په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د درې خبريالانو پرضد مقدمې درج شوې دي. د اسد علي طور، ابصار عالم او بلال فاروقي پرضد په درج شويو مقدمو کې تور پورې شوی چې دوی د پاکستان رياست، حکومت او پوځ پرضد پر ټولنيزو رسنيو له سپکاوي ډکې خبرې او تبلیغات کړي دي. خو دوی درې واړه دا تورونه ردوي. د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د سېپټېمبر پر ۱۵مه په بيان کې د خبريال اسد علي طور پرضد د مقدمې درجول غندلي دي. بيان زياتوي چې د خبريالانو پر ضد دغسې اقدامات د دې تصديق کوي چې حکومت د بیان ازادي د ختمولو هڅه کوي. دا لومړی ځل نه دی چې د خبريالانو خلاف مقدمې جوړېږي بلکې تر دې وړاندې هم پر نورو خبريالانو، د ټولنيزو رسنيو فعالانو او د رسنيو مالکانو باندې مقدمې جوړې شوې، له نوکريو اېستل شوي او ځينې پکې نيول شوي هم دي. د خبريالانو د حقونو لپاره فعاله سازمانونو په پاکستان کې د بيان پر ازادۍ زياتېدونکی فشار په وار وار غندلی دی خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د هغه وزيران په بيا بيا دا ادعا کوي چې په هېواد کې يې د بيان او اظهار بشپړه خپلواکي شته. دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبريونين اف جرنلسټس له دوو پخوانيو مشرانو شميم شاهد او سېف الاسلام سيفي سره څېړل شوې ده.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۹ سپټمبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۰
په قبایلي ضلعو کې ځینې سیاسي او ولسي مشران وایي چې د دوی سیمې د یو ایني بدلون له لاری د خیبر پښتونخوا برخې ګرځېدلي دي، خو هلته اوس هم د پاکستان په قوانین عمل نه کېږي او د پرمختیا چارې په ټپه ولاړې دي. بلخوا حکومت دغلته د بشري حقونو څخه د سرغړونو راپورونه ردوي او وايي د اصلاحاتو عملي کولو لړۍ دوام لري. پرې په دې خپرونه کې بحث کوو ــ کوربه شاهین بونېری دی