د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ پر محسن داوړ او نورو ملګرو د ډزو پرضد په احتجاج دی


د ملي جمهوري غورځنګ غړي او پلویان په کراچۍ کې پر محسن داوړ او ملګرو یې د ډزو ضد لاریون کوي - د فبرورۍ ۱۰مې انځور.
د ملي جمهوري غورځنګ غړي او پلویان په کراچۍ کې پر محسن داوړ او ملګرو یې د ډزو ضد لاریون کوي - د فبرورۍ ۱۰مې انځور.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړي او پلویان پر خپل مشر او د قامي اسمبلۍ د څوکۍ پر نوماند محسن داوړ او نورو مخکښه غړو د ډزو پرضد د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کوي.

داوړ د فبرورۍ پر ۱۰مه هغه مهال په ډزو ژوبل شو چې د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یې د پوځي چاوڼۍ مخې ته په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد احتجاجي غونډې ته وينا کوله.

غورځنګ وايي ډزې پولیسو او امنیتي سرتېرو کړې دي، خو امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی، البته ځينو امنيتي سرچينو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې په پېښه کې ځينو پوليسو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، خو د دې ادعا لپاره يې ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د اېن ډي اېم یو مخکښ رحیم داوړ تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې داوړ او نورو غړيو غوښتل چې د شمالي وزيرستان د ضلعي انتخاباتي افسر دفتر ته، چې د چاوڼۍ دننه دی، ورشي او ورڅخه د قامي اسمبلۍ د ۴۰مې حلقې د ټاکنو د پایلو اعلانولو غوښتنه وکړي خو سرتېرو ورته د ورتګ اجازه ور نه کړه.

دی وايي، د ملي جمهوري غورځنګ غړو او پلویانو د دې په غبرګون کې احتجاجي غونډه پیل کړه او داوړ چې کله ورته وینا کوله نو هلته موجودو "سرتېرو" ورباندې "ناتاره ډزې" وکړې چې پکې یې درې ملګري شېر ایوب وزیر، وهاب داوړ او واصف داوړ ووژل او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند غړو او پلویانو د فبرورۍ ۱۱مې پر سهار د شمالي وزیرستان د میرامشا او میرلي په ګډون په یوشمېر برخو کې مظاهرې او احتجاجي ناستې پیل کړې دي.

د هغه ګوند غړو او پلویانو د بلوچستان په بوري (لورالايي) او ځینو نورو پښتون مېشته سیمو کې هم مظاهرو ته دوام ورکړی دی.

د غورځنګ مخکښه غړو پر اېکس په جلا، جلا بیانونو کې د داوړ انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ډاکترانو د هغه جراحي کړې ده او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

غبرګونونه

په پاکستان کې بېلابېلو ګوندونو او سازمانونو پر محسن داوړ او ملګرو یې د ډزو غندنه کړې ده.

د بشري حقونو کمېشن د فبرورۍ پر ۱۰مه پر اېکس په بیان کې پر داوړ د حملې غندلو تر څنګ له حکومته د پېښې د "سمدستي او رڼو پلټنو" غوښتنه کړې ده.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو د فبرورۍ پر ۱۰مه پر اېکس په بیان کې پر محسن داوړ د "حملې سخته غندنه کړې" او زیاته کړې یې ده چې د هغه د "ژر رغېدو دوعا" کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پر داوړ او ملګرو یې د ډزو غندنه کړې ده.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۰مه پر اېکس لیکلي دي چې غورځنګ د دې پېښې پرضد د داوړ او د هغه له ګوند سره ولاړ دی.

په لاهور کې حقوق خلق ګوند هم پر اېکس په بیان کې پر داوړ برید غندلی دی او پکې یې د هغه د ملګرو پر مړینه خپګان ښوولی دی.

په پاکستان کې د ښځو جمهوي جبهې (ناري جمهوري محاذ) هم د پېښې سخته غندنه کړې ده او پر اېکس یې لیکلي دي چې محسن داوړ د انتخاباتو پر ورځ د خپلې حلقې پولېنګ سټېشنونونو ته د وسلوالو پر ورتګ او هلته د "لویې درغلۍ" خبر ورکړی وو او پر ځای د دې چې حفاظت یې وشي، "دولت یا ریاست" ورباندې حمله وکړه.

ملي جمهوري غورځنګ د فبرورۍ پر ۱۰مه هم په کراچۍ، شمالي وزیرستان او د بلوچستان په ځینو پښتون مېشته سیمو کې مظاهرې کړې وې.

محسن داوړ تر ژوبلېدو مخکې پر اېکس ليکلي ول چې د انتخاباتي کمېشن له خوا ګومارل شوي چارواکي د ټاکنو په نتيجو کې درغلي کوي او سربېره پر دې چې نوموړي هلته تر ټولو زياتې رايې اخيستي دي، نتيجه نه اعلانوي.

ده تور پورې کړی وو چې په شمالي وزيرستان کې د قامي اسمبلۍ د يوې او د صوبايي اسمبلۍ د دوو حلقو تر انتخاباتو وروسته نتیجې بدلې شوې دي.

تر اوسه ځايي انتظاميې او د انتخاباتي کمېشن چارواکو د محسن داوړ د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د هغه تر ژوبلېدو وروسته د شمالي وزيرستان ريټرنينګ افسر قيصر خان کونډي د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ د جمعيت علمای اسلام (ف) د نوماند مصباح الدين د بريا خبرپاڼه خپره کړه.

اسد داوړ: د ولس د رايو حق غوښتنې په غبرګون کې ډزې راباندې وشوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا د فبرورۍ پر اتمه تر انتخاباتو وروسته ویلي ول چې ټاکنې پوره رڼې او منصفانه وې.

داراز، د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

هم د فبرورۍ پر نهمه د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند محمد سهېل مشال راډیو ته ویلي ول چې کومو نوماندانو چې ورته شکایتونه ور وړي ول، هغه یې حل کړي دي.

کمېشن وايي که څوک پر ټاکنو اعتراض لري نو عدالتونو ته غوښتنلیکونه ورکولای شي.

د جنورۍ پر درېیمه هم د شمالي وزيرستان په تپي کې د محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

محسن داوړ په ۲۰۱۸ز کال کې له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

XS
SM
MD
LG