چارواکي وايي په باجوړ کې پوځي عملیات پیل شوي دي
د باجوړ د مرستیال کمېشنر له دفتره د جولای پر ۲۹مه په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا عملیات دم ګړۍ ته د درو ورځو لپاره دي، د جولای پر ۲۹مه پیل شوي او د جولای تر ۳۱مې به دوام کوي خو حالاتو ته په کتو یې موده غځول کېدای هم شي. بل پلو، په په ماموندو کې د دفعه ۱۴۴ په نافذولو سره د سهار له پینځو د ماښام تر پینځو ګرځبندېز هم لګولی دی. د سیمې خلک او سیاسي مشران وايي حکومت دې د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د سر او مال خوندیتوب ته پام وکړي. نور حال په دې راپور کې.