د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي بنو کې په نښته کې ۳ مشکوک وسلوال او ۱ سرتېری وژل شوي دي


په بنو کې یو پولیس سرتېری چاوڼۍ ته پر تلونکي سړک پهره کوي - انځور له ارشیفه.
په بنو کې یو پولیس سرتېری چاوڼۍ ته پر تلونکي سړک پهره کوي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، په بنو کې په نښته کې درې مشکوک وسلوال او یو سرتېری وژل شوي دي.

پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، نښته د اګست پر دویمه شپې ناوخته په لېړا پل سیمه کې شوې ده چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.

بیان وايي، تر نښتې وروسته د بنو د پولیسو د مشر سلیم عباس کلاچۍ په مشرۍ په سیمه کې د مشکوکو وسلوالو د لټون عملیات پیل شوي دي.

پولیسو دا نه دي ویلي چې وژل شوي د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه یې په اړه کومې وسلوالې ډلې هم څه نه دي ویلي. داراز، مشال راډیو په خپلواکه توګه د پولیسو دعوه نه شي تاییدولای.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د بنو په مختلفو سیمو کې وسلوالو ډلو پر پولیسو یوشمېر حملې وکړې چې په غبرګون کې یې پولیسو او امنیتي ځواکونو د جولای پر ۳۱مه د میریانو تحصیل په نورړ سیمه کې د مشکوکو وسلوالو پرضد یو ورځني عملیات وکړل او پکې یې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژلو او د درې ژوبلو هغو د نیولو دعوه وکړه.

پولیسو د عملیاتو پر مهال په نورړ کې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی وو او په بیان کې یې ووی چې وسلوالو پر هم هغه ورځ پر میریانو تاڼې د ډرونونو له لارې دوه ځلې بمونه وغورځول چې پکې اووه سرتېري ژوبل شول.

د جولای پر ۲۶مه هم پولیسو او امنیتي ځواکونو په نورړ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

تر دې مخکې، د جولای پر نهمه وسلوالو په نورړ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) پر سرتېرو برید کړی وو او د هغوی ګاډی یې سوځولی وو. وروسته له وسلوالو سره په نښته کې یو سرتېری او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG