د خېبر اېجنسۍ نه منتخب پارلماني استازي شاه جي ګل اپريدي مشال راډيو ته وويل چې نن د ګل پر ورځ د قانون او انصاف قايمه کمېټۍ غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ پرځای د پېښور های کورټ واک تر فاټا په غزولو اتفاقوکړل شو.
د قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه هم د فاټا د اصلاحاتو په موضوع کې سره وېشل شوي دي. ځینې ګوندونه فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو حماېت کوي نو ځینې يې مخالفت کوي.
د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو دوو استازو ویلي چې د اصلاحاتو پر موضوع د جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دریځونو پر ضد سپریم کورټ ته تلل غواړي.
د اکتوبر پر نهمه په اسلام اباد کې د قبایلي اصلاحاتو په ترځ کې پر وفاقي حکومت د فشار لپاره احتجاجي ناسته کېږي. د دې احتجاج لپاره یوه قافله په پارلېمان کې د خیبر د استازي حاجي شاه جي ګل اپریدي په مشرۍ روانه شوې. دی وايي، په ناسته کې به د ګڼو ګوندونو لوړپوړي مشران ګډون کوي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان وفاقي حکومت قبایلي سیمو ته د دې هېواد د سپریم کورټ (سترې محکمې) او اسلام اباد های کورټ واک غځولو لپاره تېر مازيګر (جمعه) قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره یوه قانوني مسوده وړاندې کړه.
دقبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان - فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن - د روانې مياشتې پر ۱۹مه نېټه په پېښور کې د ګورنر د کور مخې ته احتجاج کوي.
اقبال ظفر جهګړاد پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې حکومت ژمن دی چې فاټا اصلاحاتي رپورټ منظور کړي.
خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د فاټا استازو وويل چې مرکزي حکومت د قبايلي سيمو اصلاحاتو کې له ځنډه کار اخلي.
ال فاټا سیاسي اتحاد له ډېري مودې راهسې له حکومته غوښتنه کوي چې لکه د نورو پاکستانیانو په څېر دې قبایلو ته هم حقونه ورکړل شي او قبایلي سیمې دې په سمدستي توګه په خېبرپښتونخوا ورګډې کړل شي.
د قبایلي سیمو زده کونکو سازمان (فاټا سټوډنټس فیډریشن) د فاټا اصلاحاتو منظوريدو هرکلی کړی خو وايي چې په رواج ايکټ کې ابهام موجود دی. دا سازمان وايي د حکومت اعلان کړي بدلونونه ښه دي خو د پوليټيکل ايجنټ واک همغسې ډېر پاتې دی.
د وزیراعظم نوازشریف د سلاکار سرتاج عزیز وینا وه چې د جمعې په ورځ به دغه رواج ایکټ یا قانون د صدر ممنون حسېن ته د لاس لیک لپاره وړاندې کولې شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته