پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
په افغانستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاندې کیرولاین ګلوک د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، هغه افغانان پر داسې مهال وطن ته ستنېږي چې د هغه هېواد بشري وضعیت وار له مخه خراب دی.
په عمان کې د بهلا په نوم یو لرغونی ځای دی چې د پېریانو ښار بلل کېږي. د بهلا شاوخوا د خټو دېوال دی چې په اړه یې ویل کېږي چې پېریانو جوړ کړی وو. خو د ښار یوشمېر اوسېدونکي دا ډول خبرې یوازې افسانې بولي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په صومالیا کې د اکتوبر له میاشتې راهیسې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې او د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ خلک یې بې کوره کړي دي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په کینیا کې یو ډله ځوانان له کلونو راهیسې د برېکډانسېنګ په نوم د یوې ځانګړې نڅا د دودولو هڅې کوي. په وروستیو کې د اولمپېک لوبو نړیوالې کمېټۍ هغه نڅا د یوې لوبې یا ورزش په توګه پېژندلې چې ورسره د هغو ځوانانو هیلې زیاتې شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
ای اېم اېف وايي، د نیتن پورټر په مشرۍ یې د مامورانو یو پلاوي د نومبر له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې پورې د پاکستان سفر وکړ چې پکې یې د هغه هېواد د اقتصادي او مالي اقداماتو "لومړۍ ارزونې" لپاره له چارواکو سره خبرې وکړې.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د انرژۍ او چاپېریال چارو دوه شرکتونه د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره خاص ډول ونې کري. هغوی هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې په ابوظبۍ کې ۱۰ مېلیونه تخمونه وکري او د دې لپاره ډرون الوتکې کاروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په بولېویا کې د یو ځانګړي فرهنګ لرونکو ښځو ترمینځ د بایسېکل ځغاستې سیالي شوې ده. هغو ښځو دودیزې جامې اغوستې وې او په ښار کې یې بایسېکلونه ځغلول. د سیالۍ موخه د هغو ښځو ځواکمنتیا او حقونو لپاره مبارزه ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د پي ای اې د کارکوونکو د ټولنو د مشرانو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د هغه شرکت ویاند عبدالله حفیظ وايي چې د پاکستان د تېلو کمپنۍ (پاکستان سټېټ ایل) ورته نور په پور د تېلو له ورکړې انکار کړی دی چې د پروازونو د ځنډېدو او لغوه کېدو لامل کېږي.
اسراییلیو ځواکونو د غزې پر تړانګه تازه بمباري کړې ده چې پکې یې د سیمې جنوبي برخه هم په نښه کړې ده. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو وزیر تر اعلان وروسته له غزې سره پر پوله د مصر لوري ته په مرستندویه توکو بار لارۍ ولاړې دي او د پولې پرانیستو انتظار کوي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د افغانستان په جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو کې زلزلې سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې دي او پکې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د اکتوبر اوومې زلزلې د هرات ولایت یوشمېر برخې سختې ځپلې دي او اوسېدونکي یې د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
نومیالۍ هنرمندې نغمې مشال راډیو ته یو ویډیويي پیغام استولی دی چې پکې یې د افغانستان له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښوولې او پر هېوادوالو یې له اغېزمنو سره د مرستو غږ کړی دی. د اکتوبر اوومې زلزلې زرګونو خلکو ته مرګژوبله اړولې. د نغمې ویډیويي پیغام وګورئ.
سولنګي وویل، په هغه هېواد کې ټول ۱۷ لکه بې اسناده او ناقانونه خلک اوسي چې زیاتره یې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته ورغلي. په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي دي چې افغانان دې په زور له هېواده نه باسي.
رویټرز اژانس وايي چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو برید پیل کړ چې د هغې ډلې وسلوالو ته یې اسراییلو ته د داخلېدو لاره ورکړه. هغو وسلوالو په اسراییلو کې دننه په نښتو کې ۲۵۰ اسراییلیان ووژل.
په عین حال کې نړیوال سازمانونه او ځايي چارواکي د مرګژوبلې په اړه نور ارقام ورکوي. ملګرو ملتونو د اکتوبر پر اوومه ناوخته وویل چې له لومړني اټکل سره سم، په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۳۲۰ دی. ځايي چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې په زلزله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي.
په هند کې یوه زړه کلنه ښځه له زده کړو سره دومره مینه لري چې هره ورځ ښوونځي ته ځي او له ماشومانو سره په ټولګي کې کښېني. هغه ښځه وايي حساب یې زده کړی دی او له ښوونکې سره خبرې کول ورته خوند ورکوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د اکتوبر پر پينځمه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" ده.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال او د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د تاڼې په جومات کې په درو جلا، جلا ځانمرګو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. د روغتیا اداره وايي چې د مستونګ په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.
د صومالیا په پلازمېنه موګادېشو کې په وروستیو کې د نویو ودانیو جوړولو کاروبار وده کړې ده. په هغه څانګه کې زیاتره کارکوونکي سړي دي خو دوه نجونه هم پکې د انجینرانو دنده پر مخ وړي، سړیو ته لارښوونه کوي. په اړه یې د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
له لومړني رپورټ سره سم، په قامي اسمبلۍ کې به د خیبر پښتونخوا ۴۵، د بلوچستان ۱۶، د سیند ۶۱، د پنجاب ۱۴۱ او د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد ۳ عمومي څوکۍ وي.
نوموړي د سېپتېمبر پر ۲۱مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې پر مهال د ترکیې له ټي ار ټي ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ټي ټي پي او اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په ګډون د نورو وسلوالو موجودګي نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره د ژورې اندېښنې وړ ده.
نور وښیئ