پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د اېف سي ځواک پر کلا په وسلوال برید کې درې سرتېري وژل شوي او ۱۷ ژوبل دي.
د هنګو د پولیسو مشر خالد خان رسنیو ته ویلي، وسلوالو د اګست پر ۲۵مه شپې شاوخوا یوه بجه په توره وړۍ کې پر کلا برید وکړ.
ده وویل، تر حملې وروسته د اېف سي ځواک سرتېرو او پولیسو ځوابي ډزې وکړې چې پکې یې "څلور مشکوک وسلوال او د هغوی یو ملګری" ووژل او پینځه وسلوال یې ژوبل کړل.
خان وايي، وسلوالو د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستو خپل ژوبل ملګري او مړي له ځان سره لېږدولي دي.
ازادو سرچینو لا وسلوالو ته د مرګژوبلې د اړولو دعوې تصدیق نه دی کړی.
البته د توره وړۍ یو ولسي مشر د موضوع د حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې یو ځايي وګړی وژل شوی دی. ده وویل، دا لا ورته نه ده معلومه چې د سیمې اوسېدونکی واقعي د وسلوالو ملګری وو او که نه.
د هنګو د پولیسو مشر وايي، ژوبل سرتېري په ټل کې پوځي روغتون (کمباینډ مېلېټري هاسپېټل یا سي اېم اېچ) ته لېږدول شوي دي.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو خالد خان زیاتوي چې پولیسو په سیمه کې د مشکوکو وسلوالو د لټون عملیات پیل کړي دي.
په توره وړۍ کې اېف سي کلا د هند پر نیمه وچې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه. پر هغې کلا شاوخوا یو میاشت مخکې هم وسلوالو برید کړی وو.
تر دې وروسته پولیسو دعوه کړې وه چې د امنیتي ځواکونو هېلېکاپټرو په اورکزیو، کواټ (کوهاټ) او هنګو کې د مشکوکو "وسلوالو پر پټنځایونو" بمباري کړې خو د تورې وړۍ اوسېدونکو د هغې کاروایۍ ضد مظاهره کړې وه او ویلي یې ویل چې په عملیاتو کې ځايي ولس اغېزمن شوی وو.
په تېرو اونیو کې په خیبر پښتونخوا کې وسلوالو پر پولیسو او امنیتي سرتېرو یوشمېر حملې کړې دي. د اګست پر ۱۹مه وسلوالو د خیبر ضلعې په لواړګي (لنډي کوتل) کې د ملېشې ځواک یو سرتېری وواژه.
د اګست پر ۱۳مه وسلوالو شپې مهال د پېښور په حسن خېلو کې پر تاڼه ډزې وکړې چې پکې یو پولیس ووژل شو. تر دې څه باندې یوه اونۍ مخکې وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل.
د هغو ټولو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د کوز جنوبي وزیرستان اوسېدونکو د اګست پر ۱۸مه د یو شخصي ښوونځي د سرښوونکي (پرنسپل) رحمت الله وزیر له تښتونې راهیسې د واڼه پوځي کیمپ مخې ته احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی. پر هم هغه ورځ وسلوالو د شمالي وزیرستان د شوې تحصلیدار له میرلي بایپاس سړکه وتښتاوه چې څو ساعته وروسته د ولسي مشرانو جرګې ازاد کړ.
د اګست پر ۱۷مه په پېښور کې وسلوالو په یو برید کې د امریکا غږ ډیوې راډیو د خبریال میا فاروق فراق زوی او په بله حمله کې یې د عوامي نیشنل ګوند د "خدايي خدمتګار تنظیم" یو غړی ووژل او درې تنه یې ژوبل کړل.
د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې څو اونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف هم په سوات کې خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.