د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو د مموزیو مشران وايي حکومت دې ورته د ولس د ځمکې پیسې ورکړي


د مموزیو مشران وايي، د سېپټېمبر پر ۲۹مه یې په کواټ کې له پوځي چارواکو سره ولیدل خو هغوی پیسې ور نه کړې.
د مموزیو مشران وايي، د سېپټېمبر پر ۲۹مه یې په کواټ کې له پوځي چارواکو سره ولیدل خو هغوی پیسې ور نه کړې.

د اورکزیو د مموزیو مشرانو له حکومته غوښتي دي چې په جمل مایه سیمه دې ورته د هغې شاملاتي ځمکې پیسې ورکړي چې ورباندې پوځي کلا جوړېږي.

په اورکزیو او کورمې ضلعو کې دوه ډوله ځمکه ده. یو یې انتقالي بلل کېږي چې په قانوني توګه خلکو ته سپارل شوې او د ملکیت ټول حقونه یې لري. د ځمکې دویم ډول شاملاتي وي چې هېڅ خاوند یې نه وي ټاکل شوی، ولس یې په شریکه کاروي او همدا لامل دی چې اکثر لانجمنه وي. د جمل مایې د ځمکې ملکیت پر سر هم لانجه وه چې ضلعي انتظامیې یې د ولس په حق کې فیصله کړې.

ځايي مشر بلال الدین اورکزي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د اورکزیو پوځي قوماندان کرنل تسنیم د سېپټېمبر پر ۲۹مه ټول قام کواټ ته وربللی وو چې پیسې ورکړي، خو دا کار یې و نه کړ. ده البته دا و نه ویل چې هغه ولې پیسې ور نه کړې.

په جمل مایه کې یو کال مخکې پر ۵۰ کناله ځمکې د پوځي کلا جوړولو چارې پیل شوې وې چې لا هم روانې دي. حکومت د هغې ځمکې د یوې مرلې نرخ ۱۰،۰۰۰ روپۍ لګولی وو او پکې راغلي ول چې د سیمې اوسېدونکي ملک میر جانان ته به یو کروړ روپۍ ورکوي.

د جمل مایه د شاملاتو ځمکه په اورکزیو کې پرته ده.
د جمل مایه د شاملاتو ځمکه په اورکزیو کې پرته ده.

مموزیو پر دې انتقاد کړی وو او ویلي یې ول چې شاملاتي ځمکه د یو کس نه بلکې د ټول قام وي. شاوخوا درې کاله مخکې ضلعي انتظامیې د جمل مایې ځمکې د ملکیت لانجه هواره کړه او پرېکړه یې د مموزیو ولس په حق کې وکړه خو حکومت ورته لا هم پیسې نه دي ورکړې.

موږ په دې اړه د پوځ دریځ په ترلاسه کولو کې بریالي نه شو خو د سیمې د مشرانو د ۲۰ کسیزه کمېټۍ غړي حاجي محمد صدیق مشال راډیو ته وویل چې حکومت به د اکتوبر تر ۳۰مې پورې د مموزیو خلکو ته پیسې ورکړي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په هنګو کې پوځي مشرانو له ۲۰ کسیزه کمېټۍ سره په ملاقات کې هغه ځمکه د مموزیو ملکیت بللې وه.

جانان په دویم ځل د ملکیت فیصلې کېدو په اړه دریځ را نه کړ خو په اګست کې یې مشال راډیو ته ویلي ول چې هغه ځمکه خپله بولي البته ورباندې مذاکراتو ته تیار دی.

د مموزیو ولس د سېپټېمبر پر دویمه د پیسو ورکولو په اړه د پوځي چارواکو تر ډاډ وروسته خپله ۲۲ ورځنۍ احتجاجي ناسته ختمه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې چارواکو د ځمکې ملکیت او د پوځي کلا جوړولو په بدل کې مموزیو ته د پیسو ورکولو ژمنه کړې خو په دې لړ کې لیکلې موافقه یا پرېکړه نه ده شوې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG