د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د يو شمېر فعالانو ادعا؛ طالبان منيژه صدیقي شکنجه کوي او روغتيايي وضعيت ښه نه دی


منيژه صدیقي - آرشیف
منيژه صدیقي - آرشیف

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پنجره امېد په نوم د افغان ښځو یو غورځنګ ادعا کوي چې منیژه صدیقي د طالبانو په زندان کې شکنجه کېږي او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.

دغه غورځنګ دا ادعا د مارچ په ۲۷مه په سرپټي ځای کې د اغلې صدیقي د خوشې کېدلو لپاره په جوړ شوي اعتراض کې وکړه.

د پنجره امېد د ښځو غورځنګ په دې اړه یوه اعلامیه هم ورکړې چې په یوې برخه کې یې داسې ادعا شوې ده: " منیژه صدیقي نه مدافع وکیل ته او نه هم د خپل کورنۍ غړو ته لاس رسی لري."

د یاد شوي غورځنګ مسوولې، صفیې عارفي ازادي راډيو ته وویل:

" حق او عدالت غوښتنه جرم نه دی. د بشري حقونو په برخه کې فعالیت جرم نه دی. منیژه صدیقي یې د هغې د بشري حقونو په برخه کې د فعالیتونو له امله نیولو او زنداني کړې، په داسې حال کې چې په زندان کې تر شکنجې لاندې ده او روغتیایي وضعیت یې ډير خراب دی."

د طالبانو حکومت د افغانستان د زندانو چارو د سمون اداره بیا د څرخي پله په زندان کې د منیژې صدیقي د شکنجې او د هغې د نامطلوب وضعیت په اړه خپاره شوي راپورونه ردوي.

یادې ادارې نن د مارچ په ۲۸مه په خپله یوټيوب پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي: "منیژه صدیقي د محکمې تر حکم وروسته د څرخي پله په ښځینه محبس کې د ټولو اسانتیاوو او لازمو امکاناتو څخه په برخمنېدو د حبس موده تېروي."

دې ویډيو کې منیژه صدیقي هم غږېدلې او ویلي چې شکنجه شوې نه ده، روغتیايي وضعیت یې ښه دی او خپلې کورنۍ سره ارتباط هم لري، خو د خپلې ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو معلومه نه ده چې دا خبرې نوموړې تر کومو شرایطو لاندې کړي دي.

د پنجره امېد د ښځو غورځنګ په اعلامیه کې دا ادعا هم شوې چې: " طالبانو د جنسیتي تبعیض په پلي کولو سره په افغانستان کې "جنسیتي اپارتاید" رامنځته کړی دی."

د افغانستان د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي د تیر زېږدیز کال د اکتوبر په ۹مه د طالبانو لخوا ونیول شوه او له څه مودې وروسته د څرخي پله زندان ته ولیږدول شوه.

مجاهد: منيژه صدیقي د غير قانوني او غير شرعي کړنو په تور له اسنادو سره نیول شوې ده
مجاهد: منيژه صدیقي د غير قانوني او غير شرعي کړنو په تور له اسنادو سره نیول شوې ده

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د یاد خوځښتونو د ادعاوو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې مخکې یې د طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و چې هغه او د زده کړې د برخې دوه نارینه فعالان د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د غیر قانوني او شرعي کړنو له امله نیول شوي دي.

د منیژه صدیقي کورنۍ او همکاران ادعا کوي چې هغه د طالبانو حکومت لخوا د نورو تورونو سربیره د دوی د مشر ملا هبت الله د عکس د سوځولو په تور په ۱ نیم کال بند محکومه شوې، خو طالبانو دا خبره تر اوسه نه رد او نه تایید کړې ده.

د افغانستان د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت مسووله، لیلا بسیم د منیژه صدیقي د خراب روغتیايي وضعیت په تاییدولو سره وویل، په دې اړه د نړۍ چوپه خوله پاتې کېدل د هغې پر وړاندې یوه جفا ده.

" د خلکو او د نړۍ چوپه خوله پاتې کېدل د منیژه صدیقي په برخه کې یوه جفا ده، ځکه هغه په یوه دروغي تور د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې. ملګري ملتونه باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي. "

دا نیوکه داسې مهال ده چې ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د افغانستان دننه بېلابېلو غورځنګونو په وار وار د منیژه صدیقي په ګډون د طالبانو په بند کې د نورو مدني فعالانو د خوشې کېدو غوښتنې کړي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د دوی غوښتنې نه دي منلي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته ډېر شمېر مدني فعالان، معترضې مېرمنې او د دوی د تګلارو منتقدین ونیول چې یو شمېر یې بیرته خوشې کړي، خو ځيني یې لا هم د دوی په بند کې دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG