېزمن کړی او د هغوی مورال یې کمزوری کړی دی.
"له بده مرغه هغه خبریالان چې په جلاوطنۍ کې دي نه یوازې دا چې خپلې خبريالۍ ته دوام نه شي ورکولی، له بېلابېلو ننګونو سره هم مخ دي او دې کار د خبریالانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی چې ورسره يې مورال کمزوری شوی موږ هیله من یو چې دا وضعیت تغير وکړي."
خو بل لور خوا په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د پنجشنبې په ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د افغانستان پر رسنیو فشارونه د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د څه باندې ۳۰۰ رسنیو فعالیت بند شي او خبریالان او رسنۍ اړ دي چې ځان سانسور کړي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو، ځورونو او وېرې له امله خپلو دندو پرېښودو ته اړې شوې دي.
خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې دوی د ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو د فعالیتونو ملاتړ کوي او رسنۍ د دوی د بندیزونو له امله نه، بلکې د دوی د مالي سرچینو د له منځه تلو له امله تړل شوې دي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بياځلي راتګ وروسته په دغه هېواد کې د ځينو سیاسي او اقتصادي دلایلو له امله یو شمېر رسنۍ وتړل شوې او ډېر شمېر خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شول.
کوم شمېر خبريالان چې اوس هم په افغانستان کې دي ادعا کوي چې اړ دي د طالبانو خوښه پر ځای کړي.