د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاګونه

ډاکتر لطیف (یاد)


ښاغلی هارون باچا د پښتو یو خوږ ژبی، مشهور او تکړه هنرمند(فنکار) دی چې د لرې او برې پښتونخوا ټول خلک د ده له نامه سره آشنا دي.


دغه د غوړېدلی استعداد هنرمند د۱۹۷۲ زېږیز کال دجولای د میاشتې پر ۲۰ نیټه د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې (ولسوالۍ) د پنجپیر په کلي کې په یوې روحانی کورنۍکې زېږېدلی دی.

هارون باچا خپلې لومړنۍ زده کړې د پنجپیر به ګورنمېنټ سکول کې کړې دي او بیا وروسته یې میټرېک (د لسم ټولګي زده کړې) د پېښور په ګورنمېنټ های سکول نمبر ۱ کې سر ته رسولې دي.

ده پر ۱۹۹۲ زېږیز کال خپله بي اې (لېسانس) د پېښور په اېډورډز کالج کې کړې ده او پر ۱۹۹۴ کال يې خپله ماسټري د پېښور پوهنتون د سوشل وړک له څانګې اخیستې ده.

کله چې هارون باچا لا په سکول کې وو نو د سندرو له ویلو سره یې مینه پیدا شوه او هلته به یې نعتیه کلامونه ویل؛ خو د موسیقۍ په برخه کې د ده استعداد هغه وخت لا نور زیات وغوړېد کله یې چې په ګورنمینټ سکول نمبر ۱ کې زده کړې کولې. ځکه دغه سکول ده ته دا زمینه او فرصت برابر کړ چې د موسیقۍ په برخه کې پرمختګ وکړي.

کله چې هارون باچا په اېډورډز کالج کې په زده کړو لګیا وو نو د کالج میوزیک کلب ده ته دا زمینه برابره کړه چې طبله او هارمونیم(باجه) زده کړي.

وروسته د پاکستان دولتي ټیلي وېژن (پي ټي وي) پېښور مشهور آرټیسټ پروفیسر ضیاء القمر او د پي ټي وي لوړ پوړي پروګرام جوړوونکي (سینییر پروډیوسر) شوکت علي ده ته دا موقع برابره کړه چې د ټي وي پر پردې سندرې ووایی.

په هغه وخت کې د ده سندرې (خلک بدل شول که بدل شولو وختونه -جینکۍ نه راځي ګودر ته) ډیر مینه وال پیدا کړل.

د ښاغلي هارون باچا د سندرو لومړنی البوم( درنګونو ماښام) پر ۱۹۹۶ کال بازار ته راووت.

وروسته یې د غزلو او ټپو بل البوم (غونچکونه) هم مارکېټ ته راغی.

د ده د ټپو یو مشهور طرز وروسته یوه هندي هنرمند الطاف راجا هم خپل کړ. دا طرز د (اول به کله کله غم وو) سندرې وو.

د هارون باچا نورې خوږې سندرې نه یوازې دا چې په پښتونخوا کې مشهورې دي، بلکې په افغا نستان کې هم له ډېر شهرته بر خمنې دی.

د هارون باچا ځېنې سندرې په لاندې ځایونو کې وګورئ:


ځه ځواني لاړه (غزل، له لومړي البمه)




د ګلونو قدر چا زده (پخوانی غزل)



که وطن دی که جانان (له نوي البم درمانه)




افغان ځوانان ددې باوجود چې په جنګونو کې رالوی شوي او په ژوند کې یې ډیرې کمې د خوښۍ او سیالۍ ورځې لیدلي دي، خو بیا هم تل په دې هڅو بوخت دي چې نړۍ ته وښايي دوی په سوله ، مینه او کولتور مین دي.


افغان محصلین فیصل اباد
افغان محصلین فیصل اباد


تیره اونۍ د فیصل اباد د کرهنې په پوهنتون کې د پسرلي جشن نمانځل کیده چې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو محصلینو پکې برخه اخیسته او د خپلو هیوادونو کولتور یې پر نورو هیوادونو پیژندلو. ددوی په منځ کې پښتانه ځوانان هم وو چې د افغانستان نه راغلي او دلته په دې پوهنتون کې لوړې ذدکړې کوي.

په نوموړي پوهنتون کې افغان ذدکونکي وايي نندارچیانو ددوی د کولتوري هڅو او توکیو ستاینه کوله او ورته د پام وړ وو.

په نوموړي پوهنتون کې افغان محصلین وايي د پسرلي د نندارتون په وروستیو شیبو کې جایزې هم اعلان شوې او افغان سټال لومړی مقام تر لاسه کړ.


افغان محصلین / فیصل اباد پوهنتون
افغان محصلین / فیصل اباد پوهنتون


په کډوالۍ او مساپرۍ کې د داډول کولتوري هلو ځلو جارۍ ساتل او د نورو سره خپل ځان سیال ښکاره کول اسانه کار نه دی خو دغو افغان محصلینو په اسلام اباد او پېښور کې د افغانستان د سفارت او فرهنګي خونو په مرسته دا نندارتون دځان په ګټه پای ته ورسولو.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG