د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" کوربه اسحاق خان امیري او مېلمه يې سندرغاړی عادل حیدر علي دی. ۲۴ کلن عادل حیدر د پښتو د وتلي سندرغاړي او کمپوزر ماسټر علي حیدر زوی دی.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د چارو له پوهانو سره په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د امنیتي حالاتو ممکنه منظرنامه بحث شوې ده.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې فرخنده اسد مېلمنه کړې ده. فرخنده اسد د مشال راډيو له لومړيو خبريالانو يوه ده. هغې په مشال راډيو کې د بېلا بېلو راپورونو جوړولو تر څنګ د پښتنو ښځو لپاره ځانګړې اونيزه خپرونه جوړوله.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د حکومت او تحریک انصاف ترمینځ د پیل شویو مذاکراتو په اړه دی چې پکې د چارو له پوهانو سره د عمران خان له زندانه د خوشې کېدو د امکان ترڅنګ ځینې نور پوښتنې بحث شوې دي. پي ټي ای او د واکمن اتحاد د مذاکراتي ډلو ترمینځ لومړۍ ناسته شوې او بله هغه به يې د جنورۍ پر دويمه وي.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې پخوانی سېنېټر صالح شاه مېلمه دی. نوموړی د وزيرستان دی او هلته پر روانې ناامنۍ اندېښمن دی. د نوموړي په خبره، د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې شاملېدو وروسته تمې وي چې حالات به ښه شي خو د دې برعکس حالات خراب دي. بشپړه مرکه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی زرولي افغان دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي افغان زوی دی. دی په خپګان وايي چې له ۳۰ کلونو موسيقۍ کولو وروسته يې طالبان نور هلته سندرو ويلو ته نه پرېږدي. په خپرونه کې د زرولي افغان خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان کې پر پرله پسې کيمپېنونو برسېره د پولیو وایرس د نه ختمېدو پر لاملونو بحث شوی دی. د ډېسېمبر پر ۱۶مه له بلوچستانه پرته د هېواد د درېواړو صوبو په لسګونو ضلعو کې د ګوزڼ شپږ ورځنی واکسيني کيمپېن پیل شو.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول په وسلوال برید کې د وژل شويو ۱۰م تلين ولمانځل شو. د ۲۰۱۴ز کال په هغه برید کې ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زياتره يې زده کوونکي ول.
په نا ویلې خبرې پاډکاسټ کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې خلک ټولنیزې شبکې څنګه کاروي او ټولنیزې شبکې پر ښځو څه اغېز لري. دا په داسې حال کې ده چې پوهان وايي چې پر ټولنیزو شبکو جعلي حسابونه، انځورونه او ویډیوګانې د ښځو رواني یا نفسیاتي صحت ګواښي.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د سوات يو سندرغاړی ضياالدين ضيا دی. نوموړی د مینګورې په سبزي منډیۍ کې د خپل روزګار ترڅنګ شوقيه سندرې وايي. د ضياالدين ضيا دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې مو د مدرسو رجسټرېشن د مسودې پر سر د حکومت او د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان ترمینځ پر اختلافاتو خبرې کړې دي. په بحث کې له ګډونوالو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې د دې لانجې اصل وجه ده څه؟ بشپړ بحث وګورئ.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر چېکنګنیا او ډېنګي تبو غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دواړه وایرسي ناروغۍ دي چې د یو خاص ډول ماشي له چیچلو خپرېږي. سازمان وايي چې هغه ماشي عموماً ورځې مهال چیچل کوي. ډاکتران وايي چې د دواړو ناروغیو علامات یو بل ته ورته وي.
نور وښیئ