د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایف بي ای وایي د کلنټن د ایمیلونو مسله به زر واضحه کړي


د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلنټن وایې ډاډه ده چې د دې د ایمیلونو په اړه د اف بي آی نوې څیړنه به هغه اصلي نتیجه بدله نکړې چې وایې دا دې تر تعقیب لاندي نه نیول کیږي.

کلنټن پرون ویلي :« د امریکا خلک ددې وړ دي چې ژر تر ژره په پوره حقایقو پوهه شي.»
نوموړي پر اف بي آی یا د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې ټینګار کړی چې دا موضوع هرڅه چې ده ژر تر ژره واضحه کړي.

دغې ادارې ویلي چې دوی به هغه نوي ایمیلونه وارزوي چې د کلنټن لخوا د کارول شوي خصوصي ایمیلونو له آرشیف څخه راپورته شوي دي.

په داسي حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر دوو اونیو لږ وخت پاته دی، د امریکا کانګرس ته د فډرالي تحقیقاتي ادارې یا اف بي آی د مشر جیمز کامي لخوا دغه اعلان د هغه هیواد د ولسمشریو انتخاباتو لپاره د کمپاینونو په برخه کې نوي شکونه رامنځته کړي دي. د ریببلکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د اف بي آی دغه لیک په نیو همپشایر کې د کمپاین پر مهال خپلو پلویانو ته وروښود څو پر خپلې سیالي کلنټن ګوزار وکړي .

دی وایې (موږ باید پرې نږدو چې هغه خپله جنایې طرح ولسمشرۍ ماڼۍ ته یوسي) ټرمپ پخپله د جنسي آزار له تورونو سره مخامخ دی ، خو دې دا تورورنه ردوي .

XS
SM
MD
LG