په پاکستان کې د واکمن تحريک انصاف پر ضد د اپوزيشن ګوندونو "پاکستان جمهوري غورځنګ (پاکستان ډېموکریټک موومېنټ - پي ډي اېم)" کې شامل پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ترمنځ په ځينو سياسي مسلو د نظر اختلاف پیدا شوی دی. ایا دا اختلاف پي ډي اېم کمزوری کولای شي؟ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې پر همدې پوښتنې بحث شوی دی. خپرونه د غږ په کړکۍ کې واورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۴ نومبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۰
د مشال راډیو تر رڼا لاندې خپرونه کې د افغانستان سولې موضوع څېړو. د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د سېپټېمبر پر ۱۲مه پیل شوي وې. د سولې مذاکرو پر مهال د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې زلمی خليلزاد، همداراز د افغانستان پخلاينې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان سفرونه کړي دي. دا چې د افغانستان سولې مذاکراتو کې د پاکستان کردار څومره ارزښت لري. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.