د اتمانزیو مشر ملک نصر الله خان مشال راډیو ته وویل، شمالي وزیرستان اوس یوه ضلع ده او د وفاق تر واک لاندې د قبایلي سیمو (فاټا) قانوني حیثیت نه لري چې پکې تر فرنټییر کرایمز رېګولېشن (اېف سي ار) لاندې پرېکړې وشي. "اوس څوک د طالب د ګناه سزا نورو ته نه شي ورکولی نو د خلکو کورونه ولې ړنګېږي؟"