د خار د جرګو په تالار کې غونډه د اکتوبر پر شپږمه وشوه چې ورته د سیاسي ګوندونو لسګونه استازي، مخور، فعالان او اوسېدونکي ورغلي ول چې مشري یې د جمعیت علمای اسلام (ف) پخواني سېنېټر مولانا عبدالرشید کوله.
د ځايي وګړو د ادعا او اندېښنو په اړه پر اېف سي ځواک سربېره د ضلعي پولیسو مشر نثار احمد او له سيمې د صوبايي اسمبلۍ غړی غازي غزن جمال له مشال راډيو سره خبرو کولو ته تیار نه شول.
خو د جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر امجد معراج تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وويل چې په هغه ضلع کې امنیتي حالت ښه دی.
پوځي چارواکو څو ورځې وړاندې له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په تیر یو کال کې يې په شمالي وزيرستان کې ۱۲۶ وسله وال وژلي او ۱۵۶ نور ېې نيولي دي.
د شمالي وزيرستان ډپټي کمېشنر شاهد علي خان د اکتوبر په درېيمه له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په ميرلي خدري کې یې څو ځله دغو کورنيو ته د جرګو له لارې ويلي ول چې د وسله والو لپاره دې سهولتونه نه برابروي.
د ډېره اسماعيل خان انتظامي چارواکو نن مشال راډيو ته وويل چې پېښه پرون (د اکتوبر پر درېيمه) مازيګر په شمبه ژرنده سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې په کجورو (خورما) بار یو ټرک د کوچيانو په کډو بار يوه ټرېکټر ټرالۍ سره ټکر شو.
د ضلعي انتظامیې او د پوځ چارواکو چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري، د نوم نه خپرولو په شرط د اکتوبر پر دويمه ماښام مشال رېډيو ته وويل چې امنیتي ځواکونو له خوا د کورونو تر ړنګولو له مخه په درېیو کې د دوه کورنيو غړي له سيمې څخه وتلې وې.
د کورونو ړنګولو پر اقدام د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالی وزیرستان استازي محسن داوړ هم نيوکې کړې دي. نوموړي د اکتوبر پر دویمه نېټه مشال راډيو ته وویل چې دا موضوع به د قامي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې یادوي.
موږ په دې اړه د پوځ دریځ په ترلاسه کولو کې بریالي نه شو خو د سیمې د مشرانو د ۲۰ کسیزه کمېټۍ غړي حاجي محمد صدیق مشال راډیو ته وویل چې حکومت به د اکتوبر تر ۳۰مې پورې د مموزیو خلکو ته پیسې ورکړي.
د خيبر پښتونخوا د خزانې او د صحت صوبايي وزير تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د اکتوبر له درېیمې به ټولو ملازمینو ته تنخاګانې ورکول پیل کړي.
د پاکستان د اساسي قانون ۲۳مه ماده د هېواد د هر وګړي د جايداد د حق ضمانت ورکوي او داراز د قانون له مخې، هره ښځه په خانداني میراث کې له اسلامي شریعت او قانون سره سم د ټاکلې برخې حقداره ده
پوځي چارواکي دا و نه ویل چې د کومې ډلې د مشکوکو وسله والو کورونه یې وران کړي دي. ده د خپل اقدام د مشروعیت یا قانونیت په اړه هم معلومات ور نه کړل. په میرلي کې د مشکوکو وسله والو کورنیو او د سیمې اوسېدونکو یا ځايي مشرانو د کورونو ړنګولو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.
نور وښیئ