د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: درې مسيد جرګې له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې


په جنوبي وزيرستان کې مسيد مشرانو د امن د بحالۍ لپاره او د سيمې د بيا ودانولو لپاره مخکې هم جرګې کړې دي ــ انځور له ارشيفه
په جنوبي وزيرستان کې مسيد مشرانو د امن د بحالۍ لپاره او د سيمې د بيا ودانولو لپاره مخکې هم جرګې کړې دي ــ انځور له ارشيفه

د جنوبي وزیرستان مسید قام مشرانو او ځوانانو له حکومته په سیمه کې د امن پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

د اکتوبر پر پینځمه، په کوټکي کې په یوه جرګه کې د درې مسید قام مشرانو وويل چې د امنیت خرابېدو اندېښمن کړي دي. دوی وویل په سیمه کې د امن پر ځای کول د حکومت او ریاستي ادارو ذمه واري ده.

د جرګې یوه مشر مولانا صالح شاه مشال راډیو ته وويل چې د امنیت ټینګښت د دولت یا ریاست کار دی. "زموږ غوښتنه د امن ده. د امن پر ځای کول د ولس کار نه دی، دا د ریاست کار دی. د وزیرستان ولس ډېر وکړېد، موږ نوره ناامني نه شو زغملای."

صالح شاه وويل چې کله هم په سیمه کې چاودنه وشي او یا د سړک غاړې ماین چادونه وشي نو د ټول کلي پلټنې کېږي او د هغه په وينا ولس ځورول کېږي. "ولس ته په دغه اړه څه معلومات نه وي چې ماین له کومې او چا اېښی دی؟"

مولانا صالح شاه دا هم وویل د امن پرځای کول د حکومت او پوځ کار دی. "هلته امنیتي پوستې جوړې دي، په زرګونه پوځ پروت دی نو باید چې دوی امن راولي. "

بلخوا په جرګه کې د سروکۍ سیمې تحصیل چېرمېن شاه فیصل غازي مشال راډیو ته وويل چې امنیتي ادارې دې د سیمې امنیت باوري کړي. "د داخلېدو پر هره لاره هغوی (پوځ) پوسته جوړه کړې ده، د خلکو تالاشي کوي. یا خو دې دغه ختم کړي او دا دې ووایي چې هغوی په وزیرستان کې د امن پرځای کولو کې ناکامه شوي دي نو بیا به دا د ولس ذمه واري وي. خو د امنیتي ادارو په موجودګۍ کې د ناامنۍ پېښې کېدل ولس اندېښمن کړی دی نو ځکه موږ په دې اړه جرګې پیل کړې دي."

په درې مسيد جرګه کې د کوټکۍ سیمې یو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي رحمت شاه مسید مشال راډیو ته وويل چې د سیمې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي. "کله چې پر مکین مارټر ګولې وویشتل شوې، نو جهازونه راغلل او بمباري وشوه. خلک اوس له داسې پېښو تنګ راغلي دي."

ده زیاته کړه چې د جنوبي وزیرستان امنیتي وضعې تر سمېدو پورې جرګو ته دوام ورکوي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر امجد معراج تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وويل چې په هغه ضلع کې امنیتي حالت ښه دی.

نوموړي زياته کړه چې پولیس او پوځ د سیمې د امنیت لپاره ګامونه پورته کړي او په دې اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

په وروستيو کې د جنوبي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې د ناامنۍ ضد او امنيت راوستو لپاره جرګې، مظاهرې او پرلتونه شوي دي. صوبايي حکومت ويلي چې هېچا ته به د امن خرابولو او حکومتدارۍ چېلنجولو اجازه نه ورکوي.

د درې مسیدو مشرانو د سیمې د امنیتي حالاتو په اړه د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه په سروکۍ کې یوه بله جرګه هم وربللې ده.

XS
SM
MD
LG