د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې په پوځي عملیاتو او یوه بمي چاودنه کې ۵ تنه ژوبل شوي دي


په لوی ماموندو کې د عملیاتو له وجې د بې ځایه شوې کورنۍ غړي د سړک پر غاړه ګاډي ته انتظار باسي - د جولای ۳۰مې انځور.
په لوی ماموندو کې د عملیاتو له وجې د بې ځایه شوې کورنۍ غړي د سړک پر غاړه ګاډي ته انتظار باسي - د جولای ۳۰مې انځور.

پولیس وايي، د باجوړ په لوی ماموندو کې د پوځي عملیاتو پر مهال پر یو کور د توپ مرمۍ لګېدو او د ضلعې په بله برخه کې په چاودنه کې پینځه تنه ژوبل شوي دي.

د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د توپ مرمۍ د جولای پر ۳۱مه د لوی ماموندو په ګوهاټۍ کې پر یوه ودانۍ لګېدلې چې پکې د یوې کورنۍ څلور غړي ژوبل شوي دي.

دی وايي، د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ په جار باجوړ سیمه کې پر یو پېټرول پمپ په بمي برید کې یو کس ژوبل شو. تر اوسه معلومه نه ده چې پر پمپ برید چا او ولې کړی او ذمه واري یې هم چا نه ده منلې.

د پولیسو هغه چارواکي او یوې امنیتي سرچینې مشال راډیو ته وویل چې ټول ژوبل نارینه دي چې ورڅخه یې د یو روغتیايي وضعیت خراب وو نو په پوځي الوتکه یې پېښور ته لېږدولی دی.

دوی وايي، د نورو ژوبلو کسانو درملنه د ماموندو په روغتون کې روانه ده.

تر دې یوه ورځ مخکې پولیسو ویلي ول چې د جولای له ۲۹مې راهیسې د وسلوالو پر ضد په پیل شویو عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه پینځه تنه ژوبل شوي ول.

د باجوړ په لوی ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد درې ورځني عملیات روان دي چې ټاکل شوې د جولای پر ۳۱مه د پېښور له وخت سره سم د مازیګر پینځه بجې پای ته ورسي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور، عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام (ف) او د سیمې اوسېدونکو عملیات غندلي او د درولو غوښتنه یې کړې وه.

ګنډه پور د جولای پر ۲۹مه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، په باجوړ کې د عملیاتو پر مهال "بې ګناه خلک وژل " شوي دي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ پرضد په جګړه " کې ولس زیانمنېږي.

داراز، د جولای پر ۳۰مه د جماعت اسلامي په کوربه توب په پېښور کې د "امن غږ" په نوم جرګې وویل، په صوبه کې نور پوځي عملیات نه مني.

له دې پرته دد جولای پر ۳۰مه په مومندو کې لسګونه کسانو د باجوړ عملیاتو ضد مظاهره وکړه.

د پاکستان پوځ لا د عملیاتو او د سیاستوالانو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د باجوړ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) د جولای پر ۲۹مه په یو فرمان کې د لوی ماموندو د ۱۶ کلیو اوسېدونکو ته امر کړی وو چې د درې ورځنیو عملیاتو پر مهال دې له کورونو نه وځي.

د عملیاتو له وجې له لوی ماموندو څخه لسګونه کورنیو کډې وکړې.

په همدې حال کې پولیس وايي، د بنو په نورړ سیمه کې یې له امنیتي ځواکونو سره د مشکوکو وسلوالو پرضد ګډ عملیات پیل کړي او هلته یې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG