د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېلابېلو هېوادونو مشرانو پزشکیان ته د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو په ګټلو مبارکي ویلې ده


د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د جولای پر شپږمه تر بریا وروسته خپلو پلویانو ته وینا کوي.
د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د جولای پر شپږمه تر بریا وروسته خپلو پلویانو ته وینا کوي.

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو او سیاستوالانو مسعود پزشکیان ته د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې ایرانیو چارواکو وویل چې اصلاح غوښتنونکي نوماند مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې ګټلې دي.

د انتخاباتو د کمېشن ویاند محسن اسلامي د جولای پر شپږمه پر دولتي ټېلېوېژن اعلان وکړ چې پزشکیان ۵۳.۷ سلنه رایې ګټلې دي او د ترلاسه کړیو ووټونو شمېر یې څه باندې ۱۶ مېلیونه دی.

نوموړي زیاته کړې چې د مسعود پزشکیان سیال سعید جلیلي ۴۴.۳ سلنه رایې چې څه باندې ۱۳.۵ مېلیونه ووټونه کېږي، اخیستي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر شپږمه د پزشکیان تر بریا وروسته پر اېکس، چې پخوا ټوېټر بلل کېده، لیکلي چې د پاکستان او ایران د دوه اړخیزه تعلقاتو د "لا پیاوړي کولو" او "سیمه ییز امن او ثبات ته د ودې ورکولو" لپاره له نوموړي سره "له نېږدې کار کولو ته سترګې په لاره" دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د جولای پر شپږمه پر اېکس په بیان کې پزشکیان ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هیله ښوولې چې د هغه په واکمنۍ د ایران او افغانستان "دوستانه روابط" لا زیات ټینګ شي.

د سعودي عرب مشرتابه هیله ښوولې چې د پزشکیان په واکمنۍ کې به د ریاض او تهران ترمینځ اړیکې لا وده ومومي.

سعودي عرب او ايران په سيمه کې له يو بل سره د سختې سيالۍ اوږده سابقه لري خو د ۲۰۲۳ز کال په مارچ مياشت کې یې د چين په مینځګړتوب خپلې هغه سفارتي اړیکې بحالې کړې چې اووه کاله مخکې یې پرې کړې وې.

د سعودي عرب دولتي خبري اژانس وویل چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او وليعهد محمد بن سلمان پزشکیان ته مبارکي ویلې ده.

اژانس وايي، پاچا سلمان هیله ښوولې چې د دواړو هېوادونو "تعلقات به وده" ومومي.

اروپايي ټولنې هم پزشکیان ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې له نوموړي سره تعامل ته تیاره ده.

د ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې څانګې ویاندې نبیلې مسرلي د جولای پر شپږمه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې اروپايي مشران د ضروري تعامل په اړه د اروپايي ټولنې د تګلارې له مخې د ایران له نوي حکومت سره تعامل ته تیار دي.

الجزیره ټېلېوېژن وايي چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په یو بیان کې هیله ښوولې ده چې د پزشکیان د ولسمشرۍ "دوره به د دواړو دوستانه" هېوادونو "د دوه اړخیزه همکارۍ په پیاوړې کولو کې رغنده" ونډه ولري.

د چین حکومت د جولای پر اوومه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې ولسمشر شي جېنپېنګ د شنبې (خالي) پر ورځ پزشکیان ته د ټاکنو په ګټلو مبارکي ورکړه.

بیان د شي له خولې وايي چې بیجنګ او تهران "تل د یو بل ملاتړ کړی دی" او په هر "مشکل وضعیت کې یوځای پاتې شوي دي."

بیان زیاتوي چې چینايي ولسمشر د "دواړو هېوادونو ترمینځ د جامع ستراتیژیکې ملګرتیا د ټینګولو" لپاره له پزشکیان سره ګډ کار ته لېواله دی.

د هند، شام (سوریې)، عراق، آذربایجان او وېنېزوېلا مشرانو او چارواکو هم پزشکیان ته د ولسمشر په انتخاباتو ګټلو مبارکي ویلي او ورسره یې ګډ کار ته لېوالتیا ښوولې ده.

په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دویم پړاو د جولای پر پینځمه وشو. تر دې مخکې، د جون پر ۲۸مه د ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ کاندید تر ۵۰ فیصده زیاتې رایې ترلاسه نه کړای شوې.

په هغه پړاو کې د رایو ورکوونکو شمېر هم خورا کم وو خو چارواکي وایي د دویم پړاو په ټاکنو کې زیاتو وګړو رایې وکارولې.

نوی ولسمشر مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸ز کال راهیسې د پارلېمان غړی پاتې شوی دی. هغه د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو طریقه تر پوښتنې لاندې راوستې او له غرب سره یې د خبرو اترو په حق کې هم څرګندونې کړې دي.

خو نوموړی د اسلامي جمهوریت د اصولو ملاتړ هم کوي او مخکې یې ویلي ول چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ګټلو په صورت کې د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنه یي تګلارې تعقیبوي.

په ایران کې هر څلور کاله وروسته د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. په وروستي ځل هلته د ۲۰۲۱ز کال په جون کې انتخابات شوي ول چې پکې ابراهیم رییسي ولسمشر منتخب شوی وو.

سږني انتخابات له وخت مخکې وشول ځکه چې د روان ۲۰۲۴ز کال د مې پر ۱۹مه رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځينې نور چارواکي د هېلېکاپټر (چورلکې) نسکورېدو په پېښه کې ووژل شول او د مې پر ۲۰مه د هغوی مړي وموندل شول.
د رییسي تر مرګ وروسته د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د مې پر ۲۰مه د هغه مرستيال محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه ټاکلی وو.

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات په داسې حال کې ترسره شول چې د سیاسي بندیانو په ګډون د هغه رژیم یوشمېر مخالفانو له انتخاباتي بهيره د پرېکون غږ کړی وو او ویلي ول چې هغه ټاکنې به د ایران په سیاسي وضعیت کې د کوم خاص بدلون لامل نه شي.

XS
SM
MD
LG