د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د جون پر نهمه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل. د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي چې په ملاقات کې پر خپلمینځيو اړیکو، د سیمې پر امنیت، د افغانستان سولې پر بهیر او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي. تر دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام اباد کې له جنرال قمر جاويد باجوه او د جون پر اتمه يې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي ول. دا ټول ملاقاتونه د افغان سولې عمل شاوخوا راګرځي. امريکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د سولې تړون لاسليک کړی وو چې پکې د بنديانو خوشې کول او بين الافغاني مذاکرات هم شامل ول. خو د تړون پر دې مادو عمل له لوړو ژورو سره مخامخ دي. “د مشال تر رڼا لاندې” بحث کې مو د افغان سولې په عمل کې د شته خنډونو د ليرې کولو لپاره د روانو هلو ځلو پايلې او د پاکستان رول څېړلی دی.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۷ جون هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۰ جون ۲۰۲۰
د کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوي لپاره زياتره هېوادونو ټولبند اعلان کړی چې ورسره هوايي ډګرونه هم بند شول. د هوايي ډګرونو د تړل کېدو له کبله په عربو هېوادونو کې مېشت په زرګونو پښتانه اېسار دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې پښتنو د ستونزو او بېرته تګ کې د خنډونو په اړه خبرې شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