د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د قامي او صوبايي اسمبلیو بشپړې غیرحتمي نتیجې اعلان کړې


په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن په مرکزي دفتر کې پر پرده د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښکاري -
په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن په مرکزي دفتر کې پر پرده د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښکاري -

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د قامي او څلورواړه صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره د عامو انتخاباتو تر ترسره کېدو درې ورځې وروسته ټولې غیر حتمي نتیجې اعلان کړې دي.

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ ۲۶۶ عمومي څوکۍ دي چې ورڅخه یې پر ۲۶۵ انتخابات وشول او پر یوې څوکۍ ټاکنې وځنډول شوې.

له دې پرته، د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له ۱۱۵ څخه د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره د رایې اچونې بهیر ترسره شو. داراز، د پنجاب له ۲۹۷ څخه پر ۲۹۶، د سیند ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ پر۵۱ څوکیو ټاکنې وشوې.

د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وو. د ووټ اچونې عمل له سر ته رسېدو سره سم د رایو شمېر پیل شو چې له مخې یې د غیر حتمي نتیجو خپرېدل دوام لري.

د قامي اسمبلۍ پایلې

د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۶۵ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۱۰۱، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۵، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۴، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷، جمعیت علمای اسلام (ف) څلور، پاکستان مسلم لیګ (ق) درې، استحکام پاکستان ګوند او بلوچستان نېشنل پارټي دوه، دوه، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، مجلس وحدت مسلمین، پاکستان مسلم لیګ (ضیالحق)، پښتونخوا نیشنل ملي عوامي ګوند، بلوچستان عوامي ګوند او نیشنل پارټۍ یوه، یوه څوکۍ ګتلې ده.

په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول.

له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول ځکه چې کمېشن ورته ته د ګوندي انتخاباتو په سمه توګه نه کېدو له وجې د کرکټ د بیټ (بلې) له نخښې ورکولو انکار وکړ. له دې وجې د پي ټي ای نوماندانو په خپلواکه توګه په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د پاکستان رسنۍ وايي چې هغه کسان چې د خپلواکه نوماندانو په توګه یې انتخابات ګټلي دي، زیاتره یې د پي ټي ای غړي یا ملاتړ لرونکي دي.

پاکستان تحریک انصاف هم دعوه کړې ده د هېواد په کچه یې ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.

په راولپېنډۍ کې د تحریک انصاف پلویان د پولیسو له خوا د اوښکې بهوونکي ګیس له لوګي تښتي - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.
په راولپېنډۍ کې د تحریک انصاف پلویان د پولیسو له خوا د اوښکې بهوونکي ګیس له لوګي تښتي - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پایلې

انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۱۱۲ څوکیو غیر حتمي نتیجې اعلان کړې دي چې له مخې یې ۹۰ خپلواکه نوماندانو، اووه جمعیت علمای اسلام (ف)، پینځه پاکستان مسلم لیګ (ن)، څلور پیپلز ګوند، درې جماعت اسلامي، دوه پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز او یوه عوامي نېشنل ګوند ګټلې ده.

انتخاباتي کمېشن د ۹۰مې حلقې د څوکۍ پایلې ځنډولې دي او ویلي یې دي چې هلته پر ځینو پولېنګ سټېشنونونو (د رایې ورکولو مرکزونو) د فبرورۍ پر ۱۵مه بیا انتخابات کوي.

د بلوچستان پایلې

انتخاباتي کمېشن د بلوچستان د ۵۱ څوکیو غیر حتمي نتیجې اعلان کړې دي.

له اوسنیو پایلو سره سم، پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) ۱۱،۱۱، مسلم لیګ (ن) ۱۰، خپلواکو نوماندانو شپږ، بلوچستان عوامي ګوند څلور، نیشنل پارټۍ درې، عوامي نیشنل ګوند دوه، حق دو تحریک بلوچستان، جماعت اسلامي، بلوچستان نیشنل پارټۍ (عوامي) او بلوچستان نیشنل ګوند یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

د سیند اسمبلۍ غیر حتمي پایلې

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر اوسه د سیند اسمبلۍ د ټولو صوبايي حلقو غیر حتمي پایلې اعلان کړې دي.

له دې پایلو سره سم، پیپلز ګوند ۸۴، اېم کیو اېم پي ۲۸، ازادو امېدوارانو ۱۴، او ګرینډ ډېموکریټېک الاینس (جي ډي اې یا لوی جمهوري اتحاد) او جماعت اسلامي دوه، دوه څوکۍ ګټلې دي.

