د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې پر ښځو د تشدد پر لاملونو بحث کړی دی. له دې پرته به دا هم واورئ چې په هغه صوبه کې ښځې تر اوسه د تعلیم او کار په برخه کې پوره حقونه ولې نه لري؟ بشپړه خپرونه واورئ او پاډکاسټ سبسکرایب کړئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې پر ممکنه سیاسي منظرنامې بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال پیل د مخالف ګوند تحریک انصاف او واکمن مسلم لیګ (ن) ترمینځ له مذاکراتو وشو، البته اوس هغه خبرې اترې د اختلافاتو له امله د ځنډ سره ښکار شوې دي. بشپړه خپرونه وګورئ.
په کورمه کې د شيعه او سني ډلو د مشرانو لخوا د سولې پر تړون سربېره د امنیت وضع ترینګلی ده او د پاړه چینار لویه لاره تړلې پرته ده. بلخوا په بګن کې مظاهرچیان وايي چې باید حکومت هلته د اوښتو تاوانونو معاوضه ورکړي.
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر یوې تنفسي وایرسي ناروغۍ غږېدلي یو چې په وروستیو کې یې په چین کې زیاتې پېښې ثبت شوې دي. خو روغتیاپالان انساني مېټانمونیو وایرس خطرناکه نه بولي او وايي چې له کبله یې د پېښېدونکې ناروغۍ علامات عادي یخ یا زکام ته ورته وي. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" کوربه اسحاق خان امیري او مېلمه يې سندرغاړی عادل حیدر علي دی. ۲۴ کلن عادل حیدر د پښتو د وتلي سندرغاړي او کمپوزر ماسټر علي حیدر زوی دی.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د چارو له پوهانو سره په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د امنیتي حالاتو ممکنه منظرنامه بحث شوې ده.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې فرخنده اسد مېلمنه کړې ده. فرخنده اسد د مشال راډيو له لومړيو خبريالانو يوه ده. هغې په مشال راډيو کې د بېلا بېلو راپورونو جوړولو تر څنګ د پښتنو ښځو لپاره ځانګړې اونيزه خپرونه جوړوله.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د حکومت او تحریک انصاف ترمینځ د پیل شویو مذاکراتو په اړه دی چې پکې د چارو له پوهانو سره د عمران خان له زندانه د خوشې کېدو د امکان ترڅنګ ځینې نور پوښتنې بحث شوې دي. پي ټي ای او د واکمن اتحاد د مذاکراتي ډلو ترمینځ لومړۍ ناسته شوې او بله هغه به يې د جنورۍ پر دويمه وي.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې پخوانی سېنېټر صالح شاه مېلمه دی. نوموړی د وزيرستان دی او هلته پر روانې ناامنۍ اندېښمن دی. د نوموړي په خبره، د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې شاملېدو وروسته تمې وي چې حالات به ښه شي خو د دې برعکس حالات خراب دي. بشپړه مرکه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی زرولي افغان دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي افغان زوی دی. دی په خپګان وايي چې له ۳۰ کلونو موسيقۍ کولو وروسته يې طالبان نور هلته سندرو ويلو ته نه پرېږدي. په خپرونه کې د زرولي افغان خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان کې پر پرله پسې کيمپېنونو برسېره د پولیو وایرس د نه ختمېدو پر لاملونو بحث شوی دی. د ډېسېمبر پر ۱۶مه له بلوچستانه پرته د هېواد د درېواړو صوبو په لسګونو ضلعو کې د ګوزڼ شپږ ورځنی واکسيني کيمپېن پیل شو.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول په وسلوال برید کې د وژل شويو ۱۰م تلين ولمانځل شو. د ۲۰۱۴ز کال په هغه برید کې ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زياتره يې زده کوونکي ول.
نور وښیئ