د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د بارانونو پر مهال خیبر پښتونخوا کې د تازه سېلاب خبرداری ورکړی دی


د بونېر په بیشوڼۍ کلي کې یو سړی د باران او سېلاب له وجې اغېزمنو ودانیو ته ګوري - د اګست ۱۸مې انځور.
د بونېر په بیشوڼۍ کلي کې یو سړی د باران او سېلاب له وجې اغېزمنو ودانیو ته ګوري - د اګست ۱۸مې انځور.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د ورښتونو له وجې د سېلاب خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په صوبه کې د ورښتونو د دوام وړاندوینه کړې ده.

پي ډي اېم اې وايي، د اګست ۲۴مې د بارانونو له وجې په ویالو او سیندونو کې د اوبو کچ لوړېدای شي چې له وجې یې په چترال، سوات، شانګله، بونېر، کوهستان او اېبټ اباد کې د سېلاب خطر دی.

پي ډي اېم اې په بیان کې ویلي، د دوامداره ورښتونو له وجې په غرییزو سیمو کې د کمرونو نړېدو خطر دی چې له کبله یې ښايي د تګ راتګ ځینې لارې بندې شي.

بیان وايي، د پېښور، نوښار او مردان په هوارو او ټيټو سیمو کې هم د سېلاب امکان دی.

پي ډي اېم اې زیاته کړې چې طوفانونه او بارانونه خام کورونه او نازک جوړښتونه زیانمنولای او د بجلۍ (برېښنا) ستنې او ونې غورځولای شي نو ځکه دې خلک احتیاط وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۳مه ماخوستن مهال په ډېره اسماعیل خان کې د طوفاني بارانونو پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او ۴۶ ژوبل شول.

په همدې حال کې د پنجاب حکومت د اګست پر ۲۳مه په ستلج سیند کې د سېلاب له وجې دواړو خواوو ته شاوخوا ۱۹،۰۰۰ وګړي له خپلو کورونو څخه خوندي ځایونو ته ولېږدول.

حکومت وايي، په ګنډا سېنګ ویاله کې هم د اوبو سطح لوړه شوې او سېلاب ښايي تر ۴۸ ساعتونو پورې دوام وکړي.

د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې لوی ځاني او مالي زیانونه واړول. تر دې وروسته د اګست پر ۱۸مه په صوابۍ کې شړکنده باران او سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړل.

پي ډي اېم اې د اګست پر ۲۱مه په بیان کې وویل، په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو سېلابونو کې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۰۰ ته لوړ شوی چې پکې تر ۲۰۰ زیات یوازې د بونېر اوسېدونکي ول.

د ادارې په وینا، په وژل شویو کې تر ۱۰۰ زیاتې ښځې او ماشومان شامل دي.

اداره وايي، ورښتونو او سېلابونو څه باندې ۱،۶۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.

په عین وخت کې د طبيعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د اګست له ۱۵مې څخه تر ۲۳مې پورې په ټول پاکستان کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې ۴۷۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG