په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یو غړي شفیع الله جان په خپله وینا کې وویل، صوبايي حکومت به هېڅکله د پښتنو په سیمو کې د پوځي عملیاتو اجازه ورنه کړي.
عیني شاهدان وايي، کله چې وسلوالو د پوځ د کاروان مخه ونیوله نو پوځ پرې د درنو او سپکو وسلو ډزې وکړې او همدا رنګه د هاوان توغندي یې هم وورول چې ځنې یې پر کورونو پرېوتل او ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله.
د اعلاوزیر د روغتیايي خدماتو سلاکار احتشام علي د اګست پر ۲۱مه په پېښور کې مشال راډیو ته وویل، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې د معدې، پوستکي، سترګو او نورو ناروغیو د درملنې لپاره ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه پرانیستي دي.
عنایت کلا بازار د لوی او واړه ماموندو د ولس لپاره تر ټولو لویی بازار دی چې پکې شاوخوا ۴،۰۰۰ دوکانونه دي.
د باجوړ جرګې په لوی ماموندو کې د ګرځبندیز (کرفیو) نه ختمېدو په صورت کې د احتجاج پیلولو ګواښ کړی دی.
افغان محصلینو د اګست پر ۱۹مه په پېښور پرېس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د پاکستان د حکومت تازه پرېکړې چې د پي او ار کارډلرونکي افغانان خپل هېواد ته لېږي، دوی سخت پرېشانه کړي دي.
د سراج او فریدون په نومونو د پولیسو سرتېري د ترهګرۍ ضد د پولیسو د ادارې (کاونټر ټیرېرېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) او د کوهاټ د پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.
اداره وايي، په مرستندویه توکو کې زرګونه خیمې، توشکونه، بالښتونه، کمپلې، پشه خانې (مچردانۍ)، د اوبو پمپونه، د لمرینې برېښنا څراغونه، د ګیس سیلېنډرونه او د صفایۍ سامانونو په ګډون نور شیان شامل دي.
نور وښیئ