نن د نومبر پر اتمه نېټه په امریکا کې ولسمشریزه ټاکنې کېدونکې دي چې پکې به د ډیموکراټانو کاندیدې هیلري کلینټن او د ریپبلیکنو کاندید ډونلډ ټرمپ ترمنځ سخته سیالي وي.
امریکايي ولس د ۲۰۱۶ز کال د نومبر پر اتمه د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره رایې اچوي چې د هېواد ۴۵م ولسمشر منتخب کړي. په امریکا کې خلک په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي بلکې د الېکټورل کالج یا ټاکنیز پلاوي له لارې یې ټاکي. د هېواد د هر ایالت د نفوس او رقبې پر اساس ورته په ټاکنیز پلاوي کې رایې ورکول کېږي. د بریا لپاره نوماند باید له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ ټاکنیزې یا الېکټورل رایې واخلي. له واکمن ډېموکراټ ګوند له لوري هېلري کلېنټن د ولسمشرۍ نومانده ده. د رېپبلېکن ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ دی.
د اېف بي ای د وروستيو پلټنو تر افشاکېدو وروسته د هيلري کلینټن د انتخاباتي کمپاين وياند، براين فالون پر خپله ټويټرپاڼه وليکل، د ده ټيم خوښ دی چې دغه مساله يوې خوا ته شوه.
د امریکا د ولسمشرۍ ټول ټاکنې د نومبر په ۸ مه نېټه ترسره کېږي. دواړو نوماندانو هیلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې د ملک په بیلا بیلو برخو کې د ویناوو له لارې د رایه ورکونکیو د راجلبولو هڅه وکړه.
پرون په واشنګټن کې د امريکا يوې حکومتي سرچینې ویلي چې ځنو وفاقي ايجنسېانو ځايي چارواکي او رياستونه په دې اړه باخبره کړي دي،خو دا يې هم ویلي چې د ممکنه بریدونو ګواښ په ټیټه کچه دی.
د رپورونو له مخې د امريکا ياده وفاقي تحقيقاتي اداره د هغو اووه مخي اليکترانيکي ياداښت کتنه کوي
په امریکا کې د نومبر پر اتمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې کېدونکې دي چې د ډیموکراټانو لخوا ورته هېلري کلینټن او د ریپلیکنو کاندید ډونالډ ټرمپ دی. د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې الېکټورول کالج څومره مهم دئ. په دغه ویډیو کې درپېژنوو.
په امریکا کې ځوانان د دغه هېواد تر ټولو ستر ګڼ اړخیزه توکم یا نسل دی. د مشال راډيو انګلیسي څانګې لي پینګ لو په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه ځینې ځوانان غږولي دي.
په یوه اوونۍ کې دننه کېدونکیو د امریکا ولسمشریزه ټاکنو کې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د سختې سیالۍ له کبله ډالر خپل نړیوال ارزښت بایللی دی.
کلنټن پرون ویلي دي چې د امریکا خلک ددې وړ دي چې ژر تر ژره په پوره حقایقو پوهه شي.
د امریکايي ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ او د امریکا د ملي استخباراتو مشر جېمز کلېپر ویلي که په شام کې د هیلري کلنټن کړی وړاندیز عملي شو نو ښايي امریکا او روس په خپلمنځۍ شخړه کې ښکېل شي.
هېلري کلنټن له خپل ريپبليکن سیال سره په وروستۍ مناظره کې په مستقيم ډول پر روسي ولسمشر ولادیمیر پوټين تور پورې کړ چې په یو شمېر انټرنېټي حملو سره يې د امریکا ولس او ادارې په نښه کړي تر څو د ۸م نومبر انتخابات د ټرمپ په ګټه تمام کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته