د پاکستان سپريم کورټ له خوا د امريکايي خبريال ډېنيل پرل په وژنه کې مجرم ګرځول شوي د احمد عمر سعيد شېخ د خوشي کولو حکم باندې امريکا خفګان ښودلی وو. د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه تر عدالتي فيصلې وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره دا موضوع د ټيليفون له لارې راپورته کړه؟ پوښتنه دا ده چې د عمر سعيد شېخ خوشې کېدنې فيصلې د پاکستان او امريکا تعلقات له چېلنج سره مخامخ کړي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د چارو له پوهانو سره بحث شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۴ فبروري هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۳ فبروري ۲۰۲۱
د پاکستان په پارليمان کې اپوزيشن د هغو کمېټيانو په غونډو کې له ګډونه انکار کړی چې مشري یې د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قیصرکوي ځکه چې د دوی په وېنا هغه بې طرفه نه دی او د خپل ګوند تحريک انصاف په ګټه د اسمبلۍ چارې پر مخ وړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې اورئ چې ایا رښتيا هم همداسې ده؟