د بشري حقونو خپلواک کمېشن پر مخ ليکي: "ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې عام خلک په دغسې پېښو کې د تصادفي زیان ښکار کېږي. اېچ ار سي پي د دغو تکرارېدونکو پېښو د ژر او شفافو پلټنو غوښتنه کوي او له رياسته غواړي چې په جنګ ځپلو سیمو کې د ولسي خلکو ساتنه لومړیتوب وګرځوي."
د برمل تحصیل په اعظم ورسک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ کامران وزیر د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، دا برید تېر ماښام د لوبو پر یو میدان وشو چې لوبېدونکي لوبغاړي او نندارچیان پکې په نخښه شوي دي.
په ميرلي کې د شمالي وزيرستان دوو انتظامي چارواکو حبیب الرحمان او غني الرحمان هم مشال راډیو ته وویل چې د مې پر ۲۶مه د جرګې ۱۵۰ مشرانو له حکومتي او پوځي مشرانو سره څو وارې پرله پسې مذاکرات وکړل چې په پایله کې یې د جرګې مشران دې ته رضا شول چې خپل پرلت ختم کړي.
پرلتوالو د مې له ۱۹مې راهیسې د وژل شویو ماشومانو جسدونه د میرلي انتظامي او پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي او شمالي وزيرستان ته دننه او بهر تلونکې لارې يې تړلې دي.
نور وښیئ