د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

افغانستان کې د انټرنېټي غلا زیاتوالی؛ سایبري غله څنګه پېژنئ؟


 سمبولیک تصویر
سمبولیک تصویر

د ټولنیزو رسنیو تود بازار. دغه رسنۍ د ټولنې د پرمختګ، ودې او یو له بل سره د تماس ښې او ګټورې لارې دي، خو انټرنیټي غلو یوشمېر کسانو ته دغه رسنۍ په سرخوږي بدلې کړې دي.

د میدان وردګو اوسیدونکی امان الله عمرخېل وایي، یوه انټرنیټي غله د نجلۍ په نوم ده ته ایمیل کړی او ځان یې ورته د برېتانیا اوسیدونکې معرفي کړې وه.

دغه ځوان وايي، نجلۍ غوښتل د لسو میلیونو ډالرو د ورلېږلو لپاره له ده د بانکي اکونټ معلومات او یوه لږه اندازه پیسې وغواړي، خو وایي په خپله ځیرکتیا یې ځان ترې وژغوره.

دا چې انټرنیټي غله یا غلې څنګه ځان ده ته رسولی، کیسه به یې له ده واورو.

" ماته د ایمیل له لارې یو خبر راغلی و. یو کس ایمیل راته کړی و، البته ښځینه وه. ویل یې چې لندن کې اوسیږم، میړه مې مړ شوی او لس میلیونه ډالره ترې میراث پاته دي. له ما یې غوښتنه وکړه چې دغه پیسې ته په افغانستان کې په بیچاره خلکو وویشه. ښځې ماته ځان معیوب معرفي کړ او له مانه یې د اکونټ غوښتنه وکړه."

یو سمبولیک تصویر
یو سمبولیک تصویر

عمر خېل وايي، د دغه کس له ضد او نقیضو خبرو او دا چې څنګه لندن کې چې پولي واحد یې پونډ دی، یو کس ډالر ساتي، ورته معلومه شوه چې سایبري غل دی او اړیکه یې ورسره پرې کړه.

الیاس الدین ساپی بیا له بده مرغه د سایبري غلو ښکار شوی او دوه لکه افغانۍ یې ترې وړي دي.

ساپي ازادي راډیو ته وویل، په وټس اپ کې یوه کس ورته د یوې کمپنۍ په استازیتوب پیغام لیږلی او له ده یې غوښتي چې انلاین پانګونه وکړي.

" ما خپل حساب فعال کړ. د همدې کمپنۍ په استازیتوب یو کس راسره وټس اپ کې تماس ونیوه او زما پوښتنې یې ځواب کړې. ما نه یې غوښتنه وکړه چې نور ملګري هم دې پانګونې ته وهڅوم چې ګټه مې زیاته شي. ما مې یو ملګري ته وویل، هغه هم دې سیستم سره یوځای شو، زما پیسې کمې وې، خو ملګري مې ډېرې پیسې ور واچولې."

ساپی وایي، تر یوې میاشتې شاوخوا دده او د ملګري پیسو یې انلاین ګټه هم وکړه او سیستم کې ورته پیسې معلومېدې، خو وایي وروسته هر څه بند او د پیسو لوری ترې ورک شو.

" یوه- یوه نیمه میاشت دا کار و، بیا بند شو. د هغوی وټس اپ ګول شو او ټولې صفحې یې بندې شوې. یوځل تري تم شول. نه پوهېږو چې څه وشول. هر څه مو چې زنګونه وهل او پیغامونه مو لېږل، چا ځواب نه راکوه. هغه پیسې مو ټولې ورکې او غلا شوې."

په افغانستان کې اوسمهال د انټرنیټ د کاروونکو کره شمېر معلوم نه دی، خو د پرزیدلي جمهوري نظام د مخابراتو وزارت درې کاله وړاندې ویلې وي چې نژدې ۱۳ میلیونه افغانان انټرنیټ کاروي.

په افغانستان کې هغه مهال د هغو کسانو شمېر چې مبایل ټیلفونونه کاروي ۳۴ میلیونه او د ځیرکو مبایل ټیلفونونو د کارونکو شمېر ۱۵ میلیونه شاوخوا ښودل شوی و.

سهار: معمولا په افغانستان کې شپږ اوه ډوله سایبري غلا کیږي. عام ډول یې همدا مالي درغلي ده.
سهار: معمولا په افغانستان کې شپږ اوه ډوله سایبري غلا کیږي. عام ډول یې همدا مالي درغلي ده.

د ټکنالوژۍ یو افغان متخصص اغا ملوک سهار چې له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې همدې برخه کې کار کوي وایي، انټرنیټي غله له څو لارو خلکو ته ځانونه رسوي او ده یې عامې لارې داسې یادې کړې.

" معمولا په افغانستان کې شپږ اوه ډوله سایبري غلا کیږي. عام ډول یې همدا مالي درغلي ده. دوی خلکو ته پیغام لیږي، یا زنګ ورته وهي یا هم ایمیل ورته لیږي او ورته وایي چې دغه جایزه درته راوتلې. یا د سکالر شيپ وړاندیز ورته کوي. دوی ته وایي چې که تاسو دومره پیسې راولیږی، مونږ به دغه جایزه، ویزه یا لاټري در ولیږو. په دې ډول له هغوی نه پیسې اخلي. "

هڅه مو وکړه د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او کورنیو چارو وزارتونو څخه وپوښتو چې دوی سایبري جرمونو د مخنیوي لپاره تګلارې لري او که نه، خو پوښتنې مو ځواب نه شوې.

خو ښاغلی سهار وایي، معلومات یې دادي چې هیڅ ډول بنسټیزه تګلاره نشته او په وینا یې خلک خپله باید سایبري خوندیتوب ته پام وکړي.

" متاسفانه په افغانستان کې د دې پېښو د مخنیوي او د خلکو د عامه پوهاوي لپاره هیڅ ډول بنسټیز سیستم نه لرو. څومره چې انټرنیټ پراخیږي، څومره چې کمپیوټرونه پراخېږي یا سکرین تکنالوژي ته لاس رسی زیاتیږي، همغومره د سایبري حملو کچه زیاتیږي. یوازې څه چې کیږي هغه داده چې خلک باید خپل پوهاوی زیات کړي، د ټکنالوژي په کارونه باید ځان پوه کړي، اپلیکشنونه او سافت ویرونه اپډیټ کړي. کوم سافټ ویر یا لینک باندې چې کلیک کوي باید ځان پرې پوه کړي چې سم دی که نه. دې ته ورته نور تخنیکونه شته چې خلک ځان له سایبري حملو ساتلی شي."

ېر ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې له ۸ میلیارده او ۲۱۴ میلیونو ځلو څخه ډېرې سایبري سرغړونې شوي دي.
ېر ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې له ۸ میلیارده او ۲۱۴ میلیونو ځلو څخه ډېرې سایبري سرغړونې شوي دي.

د نړیوالې ټکنالوژي د حکومتولې ادارې ( IT Governance ) د معلوماتو له مخې، تېر ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې له ۸ میلیارده او ۲۱۴ میلیونو ځلو څخه ډېرې سایبري سرغړونې شوي دي.

برېتانیا، امریکا او هند د هغو هېوادونو د لېست په سر کې دي چې د نورو پرتله تېر کال په کې ډېرې سایبري سرغړونې شوي دي.

په افغانستان کې د شویو سایبري سرغړونو او جرمونو شمېر نه دی معلوم او د طالبانو حکومت هم دې برخه کې د شمېرو او کومې ځانګړې تګلارې یادونه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG