د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو (کویلې) او نورو معدنیاتو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، په کانونو کې د هوا یا باد ازاد تګ راتګ د مناسب انتظام نه کول، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.
د شمالي وزیرستان مشران وايي د ناامنۍ مخنیوی د حکومت مسوولیت دی خو ددې لپاره دې داسې انتظامات وکړي چې ولس یو وارې بیا کډوالۍ ته اړ نه شي.
د افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) چارواکي وايي د خیبر ضلعې د مرستیال کمېشنر په امر یې له تیرا څخه د خلکو د کډو ویستلو انتظامات پیل کړي دي.
د خیبر ضلعې د تیرا میدان اوسېدونکو او مشرانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر مشر نور ولي مسید غږ کړی دی چې خپل وسلوال دې له خلکو څخه د عشر په نوم له باج اخیستو وګرځوي او ولس دې نه ځوروي.
ګنډه پور داراز ټینګار وکړ چې حکومت ته یې "ښه طالبان" هم د منلو نه دي. "په صوبه کې د ښو طالبانو هېڅ ګنجایش نه شته، چا چې هم ساتلي، هغوی دې یې له [صوبې] وباسي."
د سوات د پولیسو مشر ویلي دي چې د خوازه خېلې په مدرسه کې یې د یو زده کوونکي په وژنه د ککړتیا په تور دوه تنه نیولي دي. محمد عمر خان د جولای پر ۲۳مه خبري غونډې ته وویل، دوه نور کسان د ماشوم په وژنه تورن دي، خو لا نه دي نیول شوي او لټون یې روان دی. نور په رپورټ کې.
ادارې د جولای پر ۲۳مه په بیان کې ویلي دي چې له وژل شویو څخه یې نهه ماشومان، درې ښځې او یو سړی دی.
نور وښیئ