کمېشن د ۱۸مې حلقې د څوکۍ پر ځینو حلقو د بیا انتخاباتو اعلان کړی دی او نتیجې یې تر هغو پورې ځنډولې دي.

د پنجاب اسمبلۍ پایلې

کمېشن پر خپله ووبپاڼه د پنجاب اسمبلۍ د ټولو ۲۹۶ حلقو غیر حتمي نتیجې خپرې کړې دي چې له مخې یې ازاد نوماندانو ۱۳۸، مسلم لیګ (ن) ۱۳۳، پیپلز ګوند، ۱۰، پاکستان مسلم لیګ (ق) اته، استحکام پاکستان ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ضیا لحق) او تحریک لبیک پاکستان یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

د ګوندونو غبرګونونه

په پاکستان کې ګڼو ګوندونو په مختلفو ځایونو کې د انتخاباتي نتیجو د ځنډولو پرضد مظاهرې او د پایلو بدلولو دعوې کړې دي.

په بلوچستان کې بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره ډېموکریټېک پارټۍ د فبرورۍ پر ۱۰مه تر غونډې وروسته د نتیجو بدلولو پرضد د احتجاجي تحریک پیلولو او عدالت ته د تګ اعلان وکړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، بلوچستان نېشنل عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام (ف) او پیپلز ګوند مخکښه مشرانو او غړو د فبرورۍ پر ۱۰مه د بلوچستان بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې ټګي شوې ده.

بلوچستان: ګوندونو د انتخاباتي ټګۍ او د نتیجو ځنډېدو ضد مظاهرې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي هم د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د ټګۍ تور په پورې کولو او د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه کړي دي.

د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۰مه په کراچۍ، پېښور او کورمه کې د مظاهرو پر مهال د رایو په شمېر او په نتیجو کې د رد و بدل تورونه پورې کړل.

تحریک انصاف د پاکستان په نورو ښارونو کې هم مظاهرې کړې دي او وايي چې د نتیجو ځنډېدو او بدلولو پرضد عدالت ته ځي.

په همدې حال کې د نوي وفاقي اېتلافي حکومت جوړولو لپاره غونډې هم روانې دي. د فبرورۍ پر ۱۱مه د اېم کیو اېم مشرانو په لاهور کې د مسلم لیګ (ن) له مشر نواز شریف سره ولیدل او ورسره یې د حکومت پر جوړولو سلا مشورې کړې دي.

د اېم کیو اېم د پلاوي مشري د ګوند مشر خالد مقبول صدیقي کوله او پکې د سیند ګورنر کامران ټېسوري هم شامل وو. د مسلم لیګ له لوري په غونډه کې د ګوند مخکښ مشر شهباز شریف او مریم نواز هم موجوده وه.

د غیر حتمي پایلو اعلانېدو کې ځنډ او د انتخاباتي کمېشن دریځ

په پاکستان کې چې د ووټونو شمېر پیل شو نو دا امکان وو چې زیاتره غیر حتمي نتیجې د فبرورۍ پر نهمه تر نیمې شپې پورې اعلان شي خو دا بهیر وځنډېد.

انتخاباتي کمېشن وروسته وویل چې د ځنډ لامل د انټرنېټي خدماتو ټکني کېدل دي. د کمېشن چارواکو دا هم وویل چې په بلوچستان کې د رایو ورکولو مرکزونه له یو بله ډېر لیرې ول نو ځکه نتیجې وځنډېدې.

داراز، د هغې خپلواکه دولتي ادارې مشر سکندر سلطان راجا د فبرورۍ پر اتمه ویلي ول چې انتخاباتي بهیر په بشپړه توګه "شفاف او منصفانه" وو.

کمېشن وايي چې که څوک د پایلو په اړه شکایتونه لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

له دې پرته د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د ټاکنو بهیر په اړه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر زیاته کړه چې د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال او د فبرورۍ پر نهمه په اعلان شویو انتخاباتي پایلو کې زیات توپیر نه شته.

د انتخاباتي کمېشن په وینا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي څوکیو لپاره د ۵،۱۲۱ نوماندانو ترمینځ سیالي وشوه چې له هغو څخه یې ۳۱۲ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

داراز، د څلورو صوبايي اسمبلیو د ۵۹۰ څوکیو ډکولو لپاره د ۱۲،۶۹۵ امېدوارانو ترمینځ سیالي وشوه چې ورڅخه یې ۵۷۰ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په وینا، د هغه هېواد ۱۲۸.۵ مېلیونه وګړو خپل ووټ کارولای شو چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم، په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې وې.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

XS
SM
MD
LG